"له لیلې دښتې د کابل تر فتحې": د القاعدې او طالبانو پخوانۍ ژورې اړیکې ته کتنه

"له لیلي دښتې د کابل تر فتحې" د هند په نیمه وچه کې د القاعدې یوه تازه تبلیغاتي ویډیو خپره شوې ده.

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، "له لیلي دښتې د کابل تر فتحې" د هند په نیمه وچه کې د القاعدې یوه تازه تبلیغاتي ویډیو خپره شوې ده.
    • Author, علي حسیني
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۱۴ دقیقې

"یو وسله وال کس پر ځمکه د پرتې جنازې ترشا سنګر نیولی. مړی یې په پټو پوښلی، خو له یوې څنډې یې یوازې د پښو تلې ښکاري."

دا د هغې جګړې د یوې برخې تصویر دی چې د "جنګي کلا" په نوم مشهوره ده. دې جګړه کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ طالب ضد ټلوالې په شمال کې د طالبانو او القاعدې وروستۍ ډلګۍ وځپلې. ښاغلی دوستم د طالب ضد ګوندونو د مشرانو له ډلې یو چې د دوی د اتحادي ګوندونو ټولګه د "شمال ټلوالې" په نوم پېژند کېږي.

په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو شاوخوا دوه میاشتې او پر افغانستان د امریکا له برید پنځوس ورځې وروسته په لیلې دښته کې د رپوټونو له مخې د القاعدې په ملتیا د طالب جنګیالیو او شمالي ټلوالې ترمنځ جګړه شوه چې، په پایله کې یې د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي ووژل شول. وروسته په همدې کلا کې په ډله ییزه توګه خښ کړل شول چې له همدې امله له کلونو راهیسې دا سیمه په افغانستان کې د طالبانو د واک د پای د وروستۍ مورچلې په توګه پېژندل کېده.

د جنګي کلا د جګړې یوه پخوانۍ ویډیو چې دې وروستیو کې د "هند په نیمه وچه کې القاعدې" خپره کړې، پکې ښکاري چې د عبدالرشید دوستم د جنګیالیو له ډلې یو کس د کمرې مخې ته ولاړ دی او وايي: "دوښمن ختم شو، ټول یې له منځه یوړل شول. طالبان ختم." د ویډیو په پای کې دا وروستۍ جمله بیا ویل کېږي: "طالبان ختم شول."

له دې تصویرونو وروسته چې د طالبانو او القاعدې جنګیالي د طالبانو ضد ځواکونو په ولکه کې ښيي، د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو او القاعدې وسله والو جګړې ته ورځي. ورپسې د وسله والو طالبانو هغه تصویرونه ښکاري چې په ارګ کې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د مېز تر شا ناست او ولاړ دي.

ابو یحیی اللیبی د ابو شیث اللیبی له جنازې سره ناست دی.

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، ابو یحیی اللیبي، له ایمن الظواهري وروسته د القاعدې دوهم مهم غړی، د ابو شیث اللیبي له مړي سره ولاړ دی؛ ابو شیث د القاعدې له وژل شویو غړو څخه و. ابو یحیی اللیبي هم لږ وخت وروسته ووژل شو

"د هند په نیمه وچه کې القاعده" د ۱۳۹۳ کال د وږي میاشت کې د القاعدې مرکزي ډلې د مشر ایمن الظواهري لخوا اعلان شوه، چې موخه یې د "اسلامي شریعت" پلي کېدل بلل شوي وو. د دې ډلې د فعالیت ساحه هند، بنګله دېش، پاکستان، بوتان، نېپال، سريلنکا او برما یاده شوې وه، خو تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعاله وه.

د "هند په نیمه وچه کې د القاعده الجهاد" د تشکیلاتو د اعلان پر مهال ایمن الظواهري وویل، له دوو کلونو هڅو وروسته دا ډله د بېلا بېلو وسله والو ډلو د همغږي کولو پایله کې رامنځته شوې ده.

په هغه شپږ دقیقې ویډیويو کې چې "السحاب" د القاعده د جنوبي اسیا رسنیزې څانګې خپره کړې، د القاعدې د یو شمېر قومندانانو نا لیدل شوي تصویرونه پکې ښکاري. په دغو کسانو کې منصور شامي، ابو یحیی اللیبي، ابو حمزه مالدیوي او همدارنګه د هند په نیمه ‌وچه کې د القاعده د قومندانانو تصویرونه شامل دي؛ لکه عاصم عمر سنبلي، اسامه ابراهیم غوري، قاري عمران او فاروق احمد. په ویډیو کې د افغان طالبانو د یو شمېر قومندانانو انځورونه هم لیدل کېږي. لکه ملا دادالله او عبدالمنان (د طالبانو له لوري د هلمند نومول شوی والي) او همدارنګه د پاکستاني طالبانو د مشرانو لکه ولي‌الرحمن محسود او نصرالله محسود انځورونه هم پکې شامل دي.

په دې تصویرونو کې په افغانستان او پاکستان کې د القاعده ډلې د مشرانو پراخ شتون په څرګند ډول جوتېږي. د بېلګې په توګه د خپرې شوې ویډیو په یوه څنډه کې له ایمن الظواهري وروسته دالقاعدې د دویمې درجې غړی ابو یحیی اللیبي د القاعدې ډلې د وژل شوي غړي ابو شیث اللیبي د جنازې خواته لیدل کېږي. بله برخه کې د القاعدې د مشرانو له ډلې منصور شامي د دې ډلې د وژل شوي مشر عبدالله سعید د جنازې خواته تر سترګو کېږي. عبدالله سعید د اسامه بن لادن د خپلوانو له ډلې هم و. دا یاد شوي کسان، ټول د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې په بېلابېلو پېښو او کلونو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د دې ویډیو پر بنسټ باور دا دی چې دا ټولې یادې ډلې لکه القاعده او د جنوبي اسیا څانګه یې د طالبانو له غورځنګ سره (په افغانستان او پاکستان کې) یو ډول ایډیالوژیک یا فکري ورته والی لري چې همدا د دې لامل شوی دی، د یادو ډلو قومندانان او جنګیالي یې د جګړې په ډګرونو کې اوږه په اوږه سره ودرېږي.

خو د اختلاف ځای یې جغرافیايي فعالیتونه دي. داسې مهال چې القاعده د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت یا حضور لري، خو د طالبانو حکومت ځان یوازې په افغانستان پورې محدود ګڼي او وايي د خپل هېواد له پولو هاخوا فعالیت یې د تګلارې برخه نه ده.

منصور شامي، د القاعدې له مشرانو دی چې، د عبدالله سعید د جنازې تر څنګ ناست دی. عبدالله سعید د القاعدې له مشرانو او د اسامه بن لادن له نږدې کسانو څخه و، چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، منصور شامي، د القاعدې له مشرانو دی چې، د عبدالله سعید د جنازې تر څنګ ناست دی. عبدالله سعید د القاعدې له مشرانو او د اسامه بن لادن له نږدې کسانو څخه و، چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د القاعدې له لوري د هند په لویه وچه کې خپرې شوې ویډیو ته په کتو په څرګنده توګه ښکاري چې د دې وسله‌والې ډلې او د طالبانو ترمنځ نږدې دوه نيمې لسیزې په یوه ډول ژورې اړیکې وې، سره له دې چې طالبان په رسمي ډول له بهرنیو وسله والو ډلو سره اړیکې ردوي.

د شمال ټلوالې او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال تل د طالب مشرانو جدي ټینګار دا و چې که د افغانستان په هره سیمه کې وسله وال فعالیت کېږي، ټولې چارې یې باید د دوی د تشکیلاتو تر کنټرول لاندې وي. په ځینو هغو سیمو کې چې یو شمېر افغان وسله والو له القاعده او یا نورو ډلو سره همکاري لرله، د خپلسریو په تور د طالبانو له لیکو بهر شوي او له ځینو یې وسلې اخیستل شوې دي.

ویل کېږي د طالبانو د ډلې یو مهم غړی، منصور دادالله چې د دې ډلې د یوه پیاوړي قومندان ملا دادالله ورور و، له القاعده او نورو بهرنیو ډلو سره یې اړیکې نیولې وې. دی د ۱۳۹۴ کال د لړم یا عقرب په ۲۰مه، هغه وخت چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر و، د زابل ولایت په خاک افغان کې د طالب وسله والو له لورې ووژل شو. طالبانو دی په بغاوت او له خپلو لیکو څخه په سرغړونې تورن کړی و.

د طالبانو په رسمي دریځ کې ټینګار کېده چې د بهرنیو جنګیالیو ملاتړ ته اړتیا نه لري. په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په هوکړه لیک کې یو مهم ټکی دا و چې طالبان به خپلو غړو او د القاعدې په ګډون نورو کسانو او یا ډلو ته د دې اجازه نه ورکوي چې د امریکا او ملګرو پر ضد یې د افغانستان خاوره وکاروي.

خو په تېر کې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې پر مهال القاعدې په واضح ډول په افغانستان کې د فعالیت پخلی کړی دی. د بېلګې په توګه، خپله د هند په لویه وچه کې القاعده ادعا کوي، "قاري عمران" چې د دې ډلې د افغانستان د برخې مسئول و، په یو شمېر ولایتونو لکه لوګر او غزني کې د ځانمرګو بریدونو طراح او پلان جوړوونکی و.

اسامه محمود د دې ډلې اوسنی مشر دی او د هغه مرستیال عاطف یحیی غوري نومېږي. دواړه د امریکا د "نړیوالو ترهګرو" په لېست کې شامل دي.

دا معلومه نه ده چې اسامه محمود دا مهال چېرې دی، خو هغه د ۱۳۹۸ کال په جوزا میاشت کې په هغه بیان کې چې د ذاکر موسی، د القاعدې اړوند د "انصار غزوه الهند" ډلې بنسټګر، د وژل کېدو له امله خپور شوی و، ویلي وو: "د ورور ذاکر موسی د شهادت دا غمجن خبر زموږ زړونه دلته په افغانستان کې له غمه ډک کړي دي."

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیاکتنې ډلګۍ وروستي راپور کې راغلي: "د هند په نیمه وچه کې القاعده د افغانستان په په جنوب ختیځ کې فعاله ده، هغه سیمه چې د حقاني شبکه پکې د پام وړ نفوذ لري. د راپورونو له مخې اسامه محمود "امیر" او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې دي او د دې ډلې د رسنیو څانګه په هرات کې ده."

د اسامه محمود تصویر چې خپ (بلر) شوی او د عاطف یحیی غوري تصویر چې مخ یې پوښلی دی.
د عکس تشریح، اوس مهال اسامه محمود د "هند په نیمه وچه کې د القاعده" مشر دی او عاطف یحیی غوري یې مرستیال دی.

هغه کسان چې سانسور نه وو، وژل شوي

په ۱۳۹۰ کال د کوچني اختر په ورځ شاوخوا ۲۰ وسله وال چې ځینې یې وروسته د هند نیمې وچې القاعدې ډلې مهم غړي شول، د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې په یوه کوچنۍ خونه کې د اختریزې لیدنې لپاره راټول شوي وو. د دې لیدنې په یوه برخه کې ځینو یې د بخار دېګ له غږ سره چې شوروا یې پخوله او د ګاډو او موټرسایکلو غږونه هم اورېدل کېدل، مذهبي ترانې ووېلې. په دې کې عاصم عمر سنبلي او احمد فاروق هم شامل وو. دا دواړه وروسته بیا د هند د نیمې وچې د القاعده ډلې مشر او مرستیال شول. په دې خونه کې د ګډونوالو له ډلې ۹ تنه یې په افغانستان او پاکستان کې ووژل شول.

د هند په نیمه وچه کې د القاعده وسله‌والو د څو کسیزې غونډې هر عکس (له جوړېدو مخکې او وروسته)، کم تر کمه دوه ګډ ټکي لري؛ یو دا چې په منځ کې یې حتما داسې کسان لیدل کېږي چې وروسته وژل شوي، او بل دا چې پاکستان کې د القاعده او د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د غړو ډېرې غونډې چې تصویرونه یې اخیستل شوي دي، خامخا داسې کسان پکې موندلی شئ چې په افغانستان کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.

د بېلګې په توګه، په ۱۳۹۳ کال کې د شمالي وزیرستان په یوه سیمه کې او په یوه خونه کې د سپینې تختې څنګ ته احمد فاروق (راجا محمد سلمان)، ایډیولوګ او د هند نیمې وچې د القاعده د دعوت مسؤل و (وروسته د همدې ډلې مرستیال شو)، شپږو بنګله دېشي وسله والو ته ایډیالوژیک او فکري درسونه ورکوي.

له احمد فاروق او سلیمان (اصلي نوم یې عاشق الرحمن) پرته چې په شمالي وزیرستان کې ووژل شول، په همدې خونه کې د قومندان طارق (اصلي نوم سهیل)، ابو ابراهیم (سیف الاسلام حسن)، یعقوب (صدام حسین)، انور (ناظم الدین) او صدیق (میمون حاسب مناج) په ګډون ټول شته کسان یو کال وروسته د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې له امریکايي ځواکونو سره جګړه کې ووژل شول.

یا په یوه بله قضیه کې په یوه زرغونه قبایلي سیمه کې د القاعده وسله والو د یوې غونډې په اخیستل شویو عکسونو کې د شاوخوا ۲۰ حاضرو کسانو له ډلې ۹ تنه یې وژل شوي دي. د دوی درې تنه د سعدالله (اصلي نوم بلال بټ)، عثمان (اسدالله) او عبدالاحد په پکتیکا کې (دوه کسان) او کندهار کې بې پیلوټه الوتکې برید او له امریکايي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي دي.

په پورته ذکر شویو مواردو کې چې د هند په نیمه وچه کې القاعده یې ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړي، د ځینو مخونه خپ (بلر) او سانسور شوي دي، خو د ځینو نورو څېرې څرګندې دي او معلومه ده چې وژل شوي دي.

د پاکستان په شمالي وزیریستان سیمه کې د هند نیمې وچې القاعدې سره تړلي یو شمېر وسله وال؛ د هغو چې مخونه یې خپ (بلر) نه دي، په دې معنی دي چې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، د پاکستان په شمالي وزیریستان سیمه کې د هند نیمې وچې القاعدې سره تړلي یو شمېر وسله وال؛ د هغو چې مخونه یې خپ (بلر) نه دي، په دې معنی دي چې وژل شوي دي.

له طالبانو سره د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې خواخوږي

د طالبانو حکومت خلاف چې تل یې په اعلان کړو ګامونو کې هڅه کړې چې ځان القاعده شبکې ته نږدې ونه ښيي، د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې له هر فرصت ګټه پورته کړې چې د طالبانو ډلې او بیا د طالبانو حکومت ته خپل درناوی او وفاداري څرګنده کړي.

کله چې طالبانو د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۱۳ د پخواني جهادي مشر او د طالبانو په لیکو کې د لوړ پوړي چارواکي جلال الدین حقاني د مړینې خبر ورکړ، نو " القاعده بَرّ صغیر" د ښاغلي حقاني د شخصیت ستاینې اعلامیه خپره کړه او هبت الله اخوندزاده، د حقاني کورنۍ او د هغه زوی سراج الدین حقاني او د ده "پخواني ملګري" ایمن الظواهري ته یې تسلیت ووایه.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې، کابل ته د طالبانو له بیا ننوتلو او د "جمهوریت" له نسکورېدو څلور ورځې وروسته، القاعده شبکې د طالبانو لخوا "د کابل فتحې" په اړه هبت الله اخوندزاده، ملا عبدالغني برادر، سراج الدین حقاني او محمد یعقوب مجاهد ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.

کله چې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش خراسان څانګې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا په خپل وزارت کې ووژل شو، نو په سبا یې د هند نیمه وچې القاعده په یوه اعلامیه کې سخته "خواشني" څرګنده کړه او پر داعش یې کلکې نیوکې وکړې.

د هند نیمې وچې د القاعده مهو غړو عاصم سنبلي، محمد حنیف، عمران علي صدیقي او اسامه ابراهیم غوري عکسونه چې افغانستان کې وژل شوي دي.
د عکس تشریح، په افغانستان کې د هند نیمې وچې القاعده ډلې وژل شوي غړي چې معلومات د هغوی اړوندو رسنیو خپاره کړي.

په افغانستان کې د هند نیمې وچې القاعده ډلې وژل شوي غړي

د هند نیمه وچې القاعده لومړنی مشر عاصم عمر سنبلي (اصلي نوم ثنا‌ءالحق) په افغانستان کې ووژل شو. دی د هند اوتراپرادش ایالت په سُنبل سیمه کې زېږېدلی و. د هند نیمه وچې د القاعدې ډلې له مشرۍ مخکې د پاکستان د طالبانو تحریک غړی او له هغه مخکې، د "الجهاد الاسلامي حرکت" غړی و چې په سیمه کې یې د هند پر وړاندې د کشمیر مسلې پر سره جګړه وه.

عاصم عمر د ۱۳۹۸ کال د میزان په لومړۍ نېټه د هلمند په موسی‌کلا ولسوالۍ کې ووژل شو.

دا چې زېږېدلی په یوه هېواد کې وي، په دویم هېواد کې یې په جګړو کې برخه اخیستې وي او په دریم هېواد کې وژل شوی وي، د ډېرو وسلواله کیسه ده چې د نړۍ له بېلا بېلو سیمو افغانستان، پاکستان او سیمې ته تللي وي. په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ادعا وکړه چې د هند نیمه وچې د القاعده مرستیال محمد حنیف یې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې وژلی دی. محمد حنیف چې په ضرار مشهور و، په اصل کې د پاکستان د ناظم‌اباد سیمې اوسېدونکی و.

دی په لومړیو کې د "المجاهدین" ډلې غړی و، هغه ډله چې په سر کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې جنګېدله او وروسته یې فعالیتونه کشمیر او د هند پر ضد وغځول. محمد حنیف په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته له دې ډلې ځان جلا کړ او د "المجاهدین العالمي حرکت" په نوم یې ډله جوړه کړه.

په ۱۳۸۲ کال کې محمد حنیف، عمران علي صدیقي او څو نور ملګري یې د پاکستان د هغه وخت په ولسمشر پرویز مشرف د برید په تور ونیول شول او په ۸ کاله بند محکوم شول.

په ۱۳۹۰ کال کې د سند ایالت سترې محکمې د محمد حنیف او عمران صدیقي د ازادېدو حکم صادر کړ. دوی له زندانه له ازادېدو سره وزیرستان ته لاړل او هلته د القاعده شبکې په مهمو مشرانو بدل شول.

د هند نیمه وچې القاعدې ډلې د مشرتابه غړی "حاجي ولي‌الله" چې اصلي نوم یې عمران علي صدیقي و، په افغانستان کې ووژل شو. هغه دغه راز د دې ډلې نظامي مسؤلیت پر غاړه درلود. عمران صدیقي د هند نیمه وچې القاعده ډلې د تشکیل له اعلان کېدو یوه میاشت وروسته له دوو نورو پاکستانیانو سره یو ځای د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ووژل شو.

په افغانستان کې د هند نیمه وچې القاعده یو بل مهم وژل شوی غړی اسامه ابراهیم غوري وو. دی په اسلام اباد کې زېږېدلی و او د السحاب په نوم په اردو ژبې د خپرېدونکې مجلې (د القاعدې مجله) بنسټګر او دغه راز د هند په نیمه وچه کې د السحاب مجلې مسؤل و. د هند نیمه وچې القاعدې د مشرتابه شورا دا غړی د ۱۳۹۵ د وږي پر ۲۴مه د افغانستان په زابل ولایت کې ووژل شو.

د هند په نیمه وچه کې د القاعده مسؤل "قاري عمران" له یوه ځانمرګي بریدګر سره په ګاډی کې ناست دی او هغه ته د چاودېدونکو توکو د چاودلو څرنګوالي تشریح کوي

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، ښي اړخ ته "قاري عمران"، د هند په نیمه وچه کې د القاعده مسؤل، ځانمرګي برید ته د یوه کس د چمتو کولو پر مهال

د هند نیمه وچې القاعدې ډلې یوه مهم وسله وال چې له افغانستان بهر ووژل شو، خو له افغانستان سره بې اړیکې نه و، "قاري عمران" دی. دی د هند په نیمه وچه کې د القاعده ډلې د افغانستان برخې مسؤل و. قاري عمران چې اصلي نوم یې عبیدالله و د ۱۳۹۳ کال په وروستیو کې په وزیرستان کې ووژل شو. هغه ویډیوګانې چې د هند نیمه وچه کې د القاعده ډلې د هغه له وژل کېدو وروسته خپرې کړې، د القاعده وسله والو د نظامي روزنې په برخه او دغه راز د همدې ډلې د عملیاتو په طرحه کولو کې د ده لوی او مهم رول ښيي.

د دغو ویډيوګانو له ډلې په یوه کې چې د هند نیمه وچې القاعدې خپره کړې، قاري عمران د همدې ډلې یو شمېر جنګیالیو ته وايي: "د هر راکټ (ار‌پي‌جي) له ویشتلو وروسته خپل موقیعت/ ځای بدل کړئ. کله چې راکټ وولئ، لوګی ستاسې ځای معلوموي. له ځنډ پرته خپل ځای بدل کړئ."

ده هغه ډول چې خپله یې ویلي دي، د القاعدې له بنسټګر اسامه بن لادن سره یې په کندهار کې بیعت کړی او له هغه وروسته یې له ایمن الظواهري سره بیعت تازه کړی دی. که څه هم عمران په وزیرستان کې ووژل شو، خو د فعالیتونو لویه برخه یې په افغانستان کې وه.

د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د مشرانو له منځه راجا محمد سلمان چې د "استاد احمد فاروق" په جنګي نوم پېژندل کېده، د دې ډلې لپاره یې د ځواکونو په جذب او روزونه کې لویه ونډه لرله. دی په لومړیو کې د هند نیمه وچه کې د القاعده ډلې لپاره د ځواکونو د جذب مسؤل و او وروسته د همدې ډلې مرستیال شو. که هغه ایډیولوژیک ټولګي ته ور وګرځو چې په ۱۳۹۳ کال کې یې جوړ کړی و، د بېلګې په توګه د شپږو بنګله دېشي کسانو له ډلې چې د ده درسونو ته ناست وو، پنځه تنه یې په افغانستان کې ووژل شول.

د هند نیمه وچې القاعده ډلې مسؤل قاري عمران د همدې ډلې یو شمېر وسله والو ته د روزنې ورکولو پر مهال. او په ښکتني عکس کې: "استاد فاروق احمد" د القاعدې وسله والو ته د اعتقادي زدکړو ورکولو پر مهال

د عکس سرچینه، AQIS

د عکس تشریح، پورته عکس له چپ اړخه دویم کس: "قاري عمران" د القاعدې ډلې وسله والو ته د روزنې ورکولو پر مهالښکتنی عکس: "استاد فاروق احمد" د القاعدې وسله والو ته د اعتقادي زدکړو ورکولو پر مهال

هغه ډول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ورکړی: "د غړو هېوادونو لخوا ارزونه ښيي چې په افغانستان کې القاعده د خپلو محدودو سرچینو او په جوړښت کې د پام وړ کمښت له امله د سیمې هېوادونو ته سم لاسي ګواښ نه حسابېږي.

په افغانستان کې د القاعده شتون په ټولیزه توګه د هغو عرب جنګیالیو جوړښت دی چې په تېرو وختونو کې له طالبانو سره په ګډه جنګېدلي دي. دا کسان په شپږو ولایتونو، غزني، هلمند، کندهار، کونړ، ارزګان او زابل کې خواره شوي دي."

د طالبانو حکومت ټینګار پر دې دی چې هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي چې رپوټونه ښيي، په افغانستان کې له القاعدې سره تړلي څو روزنیز مرکزونه شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې چې پر ایکس (خواله رسنۍ) کې یې خپور کړ، د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د ارزونې په ځواب کې یې ولیکل چې "ځينې هېوادونه له تشې [په غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازي له نه شتون] ګټه پورته کوي او د افغانستان د امنیت په اړه "پروپاګنډ" کوي او اندېښنې راپورته کوي. موږ ډاډ څرګندوو چې افغانستان خوندي دی، دلته هېڅ بهرنۍ یا خپلسرې ډلې نشته."

خو د هند په نیمه وچه کې د القاعدې تبلیغاتي ويډیو ښيي چې له افغانستان سره د دې ډلې ریښې تړلې دي چې د دوی د اړیکو اوس او راتلونکی به د تاریخي اړیکو له اغېزو په څنډه نه وي.