ځینو هېوادونو کې پنجشنبه لومړۍ روژه ده، بنګله دېش کې به ټوله میاشت ښوونځي تړلي وي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په هند او پاکستان کې مسوولین وايي، د روژې میاشتې سپوږمۍ لیدل شوې او د پنجشنبې پر ورځ به دې هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ وي.

په هند کې د لکهنو عیدګاه ملا امام مولانا خالد رشید فرنګي محل له اې این ای خبري اژانس سره خبرو کې وویل: ''د مرکزي رویت هلال کمېټې فرنګي محل لکنهو له خوا اعلان کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د هېواد په بېلابېلو برخو کې سپوږمۍ ليدل شوې ده. د دې تائید پر بنسټ اعلان کېږي چې لومړۍ روژه به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه وي.''

په ورته مهال د پاکستان رویت هلال کمېټې ویلي، پر چهارشنبه یې د هېواد بېلابېلو برخو کې ځايي مسوولینو غونډې کړې. د یادې کمېټې په وینا پاکستان کې اسمان کې وریځې نه وې او دوی ته له بېلابېلو سیمو د سپوږمۍ لیدلو شاهدۍ رپوټونه رسېدلي دي.

د هند او پاکستان تر څنګ په بنګله دېش کې هم پر پنجشنبه لومړنۍ روژه ده.

په بنګله دېش کې د د روژې په مناسبت ښوونځي له يوې مياشتې د زيات وخت لپاره تړل شوي دي.

د دولتي او خصوصي لومړنیو او متوسطه ښوونځيو د تعديل شوي رخصتۍ لېست له مخې د فبرورۍ له ۱۹مې نېټې د مارچ میاشتې تر ۲۶مې پورې رخصتي اعلان شوې ده.

د بنګله دېش لومړنیو او متوسطه زدکړو ادارو له لوري د چهارشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویل شوي، په تعليمي ادارو کې به رخصتۍ د روژې له پيل سره سم پیل شي او د مارچ تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي. په دې رخصتيو کې د روژې مياشت، کوچني اختر او د خپلواکۍ ورځ رخصتي هم شامله ده.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د لومړنیو ښوونځيو کلنی رخصتۍ لیست خپور شوی و. په هغه لیست کې د مارچ له ۸مې تر ۲۶مې پورې د روژې او اختر په ګډون بېلابېلې رخصتۍ شاملې وې، چې د جمعې او شنبې ورځو په ګډون ټولټال ۱۹ ورځې کېدې.

د روژې مياشتې پر مهال د ښوونځيو د تړلو غوښتنې لپاره په ځايي عالي محکمه کې عريضه هم شوې وه، چې د فبرورۍ په ۱۵مه يې دلیلونه واورېدل شول.

د يادونې وړ ده چې د بنګله دېش، هند او پاکستان په ګډون د سویلي اسيا په ډېرو سيمو کې د پنجشنبې له ورځې روژه پيلېږي، خو د افغانستان او سعودي عرب په ګډون ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې د چهارشنبې په ورځ د روژې لومړۍ ورځ وه.