د اور اس کال څه شی دی؟ څلور هغه ټکي چې په اړه یې پوه شئ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیلویا چانګ
- دنده, بي بي سي چینایي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د چین ښارونه د فبروري پر ۱۷مه د چین نوي کال یا پسرلني اختر هرکلي ته تیارۍ نیسي، د چیني کلیز له مخې په دې ورځ د مار نښه د اس نښې کال ته بدلېږي.
د چین په پلورنځیو کې د اس اړوند نښې او طرحې په پلورنځیو کې ښودل کېږي، پر سترو لوحو یا بېلبورډونو د نوي کال مبارکۍ ليکلې وي. او د نوي کال د لمانځنې په بهیر کې د اس اېموجي له سرو پاکټونو یو بل ته لېږي، چې د نېکمرغۍ نښې په توګه ګڼل کېږي.
د چین نوی کال، چې په چین کې د پسرلي اختر په نوم هم پېژندل کېږي، پنځلس ورځې دوام کوي، چې د څراغونو په مېلې پای ته رسېږي.
د ډېری چینایانو لپاره، دا د کال بدلون پرتله لا ډېره معنی لري. دا د نېکو هیلو، د برکتونو او کثرت غوښتنې او د نوي کال لپاره د خپلو موخو لپاره د پلان جوړولو وخت هم بلل کېږي.
د چین د نوي کال دودونه او اداب څه دي؟ ولې سږنۍ نښه د چینایانو لپاره ځانګړې او مهمه ده؟
چینايي بخت یا طالع لیدل څه ډول دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اور اس کال پوهېدو لپاره، موږ باید دوه ناسم باورونه روښانه کړو.
د زېږدیز کلیز برعکس، چینایي کلیز د جنورۍ په لومړۍ نېټه نه پیلېږي، بلکې د دودیز سپوږمیز شمسي نظام او د سپوږمۍ حرکت پر بنسټ ولاړ دی.
هر چینایي نوی کال د جنورۍ له ۲۱مې او د فبرورۍ تر ۲۰مې نېټې موده کې پیلېږي. او معمولا د ژمي د پیل په دویمه میاشت کې وي. نو کله چې وایو "۲۰۲۶ د اس کال دی،" اشاره چینایي نوي کال او له هغه وروسته وخت ته وي.
بل ناسم باور دا دی چې اسماني نښې هر ۱۲ کاله تکرارېږي. هر کال د څارویو د نښو لپاره دا خبره سمه ده، خو د اسماني څانګو دودیز سیسټم هر ۶۰ کاله وروسته تکرارېږي.
ځکه هر کال د څارویو له یوې اسماني نښې او له لسو عنصرونو یوه څخه جوړ شوی دی (د یین او یانګ ډوله فلزات، اوبه، لرګي، اور او ځمکه) او د دې ترکیب تکرار شپېته کاله وخت نیسي.
د سږ کال ترکیب د بېنګ وو په نوم یادېږي، چې د یانګ د اور عنصر د اس له نښې سره ګډ دی.
اور اس د څه نښه ده؟
په چینایي ستورپوهنه کې د اور اس یو پیاوړی ترکیب دی، د یانګ اور عنصر چې د فعالیت او جذبې نښه ده او اس د خپلواکۍ او عمل سمبول دی.
په چینایي کلتور کې، له اس سره تړلې څرګندونې معمولا د چټک بریالیتوب، د مشرتابه وړتیا او په ځانګړې توګه په دندو کې د سرعت څرګندولو لپاره کارول کېږي.
د نیوزیلینډ په وېلېنګټن پوهنتون کې د مدیریت پوهنځي پروفیسور ډاکټر کریسټین یاو بي بي سي ته وویل، په ۲۰۲۶ کال کې د اس نښې کارولو څرګندونې او جملې په سوداګریزو بحثونو او د برېښنالیکونو موضوع لیکو کې په پراخه کچه لیدل کېږي.
هغه وايي، په کارځای کې د دې څرګندونو کارول یوه وسیله ده چې له لارې یې کارکوونکي هڅول کېږي، ډېر فعال وي او د اور اس چټکتیا ځان ته یوه بېلګه کړي.
د چینایي بخت یا طالع لیدلو سوداګریزې ګټې

د عکس سرچینه، Getty Images
په لرغوني چینایي دودونو کې بخت کتل پخوانۍ ریښې لري، خو په عصري اوسني کلتور کې یې په پراخه کچه هرکلی شوی، په ښارونو، عامه ځایونو، انټرنېټ او د شرکتونو د فعالیتونو په اعلانونو کې کارول کېږي.
د چین په ښارونو کې، د چینایي نوي کال جشنونه په زیاتېدونکې توګه په زړه پورې او د پام وړ حیرانتیاوې رامنځته کوي. د پېر او پلور مرکزونه، د عامه ترانسپورت سټېشنونه، او عامه ودانیو په ښکلو رڼاګانو او نوښتګرو ترتیباتو، د سږني نوي کال نښې وړاندې کوي.
د چینایي بخت کتلو نښې په یو مهم سوداګریز توکي بدلې شوی. ډېری سوداګریزو شرکتونو د اس کال لپاره ځانګړې ډالۍ، کڅوړې او بکسونه چمتو کړي دي، ځکه سور رنګ او د اس سمبول معمولا د لوکسو محصولاتو، پوټکي ته د پاملرنې او خوړو او څښاک د اعلانونو لپاره کارول کېږي.
د اور اس کال د ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا سکتورونو کې هم توده موضوع ده او دېته ته د هغې دورې په سترګه لیدل کېږي، چې په مصنوعي ځیرکتیا کې به په ډېر ډاډ او پراخه کچه پانګونه وشي او له اقتصادي پلوه به وده وکړي.
په نوي چینايي کال کې سفري ګڼې ګوڼې

د عکس سرچینه، Getty Images
په چین کې، په میلیونونو خلک یوازې په کال کې یو ځل خپلو کورونو ته ستنېږي او نوی سپوږمیز کال د کورنۍ غړو د یوځای کېدو لپاره ترټولو مهم وخت دی. اټکل دی چې د سږنیو رخصتیو پر مهال به په سیمه ییزه کچه شاوخوا نهه نیم میلیارده سفرونه وشي، چې نوی ریکارډ به هم وي. دا په نړۍ کې د انسانانو تر ټولو ستر تګ راتګ ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې اس د اغېزمنتیا او چټکتیا سمبول دی، د جشن په دغه موده کې د ډېری مساپرو لپاره پر ټرانسپورټي سیسټم فشارونه څرګند شوي دی. د ټکټونو له کموالي نیولې، بیا د سفر د لګښتونو تر زیاتوالي او د خدماتي کارکوونکو لپاره تر اوږدو کاري ساعتونو.
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو پوښتلي، څوک به د اور اس له فرصتونو او پرمختګه ګټه واخلي. ځوانان په ټوکه ځانونه ګوډ اس ښيي، چې د "سفر ټکټونو اپلیکېشنونو په ډګر کې بند پاتې دي"، ځینې نور خپل ځانونه د پرمختګ په لار کې نه ویني، بلکې داسې احساسوي، چې د شرایطو او فشارونو له امله مخ ته ټېل وهل کېږی.

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال ډېری خلک په بېلابېلو مسلکونو کې د اس نښه د خپل مسلکي ژوند د سمبول په توګه کاروي. په اعلانونو، په کاري ځایونو او مسلکي برخو کې، دوی د اس په کال کې د چټکتیا، سرعت، "په یوه ټوپ د بریالیتوب" په اړه خبرې کوي. دوی ځانونه "نیوما" هم بولي، چې معنی یې "اس- غوایي" دی. دا یوه عامه اصطلاح ده او د هغو څارویو لپاره کارول کېږي، چې ډېر کار کوي.
ډاکټر یائو وايي، "د دې دوو کیسو یو ځای کېدل په چینایي کاري ځایونو کې د ترټولو لوی فشار او سختی څرګندونه کوي. له یوې خوا، اړینه ده چې د عامه کیسو خوښۍ وساتل شي، له بلې خوا، په شخصي توګه د ډېرې ستړیا، ناتواني او بې وسۍ احساس موجود وي."


















