تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوڅې کورنۍ: کراچۍ کې یې یو ځوان پولیسو "جعلي " عملیاتو کې وژلی
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي اردو- کراچۍ
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د بلوڅو لادرکه شویو کسانو کورنیو د کراچۍ ګولیمار سیمې د اوسېدونکي ځوان حمدان بلوچ "پولیسي مقابله" جعلي بللې او تور یې پورې کړی چې هغه له جبري بې درکه کېدو وروسته وژل شوی او اوس یې مړی کورنۍ ته نه سپارل کېږي.
د چهارشنبې پر ورځ د حمدان کورنۍ او ګڼ شمېر خلکو د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاج وکړ او وروسته یې یوې خبري غونډې ته وینا وکړه.
د کورنۍ په وینا، حمدان بلوچ د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۲۹مه د سي ټي ډي (CTD) ځواکونو لخوا د "دھوبي ګھاټ" پله ته نږدې پرته له کوم خبرداري ونیول شو او له هغې وروسته لادرکه شو. دوی وویل چې دا په څرګند ډول د جبري بې درکه کېدو پېښه وه.
له دې پېښې وروسته، د ۲۰۲۶ کال د جنوري پر ۶مه، سي ټي ډي په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې حمدان یې له "رئیس ګوټ" سیمې د یوې وسله والې ډلې سره د تړاو او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په تور نیولی دی.
د قربانیانو کورنیو وویل چې د سې شنبې پر ورځ د سي ټي ډي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول، حمدان بلوچ په یوه نښته کې وژل شوی او دا چې د خپلو ملګرو په ډزو لګېدلی دی. د هغه کورنۍ دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې په تېرو وختونو کې هم د دا ډول بیانونو له لارې د واقعیتونو پټولو هڅه شوې ده.
د سې شنبې پر ورځ د سند پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ادعا کړې وه چې په کراچۍ کې په یوه نښته کې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (BLA) د بشیر زیب ډلې څلور شکمن وسله وال وژل شوي دي.
د کورنۍ په وینا، هغوی د مړي پېژندنه کړې خو د ایدهي ادارې چارواکي وايي چې د سي ټي ډي له اجازې پرته مړی کورنۍ ته نشي سپارلی. کورنۍ وايي اړونده چارواکي په بېلابېلو پلمو دا چاره ځنډوي.
په خبري ناسته کې د بلوچ یکجهتي کمیټۍ مشرې فوزیه بلوچ وویل، هغوی به پر دې مسله غلي پاتې نشي. هغې زیاته کړه: "لومړی جبري بې درکه کول، بیا د ترهګرۍ تورونه او په پای کې څرګنده جعلي مقابله؛ دا ټول اقدامات له قانونه پورته ښکاري."
هغوی غوښتنه وکړه چې په دې پېښه کې د ښکېلو سي ټي ډي افسرانو او سرتېرو پر وړاندې دې مقدمه درج شي او د حمدان بلوچ د مړي دې عدلي طب کې شفافه معاینه وشي ترڅو حقیقت څرګند شي. احتجاجیاتو خبرداری ورکړ که غوښتنې یې ونه منل شي، د احتجاج لمن به نوره هم پراخه کړي.