ټرمپ وايي‌ایران امریکا ته یوه "ډالۍ" ورکړه خو نه وايي‌ چې کوم څه

ټرمپ وايي‌ایران امریکا ته یوه "ډالۍ" ورکړه خو نه وايي‌ چې کوم څه

ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی چې ایران "ډېر زیات" غواړي له اسرائیل او امریکا سره جګړه پای ته ورسوي. هغه د سې شنبې په ورځ (۲۴ مارچ) وویل چې ایران امریکا ته "یوه ډېره لویه ډالۍ چې ډېر لوړ ارزښت لري" ورکړې ده. د امریکا ولسمشر اشاره وکړه چې دا یو "ډېر مهم انعام" و چې د ایراني مذاکراتو له لوري ورکړل شوی او زیاته یې کړه چې دا د تېلو او ګاز او د هرمز تنګې سره تړاو لري. خو هغه د دې ډالۍ په اړه هېڅ مشخص جزئیات ورنه کړل. ایران تر اوسه د ټرمپ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.