تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر کې ایسارو افغانانو ته د امریکا وړاندیز: "کانګو ته لاړ شئ یا بېرته افغانستان ته"
هغه بنسټ چې له افغانستانه د یو شمېر وتلو هغو افغانانو ملاتړ کوي چې له امریکايي پوځيانو سره یې همکاري او کار کړی، د شنبې پر ورځ (د اپرېل ۲۱مه) اعلان وکړ چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا غواړي افغان کډوال له قطره د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
د افغان اِیواک په نوم دغه بنسټ چې په امریکا کې مېشت دی او په داوطلبانه ډول د امریکا له پخوانیو افغان ملګرو سره مرسته کوي، ویلي چې امریکا غواړي دغو کسانو ته "د جګړه ځپلي هېواد کانګو ته د تللو یا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو ترمنځ د غوراوي حق ورکړي."
یوه مېرمن چې له خپلو ماشومانو سره څلور کاله وړاندې امریکا ته د تللو په هیله د قطر دغه پنډغالي ته لېږدول شوې، په یوه مرکه کې ویلي چې بې برخلیکه حالت په دغه کمپ کې دوی او په لسګونو نورې کورنۍ ناهیلې کړې دي.
د ډونلډ ټرمپ حکومت، چې د کډوالو پر وړاندې یې سختدریځه تګلاره خپله کړې، د مارچ پر ۳۱مه د هغه پنډغالي د تړلو لپاره وروستۍ نېته ټاکلې وه، چې په کې د قطر په یوې پخوانۍ امریکايۍ اډه کې تر ۱۱۰۰ ډېر افغانان امریکا ته د تګ په تمه اوسي.