تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي حکومتي پلوو ځواکونو حلب کې ملکيان وژلي
ملګري ملتونه وايي د سوریې حکومتي پلوه ځواکونه د حلب ختيځ کې کورونو ته ورننوځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې هر څوک وژني.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر ويلي داسې باوري بېلګې لري چې ښيي ۸۲ تنه ملکیان په کې ځای پر ځای وژل کېږي.
له څلور کلنې جګړې وروسته د سوریې پوځ اوس د دغه ښار بشپړه ولکه تر ګوتو کوي.
لسګونه زره خلک لا اوس هم د مخالفو جنګياليو تر ولکې لاندې برخو کې بند پاتې دي.