روژه کې څنګه او څه ډول خواړه وخورو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي- لندن
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د روژې د مذهبي او روحاني ارزښت ترڅنګ، دا میاشت د ژوندانه د بېلو چارو د تنظیم او دسپلین له اړخه هم اهميت لري.
د عبادتونو او نورو مذهبي مراسمو په خوا کې خواړه او څښاک د دې میاشتې یوه داسي ځانګړنه ده چې بېلابېلو کلتورونو کې جلا جلا بڼې لري.
دا چې روژه کې باید څه ډول متوازن، او صحي خواړه غوره شی او څه ډول د سختي تندې مخنيوی وشي هغه پوښتنې دي چې ښايي د ډېرو روژتیانو لپاره مهمې وي.
افغانستان او نورې نړۍ کې مسلمانان هر کال بدني او مالی عبادتونو سره د روژې د مبارکې میاشتې هرکلی کوي.
دا د میلیونونو مسلمانانو لپاره په جوماتونو او نورو ځایونو کې په ګډه د عبادتونو، زده کړې او خیراتونو میاشت ده. خو ورسره د ټولنیزو اړیکو د ساتلو او پراخولو یو ښه فرصت هم دی. په ځانګړې توګه روژه ماتي د کورنیو او د ملګرو راغونډېدو یوښه وخت وي. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي وړتیاوو له پلوه د روژه ماتي درسترخوانونه هم توپیر لري. یو څه چې په ډېرو ټولنو کې سره ورته دي هغه د سرو کړو خوړو او خوږو ډېره کارونه ده.
روغتیا پالان پردې ټينګار کوي چې د روژې په مياشت کې بايد په خوړو کې توازن وساتل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په بریتانیا کې مېشت افغان ډاکټر مسعود امین وايي خوړو کې د توازن نشتوالي نه یوازې د تغذیې او انرژۍ له پلوه نیمګړی وي، بلکې د وزن زیاتېدو سبب کېږي هم " ښې هاضمې لپاره اړینه ده چې ډوډۍ په کراره وخوړل شي، که معده په ناڅاپي ډول او زر ډکه شي، هغه اړینه انرژي نه تولیدوي، او هم د وزن د زیاتېدو سبب کېږي او ورسره خلکو کې د ستړیا او سستۍ لامل ګرځي. له دې علاوه روژه ماتي خوړو کې مالګه او خواږه ډېره وي، په کار ده چې له سرو کړو خوړو له ډېرې کارونې ډډه وشي او هم خوږه اومالګه کمه وکارول شي."
که څه هم تنده او لوږه له روژې سره تړلي وي، خو د ډاکټرانو په وینا په ساعتونو له هرډول خوراک او څښاک څخه ډډه کول د دې ښه فرصت برابروي چې د خوړو اړونده ځينې ناوړه عادتونه چې ډېر کله روغتیا ته تاوان رسوونکي وي تنظیم شي.
روغتیا پالان پردې ټينګار کوي چې د روژې په مياشت کې بايد له مالګې، خوږو اوغوړو سره ډېر احتیاط وشي. په افغانستان کې د زړه او رګونو په نوم د یوې ټولنې مشر ډاکټر عبدالواحد صدیقي وايي خوږه او مالګه باید احتیاط سره وکارول شي " له بده مرغه په افغانستان کې دا په خووړ کې یو عام کلتور دی چې غوړ او مالګه ډېره کارول کېږي ورسره ګازي څښاک توکي هم په لویه اندازه استعالېږي، چې نتیجه کې یې لوی شمېر خلکو کې د زړه دناروغۍ سبب ګرځي."
په مذهبي لارښوونو کې د روژې په ګډون نورو حالاتو کې هم په خوړو او څښاک کې د اعتدال سپارښتنه شوې ده. په بریتانیا کې مېشت دیني عالم مولانا سید مستقیم شاه وايي دا میاشت باید د خوړو پر مېلې بدله نشي"روژه د تقوا او عبادتونو میاشت ده، خو له بده مرغه د ځینو خلکو ټول پام پر خوړو راغونډ وي، او په روژه ماتي او پشلمي کې له اړتیا زیات خوراک کوي، حال دا چې اسلام د دې اجازه نه ورکوي، الله تعالی فرمايي وخورئ او وڅښئ خو اصراف مه کوئ." هغه په دې تړاو زیاتوي " رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي د انسان له نسه بل بد لوښی نشته چې ډېر ډک شي. هغه په خوړو کې اعتدال کولو، نو روژه د بدن لپاره د ارام او پاکېدو وخت دی، او زیات خواړه دا ګټه له منځه وړي."
د روژې د وخت اوږدوالي، هوا او موسم پر بنسټ د ډېرو خلکو د بدن اوبه یو څه کمېدی شی. له دې امله د انسان سر خوږېږي، ستړیا حس کوي او یا هم په تمرکز کې ستونزو سره مخامخ کېدی شي.
اوس پوښتنه داده چې د روزې ښې تېرېدو او روغتیا ساتلو لپاره روزماتي او پیشلمی پرمهال ښه خواړه کوم دي، داسې خواړه چې په ښه توګه د بدن اړتیاوې پوره کړی شي. ډاکټرامین يې په اړه وايي" د خوړو انتخاب باید په سمه توګه وشي، د بېلګې په توګه خوړو کې باید نشایسته، پروټین اوشحمیات موجود وي." هغه وايي دغه څه " د غنمو ډوډۍ، غوښې، هګیو، لبنیاتو او مېوو کې ډېر وي."
د اسلامي عقایدو له مخې روژه د اسلام دریم رکن او یو مهم عبادت دی. خو روغتیا پالان وايي چې دا مياشت په خوړو، او ورځنیو چارو کې د دسپلین راوستو او د سیګرېټو، او نسوارو په څېر له تاوان رسوونکو عادتونو د خلاصون په لړ کې هم ګټوره ثابتېدلی شي.



















