تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟
د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟
څه باندې ۱۳۰ کلونه وړاندې، د افغانستان یو واکمن چې د 'اوسپنیز امیر' په نوم پېژندل کېده او یو بریتانیایي ډیپلومات د یوې داسې پولې (کرښې) جوړولو یو تړون لاسلیک کړ چې نن د جګړو سیمه ده. دوی هغه کرښه جوړه کړه چې اوس د ډیورنډ کرښې په نوم پېژندل کېږي او پاکستان او افغانستان یې سره وېشلي دي. دې کرښې ټولنې او قبیلې ووېشلې. ډیورنډ کرښه د نړۍ له تر ټولو لانجمني فزیکي پولو ده چې د سرحدي شخړو او وسلهوالو فعالیتونو سبب کېږي.