تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بودا له ویجاړېدو ۲۵ کاله وروسته د څلورو عیني شاهدانو ناویلې کیسې
- Author, د بيبيسي افغانستان حقیقت موندنې څانګه
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
ټيک ۲۵ کاله وړاندې، د ۱۳۷۹کال د کب میاشتې پر۲۰مه (۱۱ مارچ ۲۰۰۱)، د طالبانو حکومت د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر مجاهد په امر د بودا دوه مجسمې ویجاړې کړې او دا دوه مهم تاریخي اثار یې د تل لپاره له منځه یووړل. د دوی دې کار د نړیوالو پراخ غبرګونونه راوپارول.
د یوې پېړۍ د څلورمې برخې له تېرېدو وروسته د بيبيسي افغانستان څانګې د هغو عیني شاهدانو د لومړي لاس اورونو پر بنسټ چې د هغې ورځې ویجاړۍ پر مهال هلته وو، د دې کلتوري تراژېدۍ کیسه انځور کړې ده.
د هېواد ورځپاڼې د معلوماتو له مخې چې هغه وخت یې مدیریت د طالبانو په واک کې و، د بودا مجسمو د ویجاړولو امر د ۱۳۷۹ کال د کب پر ۳مه (۲۸ فبروري ۲۰۰۱) په کندهار کې د طالبانو د مشر لخوا صادر شو.
د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د مجسمو او تندیسونو د ویجاړولو امر ورکړ او ویلي یې و چې دا مجسمې لا هم د "سپېڅلو نښو" په توګه پاتې دي او "ښايي بیا په زیارت ځایونو" بدلې شي.
افغانستان کې د اسلام له راتګ وروسته، دا مجسمې هیڅکله د مقدسو ځایونو یا زیارتونو په توګه نه وې کارول شوې.
د بودا په ویجاړولو کې د القاعدې ونډه
شعیب شریفي چې اوسمهال د بيبيسي افغانستان څانګې مشر دی وايي چې دی د بودا مجسمې د ویجاړولو د امر له صادرېدو یوه اوونۍ مخکې په پټه بامیانو ته تللی و.
هغه وايي چې د حکم له صادرېدو د بودا تر بشپړ ویجاړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وخت ونیوه. ځکه داسې ښکارېده چې طالب ځواکونو په یوازې د دومره لویو مجسمو د الوځولواو په بشپړه توګه د له منځه وړلو تخنیکي وړتیا نه لرله.
له همدې امله دې مجسمې ته د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو او د له منځه وړلو لپاره یې د تخنیکي شرایطو برابرولو مسؤلیت له القاعدې سره تړلیو عرب جنګیالیو پر غاړه واخیست.
ښاغلی شریفي د سترګو لیدلي حال له مخې وایي: "عرب جنګیالیو د ویجاړلو د څرنګوالي انجنیري وکړه. د الوځولو لپاره یې تر ډېره د توپ سرګلولې وکارول شوې. نصب شوي توکي د کېبل/ تار له لارې له یوې تڼۍ یا بټنې سره داسې وصل شوي وو چې ټول توکي له یوه فشار سره چاودنه وکړي."
دی وايي چې هغه وخت القاعده شبکه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړې وه، او ډېر جنګیالي یې د کابل په شمال کې چې په "خط شمالي یا شمالي کرښه" مشهور و، د احمد شاه مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې ( شمالي ایتلاف) د ځواکونو پر وړاندې جنګېدل.
دا وخت د القاعدې مشر اسامه بن لادن په کندهار کې مېشت و.
شعیب شریفي وايي، له دې پېښې مخکې په بامیانو کې بهرني جنګیالي نه وو او ځینې یې د بودا مجسمو ویجاړولو او ځینې نور بیا د همدې پېښې د لیدلو لپاره بامیانو ته ورغلي وو.
"عرب جنګیالي د ویجاړولو، پاکستاني طالبان چې هغه وخت په پنجابیانو مشهور وو او ازبکستاني جنګیالي د پېښې لیدو لپاره د بامیان مرکز ته راغلي وو."
ښاغلی شریفي له ویجاړېدو د مخکې ورځو په اړه وايي:
"لومړی ځل چې ما د بودا مجسمې ولیدلې، ډېر ووېرېدلم. د یوه انسان په توګه چې مې کله دا لوی او عظیمالجثه جسمونه ولیدل چې لویې پښې او لاسونه لري، خپل ځان مې کوچنی احساس کړ."
د ده په وینا، ځینې طالب جنګیالي چې د حزب وحدت په مشرۍ د طالبانو له مخالفانو سره د جګړې لپاره تازه بامیانو ته راغلي وو، د جګړې لیکو ته له تګ مخکې به د بودا مجسمې لیدو ته راتلل:
"له ما به یې غوښتل چې راشه او د بامیانو د بوت مخې ته زموږ عکس واخله، سره له دې چې هغه وخت عکس اخیستل په کلکه منع وو."
د ښاغلي شریفي لخوا په ثبت شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې هغه وخت ځينې طالب وسله وال د لویې (صلصال) مجسمې پر لور د کلاشینکوفونو ډزې کوي.
"ښايي دا د یوې ډېرې لویې مجسمې پر وړاندې یو ډول د ځواک ښودنه وه."
دی وايي، تر هغه چې د بودا د ویجاړلو امر نه وو نه و صادر شوی، دا تندیسیونه په بامیان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دارې له لورې د تاریخي اثارو په توګه ساتل کېدل. د ښاغلي شریفي په خبره، له دې وړاندې یو ځل طالب ځواکونو د "شهمامه" په نوم په کوچنۍ مجسمې د توپ ګوزار کړی و خو په ورانه لګېدلې وه او جدي زیان نه و ورته رسېدلی.
معلومه نه ده چې له دې ګوزار موخه بودا ته زیان اړول و او که له همدې مجسمې پورته د مخالفو ځواکونو د پوستې په نښه کول.
"جاپاني خبریال د بودا پر ویجاړیو ځان ور وغورځاوه"
امیر شاه، یو خبریال چې په هغو کلونو کې یې د اسوشیټیډ پریس اژانس لپاره کار کاوه، د بودا له ویجاړېدو وروسته ورځو کې یې بامیان ته سفر کړی و. دی وايي چې ان د بودا د ویجاړولو پر ورځ د یونسکو یو پلاوی چې په کابل کې له طالبانو سره د بودا د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره په مذاکراتو بوخت وو، پر دې باور وو چې مجسمې به ویجاړې نه شي:
"د یونسکو یو پلاوی راغلی و. [د دوی په منځ کې د فرانسې او ایټالیا استازي هم وو]. په کابل کې یې د فرانسې سفیر او د بهرنیو چارو وزیر متوکل هم لیدلي وو. وکیل احمد متوکل ورته ویلي وو چې نن شپه خبرونه واورئ، هر څه به څرګند شي."
هماغه شپه راډیو د بودا مجسمو د له منځه تلو رپوټ ورکړ.
امیر شاه وايي چې له همدې پېښې یوه اوونۍ وروسته له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره یو ځای بامیان ته ولاړ او "جاپاني خبریال ځان د ویجاړو شویو بودا مجسمو پر ټوټو ور وغورځاوه."
د ده په خبره، په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې هم بامیان ته سفر کړی و، حزب وحدت د بودا مجسمې لاندې د "مهماتو ډیپو" جوړه کړې وه.
"بختور وم چې له ویجاړېدو مخکې مې بودا لیدلی و"
بریتانوۍ خبریاله کیټ کلارک چې له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۲ پورې په کابل کې د بيبيسي خبریاله وه او اوسمهال د "افغانستان د شنونکو شبکې" یوه مشره ده، د هغه وخت کیسه داسې کوي:
"زه بختوره وم چې د بودا مجسمو له ویجاړېدو څو میاشتې مخکې مې هغه ولیدې. له کابله مزار شریف ته د تګ پر مهال، موږ خپله لاره یو څه بدله کړه او د بامیانو له لارې ولاړو. هغه وخت بامیان نږدې یو پوځي ښار و او موږ ډاډه نه وو چې سیمهییز چارواکي به اجازه راکړي چې مجسمو ته نږدې ورشو. خو د بيبيسي موټرچلونکی محمد اغا چې دروند سړی و او سپینه ږیره یې لرله او ټولو حاجي باله، داسې سړی وو چې جګړه یې لیدلې وه. دی څو ځله له لومړیو لیکو تېر شوی و چې خبریالانو ته تدارکات او د مرکو زمینه برابره کړي. ده له وسله والو سره په چلند کې دومره وړتیا لرله چې وتوانېده دوی قانع کړي او موږ ته اجازه راکړي چې مجسمو ته نږدې ورشو. ډېرې عالي وې."
اغلې کلارک زیاتوي: "هغه وخت مو له ځان سره فکر کاوه چې څومره بختور یو چې د طالبانو د هغه وخت مشر، هغه قومندان چې بالاخره یې په ۱۹۹۸ کال کې بامیان ونیو، عبدالواحد د مجسمو له ویجاړولو منع کړ. ملا عمر ویلي وو چې دا اثار د افغانستان د میراث برخه ده او باید ساتنه یې وشي. طالبانو هغه وخت ځانونه له مجاهدینو سره پرتله کول، ویل یې چې مجاهدینو د کورنۍ جګړې پر مهال له کابل موزیم هر هغه څه لوټ او یووړل چې کولی یې شول. په داسې حال کې چې امارت ځان د ملي خزانو د ساتونکو په توګه باله."
د یونسکو د یوه راپور له مخې چې په ۲۰۲۰ کې خپور شو، ملا عمر د ۱۹۹۹ په جولای کې د تاریخي اثارو او د افغانستان لپاره د یوې مهمې عایداتي سرچینې په توګه د بودا مجمسمو د خوندي ساتلو په موخه فرمان صادر کړی و. خو وروسته یې په ۲۰۰۱ کال کې خپل نظر بدل کړ او د مجسمو د ویجاړولو امر یې ورکړ.
کیټ کلارک وايي: "خو د ۲۰۰۱ کال تر لومړیو د طالبانو د مشرتابه نظر بدل شوی و. د کلونو په اوږدو کې بېلا بېل وضاحتونه وړاندې شول: ځینو ویل چې له القاعدې سره تړلیو سخت دریځو چې له هر ډول تصویر او مجسمې سره مخالف وو، دوی قانع کړي وو؛ ځینو نورو بیا ویل چې طالبانو غوښتل د ملګرو ملتونو د بندیزونو په غبرګون کې د نړیوالو احساساتو ته زیان ورسوي."
"ډېر سخت ژمی و. د افغانستان بې وزله خلک نه یوازې له روانې کورنۍ جګړې سره لاس او ګرېوان و، د یوه نسل تر ټولو له سختې وچکالۍ سره هم مخامخ وو. د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ جګړې راهیسې د پلازمېنې دریمه برخه لا هم ویجاړه وه. ښځې کونډې شوې وې او ډېر ماشومان یتیمان پاتې وو. له دې ټولو سره، داسې ښکارېده چې امارت (د طالبانو حکومت) د نویو ویجاړیو په لټه کې دی. دوی د ۲۰۰۱ په جنورۍ میاشت کې د بامیانو په لوېدیځ یکاولنګ ولسوالۍ کې، د حزب وحدت لخوا د سیمو د نیولو او ورپسې د دغو سیمو له لاسه ورکولو غبرګون کې، ولسي وګړي ووژل. ژوندي پاتې کسانو ویل چې دوی د سون لرګیو په څېر په واورو کې جسدونه راټول کړل. او په بامیانو کې یې هم د دې لرغوني او بې بدیله پخواني اثر د ویجاړولو لپاره څو اوونۍ تېرې کړې."
"د مجسمو له ویجاړېدو سره د نړیوالو سخت غبرګون راوپارېد. خو له دې مخکې په یکاولنګ کې د ملکي وګړو وژنې د خبرونو په سرټکو کې ځای ونه نیو. د بيبيسي نړیوالې څانګې زما راپور خپور کړ، خو بيبيسي د بریتانیا مخاطبانو لپاره دا غوره وګڼله چې د هغه راپور پر ځای د لوېدیځ سټایل وېښتانو د بندیز په اړه راپور خپور کړي. هغه وخت خبري لومړیتوبونه همداسې وو."
"د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، ۲۵۰۰ بودايي اثار ویجاړ شول"
د افغانستان د ملي موزیم پخوانی رییس عمرا خان مسعود وايي چې د موزیم لویه برخه د بودایانو د دورې اثار وو، اودا چې د کوشانیانو دوره ډېره زرینه دوره وه. هغه بي بي سي ته وویل: "طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په موزیم کې د بودايي دورې شاوخوا۲۵۰۰ اثار له منځه یووړل او پاتې نورو ته یې ځکه زیان ونه شو رسولی چې د موزیم کارکوونکو پټ کړي وو."
په ۲۰۰۳ کال کې، د هغه مهال لنډ مهالې ادارې پر مهال یونسکو د بامیان دره د "د بامیان درې کلتوري منظره او د لرغون پېژندنې پاتې شونې" په نوم د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې ثبت کړه.
د یونسکو د هغه وخت مشر کویچیرو ماتسورا ویلي و چې د بامیانو د بودا مجسمو په ویجاړلو سره "طالبانو د کلتور پر وړاندې جرم کړی دی."
د بامیان بودا هغه وخت د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې نه وو ثبت شوي، خو د ده په وینا، "د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې د ثبت وړ و او له منځ وړل یې په حقیقت کې کلتوري جرم حسابېږي."
ولې بودا ونه رغول شو؟
د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته، کله چې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډ مهالې ادارې په لومړیو کې لرغرونپوهان بامیان ته ولاړل، د بودا د دوو لویو مجسمو خالي ځایونه او له همدې مجسمو د پاتې ډبرو کوړې یې وموندې چې له ناچاودو ځمکنیو ماینونو سره په سیمه کې پاتې دي.
خو یونسکو په ۲۰۱۱ کال کې، د مجسمو له ویجاړېدو لس کاله وروسته وویل چې د بیا رغونې لپاره یې پلان نه لري او زیاته یې کړه چې له پاتې شونیو یې دومره جغل او خاوره نه ده پاتې چې وتوانېږي بیا یې ورغوي.
په افغانستان کې د پخواني جمهوریت د دوو لسیزو پر مهال، د بېلا بېلو هېوادونو لرغونپوهانو د بودا د بیا رغونې په تړاو ارزونې کړې دي. یونسکو د جاپان او ایټالیا له لرغونپوهانو سره په ګډه پر دې کار کاوه چې د بامیانو د سمڅو او مغارو دننه پر دېوالونو د موندل شویو نقاشیو له مخې د دې ځای پاتې شونې خوندي کړي.
د افغانستان په پخواني دولت کې هم دا نظر دود شوی و چې د بودا د مجسمو ویجاړول ښايي د دې د تاریخ یوه برخه وبلل شي.
د طالبانو اوسنی حکومت وايي چې د افغانستان د تاریخي ابداتو او لرغونو اثارو ساتنه کوي او د بامیان درې د ساتنې لپاره یې یوه ځانګړې قطعه هم جوړه کړې ده.