یوناما: تېر کال ۶۱۳ افغانان د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې مړه او ژوبل شوي

د ملګرو ملتونو بیرغ پر ودانۍ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، UNAMA NEWS

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو تېر کې د پاکستان بریدونو کې د افغان ښځو او ماشومانو د زیان رپوټونه هم ورکړي وو.
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې ۲۰۲۵ ملکي افغانانو ته د پاکستان د بریدونو له اړخه په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو خونړی و.

یوناما نن (یکشنبه د فبرورۍ ۸مه) په یوه رپوټ کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځي ځواکونو لخوا بریدونو کې ۶۱۳ ملکي‌ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

یوناما وايي، د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې د ولسي افغانانو تر ټولو لوړه مرګژوبله یې د ۲۰۲۵ کال وروستیو درېیو میاشتو کې مستنده کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي له دې سره هممهاله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له پیله د ډسمبر تر وروستۍ نېټې موده کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت رپوټ هم خپور کړی، چې پر ښځو د محدودیتونو پر ډېرېدو سربېره پکې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو غړو د خلسرو وژنو او شکنجې او همدا راز د ښځو په ګډون د لسګونو کسانو د نیول کېدو، توقیف، بدني سزاګانو او ځینو نورو مواردو یادونه شوې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې یوناما په دې موده کې "د پخواني حکومت د چارواکو او افغان ملي دفاعي او امنیتي‌ ‌ځواکونو د لږترلږه ۱۴ غړو پر وژنې سربېره" د دوی د نیونې او توقیف ۲۸ او همدا راز د "شکنجې او ناوړه چلند لږترلږه ۷ پېښې" مستندې کړې دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌لله مجاهد دا نه مني چې د دغو پخوانیو پوځیانو وژل کېدو کې دې د دوی د ځواکونو لاس وي.

هغه زیاتوي چې دا ښايي د عامو خلکو لخوا د غچ‌ اخیستنې پېښې وي او دا چې دوی یې تېر کې عاملانو نیولي او محاکمه کړي دي.‌

رپوټ وايي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له اړخه د تېر زېږدیز کال وروستیو درېیو میاشتو کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت د کارکوونکو لخوا "د افغانان ښځو او سړیو د خپلسرو نیونو او توقیف ۵۲۰ پېښې او همدا راز د ناوړه چلند لږترلږه ۵۰ پېښې مستندې" شوې دي.

په دغه رپوټ کې د طالبانو حکومت لخوا د بدني سزاګانو یادونه هم شوې او یوناما وايي، د اکټوبر له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر ۳۱مې پورې یې په افغانستان کې د ۳۰ ښځو او یوې نجلۍ په ګډون ۲۸۷ کسانو یې ته د "قضايي‌ بدني سزاګانو" ورکړه مستنده کړې ده.

یوناما وايي، د طالبانو امر‌بالمعروف وزارت د دوی له نورو وزارتونو سره په ګډه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کول جاري ساتلي او په دې لړ کې د سړیو پر ږیرو، د ښځو پر حجاب، د محرم درلودلو شرط، د موسیقۍ پر نه غږولو، پر تلویزون د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو پر بندیز او همدا راز د جماعت پر لمانځه تمرکز شوی دی.

مېرمنې په څادرۍ کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت پر ښځو پلې کېدونکې تګلارې له اسلامي روایتونو د خپل تفسیر له مخې شرعي احکام ګڼي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې دا راپور ښيي چې د طالبانو حکومت پر ولس، په ځانګړې توګه پر ښځو فشار زیات کړی، داسې چې د ډسمبر له اوومې راهیسې یې په ټول هېواد کې په چورلټ ډول افغان ښځې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ورتګه منع کړې او همدا راز په نومبر میاشت کې هېڅ ښځینه زدکونکې ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د طب له زدکړو د فراغت (اېکزټ) ازموینه کې برخه واخلي.

د یادونې ده د طالبانو حکومت لخوا ښځې او نجونې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې له لوړو زدکړو منع شوې او د ۲۰۲۴ د ډسمبر له لومړیو راهیسې په روغتیايي موسسو کې هم له زدکړو راګرځول شوې دي.

ملګري ملتونه وايي،‌ د روغتیا په سکتور کې د ښځو محدودیت د هېواد د روغتیا سیستم راتلونکي ته جدي ګواښ دی.

د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځیانو بریدونو کې په افغانستان کې د اوښتې ملکي مرګژوبلې رپوټ په اړه وايي چې له "شته واقعیتونو سره ډېر اړخ" لګوي.‌

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدآلله فطرت بي‌بي‌سي ته په دې اړه استولي کلپ کې ویلي، تېر کال د پاکستان پوځ له لوري بریدونو کې د ښځو،‌ ماشومانو او یو شمېر ورزشکارانو په ګډون لسګونو ملکي ‌خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان بریدونو کې اوښتې مرګ‌ژوبلې

د پاکستان یوه پوځي شوبله لیدل کېږي چې جنډه پرې لګېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني پوځيانو پر ډېورنډ کرښه له ترنګلتیا وروسته ټولې لارې وتړلې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي وايي، د پاکستاني پوځیانو بریدونو کې افغان لوري ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې رپوټ یې د ملګرو ملتونو د ۲۶۲۶ پرېکړه لیک له مخې چمتو کړی دی.

دغه پرېکړه لیک یوناما مکلفوي چې "په ملي او محلي کچه له ټولو ښکېلو لورو، مدنې ټولنې او نړیوالو غېر دولتي بنسټونو سره د ټولو افغانانو د بشري‌ حقونو د ساتنې او ترویج لپاره ښکېلتیا ولري" د ملګرو ملتونو وضعیت وڅاري او راپور یې ورکړي.

دغه دفتر له ۲۰۱۱ کال راهیسې د پاکستان پوځ په بریدونو کې د ملکي ‌افغانانو تلفات مستند او شمېر یې شریکوي.

په دې موده کې له تېر کال ورهاخوا یوازې په ۲۰۲۰ - ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کالونو کې په دا ډول بریدونو کې د ملکي افغانانو د مرګژوبلې شمېر تر نورو کلونو لوړ (د ۱۱۶ او ۱۵۸ ترمنځ) ښودل شوی دی.

خو رپوټ کې راغلي، چې تېر کال یوازې د اکټوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې یوه اوونۍ کې د پاکستان د پوځ بریدونو کې ۴۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵۶ نور ژوبل شوي دي.

پاکستان د تېر کال د اکتوبر لومړیو کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د وسله‌والو د موجودیت ادعا له مخې د کابل هوايي حریم "نقض" او د پکتیکا برمل کې هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت د اکتوبر ۱۱مه دغه اقدام ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستونو او مرکزونو په همغږو بریدونو سره ځواب ووایه.‌

تر دغو پېښو وروسته د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو نورې خونړۍ نښتې هم وشوې، چې د دواړو خواو پر امنیتي کسانو سربېره پکې عامو خلکو ته هم د مرګژوبلې اوښتلو رپوټونه ورکړل شول.

د طالبانو حکومت پوځي موټرې لیدل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د تېر کال د اکټوبر پر ۱۱مه د پاکستان پر امنیتي چوڼیو د "غچ" بریدونه وکړل.

د یوناما د رپوټ له مخې په دې لړ کې ملکیانو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ د تېر اکتوبر ۱۵مه وه، چې په کندهار، خوست او پکتیکا کې د درنو وسلو د ډزو پر تبادلې ورهاخوا په سپین بولدک او کابل کې هوايي بریدونه هم وشول.

د یادونې ده چې په دغو بریدونو او نښتو کې د طالبانو حکومت نظامي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د هغوی شمېر د یوناما په دغه تازه رپوټ کې نه دی شامل شو.

په دغه راپور کې د ملکي مرګژوبلې په اړه ټولې شاملې ادعاوې د طالبانو له حکومت له چارواکو او همدارنګه د پاکستان له حکومت سره شریکې شوې دي.‌

د پاکستان حکومت لا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې په بیا بیا دا رد کړې چې په بریدونو کې دې یې ولسي خلک په نښه یا وژلي‌ وي.

.