ایا اسمان به تل نیلي پاتې شي؟

    • Author, کیتراین هیټووډ
    • دنده, بي بي سي - نړیواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د اسمان نیلي رنګ هغه څه دي چې موږ یې ډېر عادي ګڼو، خو د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې یې رنګ ښايي په ډراماتیک ډول بدل شوی وي او ساینسپوهان وایي، کېدای شي بیا هم بدل شي.

د برېتانیا ګرینویچ شاهي ستورپېژندنې مرکز د ساینس اړیکو مسوول، فین بورېج، وایي چې د ورځې پر مهال د اسمان نیلي ښکاره کېدل دوه اصلي لاملونه لري.

دی وايي: ''لومړی لمر دی. د لمر عادي رڼا سپینه وي، مانا دا چې د ژېړې زرغونې ټول رنګونه په کې شامل وي، سور، ژېړ، شین او اوبرنګ.''

دویم لامل د فضا (اتموسفیر) جوړښت دی. بورېج وایي، اسمان خورا زیات واړه ذرات لري، لکه نایټروجن، دغه راز اکسیجن او د اوبو بخار، چې رڼا په بېلابېلو لوریو خپروي.

نیلي رنګ د نورو ډېرو رنګونو پرتله لنډه څپه لري او ډېر خپرېږي، ځکه ټول اسمان په نیلي رنګ ډک ښکاري.

دې بهیر ته د ''رېلي خپرېدل'' ویل کېږي، چې د برېتانوي فزیکپوه لارډ رېلي په نوم نومول شوی، هغه چې دا مفکوره یې په ۱۸۷۰مو کلونو کې وړاندې کړه.

د لمر ختو او لوېدو پر مهال، د لمر رڼا باید د فضا له ډېرې برخې تېره شي، ځکه لمر په اسمان کې ټیټ وي.

په دې وخت کې نیلي رنګ دومره ډېر خپرېږي چې له موږ څخه بل لوري ته واوړي. نو هغه سور او نارنجي رنګونه چې لږ خپرېږي، زموږ سترګو ته رسېږي، او هماغه ښکلي اسماني رنګونه جوړوي چې موږ یې وینو.

نورې سیارې

بورېج وایي، د ځمکې روڼ نیلي اسمان په لمریز نظام کې بې ‌ساری دی.

که څه هم د مشتري په څېر ځینې سیارې داسې ګڼل کېږي چې د ځمکې په څېر لږ نیلي بخون اتموسفیر ولري، خو هغه خورا کمه ځلا او روڼوالی لري.

مشتري چې له لمره ډېر لېرې دی، ځکه یوازې شاوخوا ۴سلنه هغه لمرینه رڼا ترلاسه کوي چې موږ یې پر ځمکه اخلو. بورېج وايي: ''هلته هغه پراخ او ښکلی نیلي اسمان نه وي، لکه څنګه چې دلته پر ځمکه لیدل کېږي.''

په ځینو سیارو کې بیا وضعیت بشپړ توپیر لري.

مریخ ډېر نری اتموسفیر لري، نو د رېلي خپرېدل ډېر نه پېښېږي. د دې پر ځای د دوړو ډېر ذرات چې زموږ د اتموسفیر د نایټروجن او اکسیجن له ذراتو څخه لوی دي، رڼا په بېل ډول خپروي.

دې ته ''مي خپرېدل'' ویل کېږي، او پایله یې سور یا ژېړ رنګه اسمان وي، خو د لمر لوېدو پر مهال نیلي رنګ ښکاري.

ایا اسمان تل نیلي و؟

هغه نیلي اسمان چې موږ یې نن پر ځمکه وینو، د سیارې په اوږده تاریخ کې یو نسبتاً نوی بدلون دی.

که څه هم په پوره ډاډ سره نه شو ویلی چې پخوا اسمان څه ډول ښکارېده، خو ساینسپوهان اټکل کوي چې د هغه رنګ به د وخت په تېرېدو سره بدلېده، ځکه دا په دې پورې اړه لري چې هغه مهال اتموسفیر کې کوم ګازونه موجود وو.

شاوخوا ۴.۵ میلیارده کاله وړاندې، چې ځمکه جوړه شوه، د هغې سطحه تر ډېره 'سوځېدلې او خواره' وه. کله چې سیاره ورو ورو سړه شوه، یوه نظریه وایي چې لومړنی اتموسفیر تر ډېره د اورشیندونکو او نورو ځمکنیو فعالیتونو له ګازونو جوړ شوی و، لکه کاربن ډای اکسایډ او نایټروجن، او لږ مېتان، خو اکسیجن پکې خورا کم و.

د وخت په تېرېدو سره، پر ځمکه ژوند د لرغونو بکتریاوو په بڼه رامنځته شو، چې اتموسفیر ته یې ډېر مېتان ورزیات کړل. کله چې رڼا له دې مېتان سره ولګېده، هغه یې په لا پېچلو عضوي مرکباتو بدل کړ، چې په اسمان کې یې نارنجي لړې جوړولې، چې یو څه د لوګي په څېر وې.

یو لوی بدلون شاوخوا ۲.۴ میلیارده کاله مخکې رامنځته شو، چې ورته د ''اکسیجن زیاتوالي لویه پېښه'' ویل کېږي. هغه مهال لومړنیو ژویو، چې سیانوبکتریا بلل کېدل، د فوتوسنتېز بهیر پیل کړ، یعني د لمر رڼا یې په انرژۍ بدله کړه او په دې بهیر کې یې ډېر اکسیجن استخراج کړل.

اکسیجن ورو ورو په اتموسفیر کې په لوړه کچه راټولېدل او بالاخره یې د مېتان نارنجي لوخړې له منځه یوړې. کله چې زموږ د ننني اتموسفیر بڼه بشپړه شوه، اسمان هم هماغه نیلي رنګ خپل کړ چې نن یې وینو.

ایا اسمان به تل نیلي پاتې شي؟

په لنډ مهال کې، د ځمکې نیلي اسمان له منځه نه ځي. که څه هم ککړتیا، ځنګلي اورونه، اورشیندونکې چاودنې او د دوړو توپانونه کولی شي د لنډ وخت لپاره د اسمان رنګ بدل کړي، خو دا اغېز به موقت وي.

د بېلګې په توګه، په ۱۸۸۳م کال کې د اندونیزیا د کراکاتوا اورشیندونکې له سترې چاودنې وروسته، ډېره ښکلي سره لمرلوېدنه یا غروب ولیدل شو، ان نیلي رنګه لمرلوېدنه او اوبرنګه سپوږمۍ هم ولیدل شوه. باور دا دی چې دا بدلونونه د اتموسفیر په دننه کې د سلفېټو او ایرو د ذراتو له امله وو، چې رڼا یې زموږ له عادي حالته په بل ډول خپروله.

ډاکټره کلېر رایډر، چې د برېتانیا رېډینګ پوهنتون کې د فضاپوهنې مرستیاله استاده ده، وایي چې د ایروسولونو یعنی په اتموسفیر کې کلکو یا نیمه‌ کلکو ذراتو ټولیز رنګي اغېز د هغوی په نسبي کچو پورې تړاو لري.

هغه وایي: ''موږ ډېر پیاوړي رنګي بدلونونه، په ځانګړي ډول د لمر لوېدو پر مهال، هغه وخت وینو چې د ایروسول ذرات ټول نژدې یوه اندازه وي''، ځکه په دې صورت کې هغوی رڼا په یو شان ډول خپروي او اغېز یې پیاوړی کېږي.

دا زیاتوي: ''کله چې د ذرو بېلابېلې اندازې شته، نو هره ذره به د مختلفو څپو سره په بېلابېلو ډولونو عمل وکړي او د رنګونو یوه ګډوله به جوړه کړي.''

که دا ټول په یو وخت کې پېښ شي، نو دوی کولای شي یو ډول ''سپینه یا نسواري ورېځ'' رامنځته کړي. دا کله نا کله د اورشیندو یا دوړو توپانونو سره پېښیږي، دغه راز د هوا ککړتیا له امله هم کېږي.

هغه وايي، د هوا د رنګ په بدلیدو کې د اقلیم د بدلون اغېز هم باید په پام کې ونیول شي: ''موږ به د تودوخې له زیاتیدو سره د فضا په طبقه کې نور بخارات هم زیات کړو، چې دا بیا د ذرو د پړسوب لامل ګرځي، د رڼا خپرولو وړتیا زیاتوي او د اسمان سپینېدو اغېز رامنځته کوي.''

نوموړې زیاته کړه: ''برعکس، که په راتلونکي کې د ککړتیا خپرېدل کم شي، نو ښايي اسمان لا پسې نیلي شي.''

خو ټول دغه بدلونونه ښايي په 'ستورپیژندیز' وخت کې ډېر اهمیت ونه لري.

یو میلیارد کاله

بورېج وايي، د اسمان د رنګ دایمي بدلون لپاره موږ باید د فضا په ترکیب کې لوی بدلون رامنځته کړو.

هغه زیاتوي: ''د داسې کچې کوم بدلون په لنډ مهال کې نه رامنځته کېږي، که موږ ناورین ونه کړو او یا د یوه لوی ستوري یا مېټیور لخوا ووهل شو، چې دا ډېر احتمال نه لري.''

هغه اټکل کوي چې، مخکې له دې چې اسمان نیلي پاتې نه شي، موږ لږ تر لږه یو میلیارد کاله وخت لرو.

بورېج وايي، هغسې چې لمر زړېږي، په تدريجي ډول به روښانه شي. شاوخوا یو میلیارد کاله وروسته به دا د نن پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیاته رڼا خپره کړي.

هغه وایي: ''دا به ځمکه ګرموي، د فضا له طبقه کاربن ډای اکسایډ لېرې کوي، او بالاخره به سمندرونه د اوبو ایشوول پیل کړي.''

دی فکر کوي چې دا ښايي په فضا کې لوی مقدار اکسیجن خوشي کړي او ان د یوې لنډې مودې لپاره به اسمان لا پسې نیلي کړي.

خو کله چې هغه اکسیجن ختم شي، بورېج وايي، اسمان به بدل شي او ''سپین، ژېړ، ډېر ګرم، د وینس په څېر فضا'' به شي.

په لا نور اوږد مهال کې، شاوخوا پنځه میلیارده کاله وروسته به لمر خپل سون توکي ختمول پیل کړي او د یو لوی سور ستوري په توګه به پراخېږي.

بورېج وايي: ''هغسې چې د ځمکې وخت پای ته رسېږي، لومړۍ ماده به له لاسه ورکړو، چې د لمر نیلي رڼا وه.''

هغه زیاتوي: ''کله چې لمر مړه کېدل پیل کړي او په ډېر سور، ډېر لوی ستوري بدل شي، هره هغه فضا به چې د ځمکې پر سر پاتې وي، سور رنګ ولري.''

دی زیاتوي: ''هلته به نور ژوند پاتې نه وي چې دا وګوري. هیله ده انسانان به لا دمخه نورو ستورو ته تللي وي چې بل نیلي اسمان ومومي.''