د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز

د ویډیو تشریح، د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان په یوه لیرې غرنۍ کلیواله سیمه کې ویجاړ ښوونځی، چې د جګړې ناخوالو یې زدکوونکي له زدکړو محروم کړي.

دا د کونړ ولایت د بریکوټ کلی دی چې یو ښوونځی پکې د پاکستاني پوځ په مرمیو سوری سوری شوی دی.

د کلي نژدې ټول ۸,۰۰۰ اوسېدونکي د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې د شخړې له پیلېدو وروسته تښتېدلي وو، دې سیمې ته د بندې لارې له بېرته پرانیستل کېدا وروسته ځینې خبریالان ورغلل او پر کلیوالو، په تېره ماشومانو یې د جګړې اغېز له نژدې ولید.

یو هټیوال روح‌الله خپلواک چې دوکان یې ویجاړ شوی او د ښوونځي د ساینس په زیانمن شوي لابراتوار کې ولاړ و اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته وویل: "دا هغه ښوونځی دی چې ما پکې زدکړه کړې. زه ډېر خپه یم. "

دغه ۲۳ کلن ځوان وویل، دې ښوونځی له ابتدائیه تر لېسې پورې زدکوونکي لرل، خو د اوسېدونکو په وینا ودانۍ سخت زیانمنه شوې او هغوی یې پړه د پاکستاني پوځ پر ډزو اچوي.

د کتابونو پر پاڼو دوړې پرتې وې او زاړه مهالوېشونه لا هم پر دېوالونو ځوړند وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د بریکوټ ښوونځی د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې له هغو ۲۲ ښوونځیو یو دی چې بېړنۍ بیا رغونې ته اړتیا لري.

' اوچا ' ویلي چې شاوخوا ۱۲,۰۰۰ زد‌کوونکي د جګړې له امله بې‌ځایه شوي یا اغېزمن شوي دي او د زدکړو خوندي چاپېریال لرلو ته اړتیا لري.

زیانمن شوی ښوونځی چې اوس یې زدکوونکي په خېمو کې اوسېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زیانمن شوی ښوونځی چې اوس یې زدکوونکي په خېمو کې اوسېږي

د بریکوټ په اصلي سړک کې دوکانونه تړل شوي وو او ځینې یې بشپړ نړېدلي وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې او د هېواد په نورو سیمو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي. وروسته چین منځګړیتوب وکړ او جګړه یې تر ډېره ودروله.

کله چې اې اېف پي د پاکستان له پوځه بریکوټ کې د هغوی د عملیاتو پایله کې د ښوونځي او روغتیايي‌مرکز د زیانمنېدو په اړه نظر وغوښت، د دې رپوټ تر جوړلو یې هېڅ ځواب ورنه کړ.‌

اسلام‌اباد افغانستان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو اورپکو ته یې پناځایونه ورکړي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د کلي د روغتون درملتون یوه څښتن فریدون حبیبي وویل چې وضعیت "ډېر سخت" شوی و او د خوندیتوب لپاره کارکوونکي څو کیلومتره لرې انتقال شوي وو.

هغه وویل: "دا روغتون زما د کور په څېر و." دغه ۳۲ کلن سړی وویل، دا مرکز لا هم د زیان له امله تړلی دی.

هغه د پولې هاخوا خلکو ته د وروڼو په سترګه کتل، ځکه چې د پښتنو ټولنې د برتانوي استعمار له وخته د یوې فرضي کرښې له امله سره وېشل شوې دي.

د بریکوټ اوسېدونکو د تاوتریخوالي پړه پر اسلام‌اباد اچوله، نه پر خپلو ګاونډیانو.

بې ځایه شوي خلک په خېمو کې ناوړه حالت کې ژوند کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بې ځایه شوي خلک په خېمو کې ناوړه حالت کې ژوند کوي

"په خاورو او دوړو کې ژوند"

له ۹۴،۰۰۰ څخه زیات افغانان د جګړې له امله بې‌ځایه شوي دي، چې له دې ډلې زیاتره په کونړ ولایت کې دي.

هغوی د کونړ د سېند پر غاړه کې په لنډمهاله خېمو کې مېشت شوي دي - د ملګرو ملتونو له لوري له پلاستیکي بوریو او د ونو پر څانګو له تړل شویو پلاستیکي ټوټو یې ځان ته سرپناوې جوړې کړې دي.

له نژدې څاه د اوبو راوړل له یو ساعت زیات وخت نیسي، ځکه چې د سېند اوبه د څښلو وړ نه دي.

یو بې‌ځایه شوي کمپیوټرکار عصمت‌الله ملنګزي وویل چې د کمپ ژوند ډېر سخت دی:

"زموږ ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي." دغه ۲۶ کلن سړی چې له خپلې مېرمنې او درېو ماشومانو سره په خېمه کې ژوند کوي، وویل چې تشناب، اوبه او د حمام مناسب سیستم نشته.

هغه زیاته کړه چې کورنۍ یې یوازې یو فرش، څو بالښتونه او یوه ګازي بخارۍ لري.

د سیمې روغتون هم د جګړې له کبله تړل شوی او وسایل یې له کاره لوېدلي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سیمې روغتون هم د جګړې له کبله تړل شوی او وسایل یې له کاره لوېدلي دي

میسم شفیعي هم وضعیت "ډېر خراب" وباله.

هغه وویل چې عاجلې اړتیاوې سرپناه، د اوبو او حفظ الصحې خدمات، روغتیايي خدمات او نور ضروري خدمتونه دي.

د نهو ماشومانو پلار محمد نبي ګوجر وویل خپه او خواشینی دی ځکه چې ماشومان یې له زد‌کړې محروم شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو مشر نجیب‌الله حنیف وویل، د کلي کمپ "مرواره" کلي او په ولایت مرکز اسداباد کې ښوونځي لا له مخکې ډک شوي دي.

ولایتي چارواکي هڅه کوي چې حل لارې ومومي، په دې کې د زلزله ځپلو لپاره جوړو شویو کمپونو ته د کورنیو لېږد هم شامل دی.

محمد امین شاکر، چې مخکې د لومړني ښوونځي مدیر و، اوس په یوه کوچنۍ خېمه کې ژوند کوي.

هغه وویل: "زه ژاړم کله هغه زد‌کوونکي یادوم چې دلته یې زدکړې کولې."

هغه زیاته کړه: "هغوی دلته په خاورو او دوړو کې ګرځي او له زد‌کړې بشپړ بې‌برخې دي. دا په خېمو کې د دوی ژوند دی".