ژوندۍ پاڼه, پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه؛ "څلور قربانیان لا هم تري تم دي"

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وايي د افغانستان ختیځ ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو جګړه پیل کړې وه چې وروسته پای ته ورسېده، د دې ولایت د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ سیمې اوسېدونکي وايي، له دوو شپو او ورځو تېرېدو وروسته لا هم د پاکستان وروستي هوايي برید پایله کې د څلورو وژل شویو ولسي وګړو د جسدونو په موندلو نه دي توانېدلي.

لنډیز

  • د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې
  • یوناما ويلي په افغانستان کې یې د پاکستان په بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې "کره" رپوټونه ترلاسه کړي
  • د طالبانو حکومت وایي د پاکستان د وروستیو بریدونو قربانیانو کې ۹ زدکوونکي دي
  • چارواکو ویلي دغو بریدونو کې د ۳ نجونو په ګډون ۸ زدکوونکي وژل شوي او یو ژوبل دي
  • په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي د دغو ‌بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته "رسمي شکایت" سپارلی دی
  • پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د "ترهګرو پټنځايونه" په نښه کړي دي
  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي د ښځو او ماشومانو په ګدون لسګونو "ملکي کسانو" ته مرګژوبله اوښتې ده
  • د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، په "مناسب وخت" کې به "حساب شوی" ځواب ورکړي.
  • د ننګرهار په بهسودو کې پر يوه کور برید کې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۸ تنه وژل شوي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پاکستان وایي پر ډیورنډ کرښه دوه سیمو کې پرې بریدونه شوي

    د پاکستان د لومړي وزیر یوه ویاند مشرف زیدي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي " د افغانستان طالبانو رژیم د تورخم او تیرا په سیمو کې د پاکستان او افغانستان پر پوله بې‌دلیله ډزې پیل کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سم لاسي او په اغېزناکه توګه ځواب ورکړ او د طالبانو برید یې غلی کړ."

    د پاکستان د لومړي وزیر دغه ویاند ویلي "هر ډول راتلونکي پاروونکي اقدام ته به سم له واره او سخت ځواب ورکړل شي."

    د افغانستان ختیځ کې د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو" د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې پاکستاني ځواکونو پر افغان سرتېرو ډزي کړي چې ځوابي برید کې نښتې څو ساعته دوام وکړ."

    دې ډزو کې د مرګ ژوبلې په اړه دواړو غاړو څه نه دي ویلي.

  2. وروستی, پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه؛ "څلور قربانیان لا هم تري تم دي"

    د پاکستان برید کې په نښه شوی ځای

    د عکس سرچینه، Reuters

    د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د ګردی کڅ سیمې اوسېدونکي وايي، له دوو شپو او ورځو تېرېدو وروسته لا هم د پاکستان وروستي هوايي برید پایله کې د څلورو وژل شویو ولسي وګړو د جسدونو په موندلو نه دي توانېدلي.

    د پاکستان جنګي الوتکو د تېرې شنبې/یکشنبې پر شپه د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې.

    تر ټولو ډېره مرګژوبله د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې اوښتې؛ هغه ځای چې د طالب چارواکو په وینا، د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او پنځه نور پکې ټپیان دي.

    د دې کورنۍ غړي وايي، د خپلو څلورو خپلوانو جسدونه یې تر اوسه نه دي موندل شوي. د ننګرهار چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي، ښايي د بمي چاودنې د فشار له امله د ځینو کسانو جسدونه په بشپړ ډول له منځه تللي وي.

    د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو د قربانیانو د فاتحې مراسم نن سې‌شنبه (کب پنځمه) د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې ترسره شول.

    پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

  3. وروستی, د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه جګړه درېدلې ده

    د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر ذبیح الله نوراني په یوه پیغام کې ویلي چې نن ماسپښین د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ اړوند کوټ سیمه کې پاکستان د افغانستان پر لور ډزې وکړې چې بېرته د د طالبانو سرحدي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

    نوموړی وايي جګړه درېدلې ده او د افغانستان خوا ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

    پر خواله رسنیو ځینو کسانو وېډیوګانې خپرې کړې چې وايي د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان یوه پوسته په نښه کړې ده.

    وړاندې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، پر ډیورنډ کرښه د نازیانو ولسوالۍ شاکوټ سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو نښتې شوې دي.

    د طالبانو امنیتي چارواکي ادعا کوي چې جګړه د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې. تر اوسه د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

    پاکستاني چارواکو د دغه نښتې په تړاو څه نه دي ویلي.

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. وروستی, محسن دوړ: د پاکستان له پوځ سره د طالبانو د دوښمنۍ تظاهر د ولس غولول دي

    محسن دوړ

    د عکس سرچینه، g

    د عکس تشریح، دوه ورځې وړاندې، محسن دوړ پر اېکس لیکلي وو، چې ''پر افغانستان هر برید او په لویه پېمانه شړل بې‌ګناه وګړي لا ځوروي، نه طالبان.

    د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر او سیاستوال محسن دوړ پر افغانستان د پاکستاني پوځ د هوايي برید په اړه یوه ټویټ کې لیکلي: "طالبانو ته د 'فتنهٔ هندوستان' ویل حساب ورکول نه دي، بلکې اسانه تېښته او ځان‌خلاصی دی. دوه لسیزې د دوی کوربتوب شوی، مشروعیت ورکړل شوی او د فشار د وسیلې په توګه کارول شوي دي".

    ښاغلی دوړ وړاندې لیکي، ''اوس بل چا ته مسؤلیت نه‌شئ سپارلی، د هغې تګلارې ناکامي ومنئ چې افغانستان یې بې‌ټیکاوه (بې‌ثباته) کړ او نن پاکستان ځوروي''.

    دوه ورځې وړاندې، محسن دوړ پر اېکس لیکلي وو، چې ''پر افغانستان هر برید او په لویه پېمانه شړل بې‌ګناه وګړي ځوروي، نه طالبان. دا کړنې یوازې له طالبانو سره عامه خواخوږۍ پیاوړې کوي." هغه وايي که د سختدریځۍ مهارولو لپاره ریښتینی هوډ او نیت وي، نو په کور د ننه (د طالبانو پروژه) له منځه یوسئ هغه ادعا کوي چې " افغان طالبان لا هم پاکستان کې پټ دفترونه چلوي".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    نوموړي وړاندې په یوه وېډیو کې ویلي وو چې "دې ورځو کې د عامو خلکو غولولو لید موجود دی او هغه دا دی چې خلکو ته ووايي طالبان یو داسې قوت دی چې د پاکستان د پوځ خلاف لګیا دی مبارزه کوي. دا به ډېر خطرناک نظر وي. د افغانستان عام ولس کې تر ډېره پورې دا کار شوی او خیبر پښتونخوا کې هم دا کار لږ و ډېر روان دی، خو که ډېر زیات شو، نو زما په نظر زموږ د قومي شناخت د ورکولو لپاره به د پاکستان د پوځ لپاره تر دې بله لویه بریا نه وي. موږ له لومړۍ ورځې ویلي وو چې طالب نیباتي پوځ دی او خپل هېڅ ډول فکر نه لري او دوی دومره توان نه لري چې ناڅاپه راشي او افغانستان ونیسي".

    نوموړی ادعا کوي چې نړیوال سازش او د امریکا د تګلارې بدلېدل د طالبان د واکمنېدو لامل شو.

  5. "پر افغانستان د پاکستان هوايي برید باید په خپلواکه او بېړنۍ توګه وڅېړل شي"

    د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د پاکستان پوځي رژیم له خوا ننګرهار ولایت کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

    ددغه سازمان د سوېلي اسیا برخې دفتر ویلي، "د پاکستاني رژیم دا ډول کړنه باید په خپلواکه او بې‌پرې توګه وڅېړل شي".

    د بښنې نړیوال سازمان وايي، "دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړي د زور کارونې اصلي قربانیان ګرځي. تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او دسمبر ترمنځ موده کې ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان د پاکستان پوځي ځواکونو ته منسوب کړي وو، هغه مهال چې د افغانستان د طالبانو ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ سرحدي کړکېچ او نښتې زیاتې شوې وې."

    د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له ټولو هغو ښکېلو اړخونو غواړي چې په نښتو کې برخه لري، د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو مکلفیتونو سره سم، د ملکي وګړو د زیان مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.

  6. ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو موضوع به غړو هېوادونو سره شریکوي

    امیر خان متقي او ډیکارلو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ملګرو ملتونو سره یې پر افغانستان د پاکستان د ورستیو هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د پاکستان وروستیو بریدونو کې ولسي افغانان وژل شوي او "د تېرو څلورو کلونو په جریان کې د پاکستان له لوري په داسې مکرر بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي. همداراز، په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسله‌وال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي".

    د ویډیو تشریح، ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو موضوع به غړو هېوادونو سره شریکوي

    ددغه وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، دا د پاکستان له لوري پر افغانستان تورونه بې بنسټه ثابتوي او په وینا یې "په افغانستان کې وسلوالي ډلي نه شته او د کور دپلوماتيک په شمول ټول اړخونه کولای شي چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نژدې وارزوي."

    د ملګرو ملتونو استازې اغلې ډیکارلو ډيکارلو د ملکيانو د تلفاتو په اړه خپله ژوره غمرازي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې "د پاکستان د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو او اړوندو سازمانونو سره شریکه کړي".

  7. رېچارډ بېنېټ: د پاکستان هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو اندېښمن یم

    رېچارډ بېنېټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشيني ښودلې ده.

    نوموړي پر اېکس پاڼه يوه پوسټ کې ويلي، "د هغو راپورونو له کبله ژوره اندېښنه لرم چې وایي د پاکستان او افغانستان تر منځ له بيا پيل شوې شخړې وروسته یو شمېر ماشومانو او نور ملکي وګړي وژل شوي دي".

    ښاغلي بېنېټ پر دواړو خواو غږ کړی چې د لوړې کچې له زغم څخه کار واخلي، د ولسي وګړو ساتنه او د نړيوالو قوانينو درناوی دې وکړي.

    تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (یوناما) ويلي وو چې په ننګرهار او پکتيکا ولایتونو کې یې د پاکستان په وروستيو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه "کره راپورونه" ترلاسه کړي دي.

    د یادولو وړ ده چې د يکشنبې په شپه پاکستان د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې پر يوه کور برید کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

    دوی همدا راز د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د لږترلږه دوو او د پکتیکا برمل کې د یوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

    طالب چارواکي زياتوي په پکتيکا کې يو مېلمستون او یوه مدرسه په نښه شوي دي.

    خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د وسله‌والو اووه مرکزونه په نښه کړي او لسګونو وسله‌والو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

    پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه د وسله والو له خوا له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

  8. افغانستان کې د پاکستان هوايي‌ بریدونه: ایران وايي دوی اندېښنه لري چې شخړه پراخه نه شي

    ایران

    د عکس سرچینه، IRIB

    د عکس تشریح، اسماعیل بقايي - د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند

    د ایران بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا ډېرېدو ته په کتو ویلي، چې دوی وضعیت ته اندېښمن دی.

    د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن (دوشنبه د فبرورۍ ۲۳مه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ډېر شي، نو اغېزې به یې له دغو هېوادونو پراخې وي.‌

    هغه ټینګار وکړ چې اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل شي.‌

    ښاغلي بقايي همدا راز یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد منځګړیتوب ته د تهران د چمتووالي یادونه هم وکړه.

  9. وروستی, یوناما وايي افغانستان کې یې د پاکستان په بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې "کره" رپوټونه ترلاسه کړي

    Nangarhar

    د عکس سرچینه، Getty Images

    افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي،‌ په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې اړوند "کره راپورونه" ترلاسه کړي دي."

    یوناما نن (دوشنبه) په یوې اعلامیه کې ویلي، "لومړني ارقام ښیي" چې په ننګرهار کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي."

    په دې اعلامیه کې د پکتیکا د برمل په مرغۍ کلي کې پر مدرسې او د اورګون په دهنه سیمه کې پر یوه شخصي استوګنیز کور د بریدونه یادونه هم شوې، خو وايي له دغو سیمو تر اوسه د ملکي تلفاتو راپور نه دی ترلاسه شوی.

    افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي پر ټولو خواو غږ کړی چې "د ملکي وګړو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګژوبلې مخنیوي لپاره جګړې" د تل لپاره بندې کړي او د نړیوال قانون د مکلفیتونو له مخې "د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره د توپیر، تناسب او احتياط اړین اصول په پام کې ونیسي."

    د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویلي، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ننګرهار د بهسودو په ګردي‌کڅ کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او پنځه نور ټيپان دي.

    دوی همدا راز په خوګیاڼیو کې هم د لږترلږه دوو او د پکتیکا برمل کې د یوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

    خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د وسله‌والو اووه مرکزونه په نښه کړي او لسګونو وسله‌والو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

  10. وروستی, د طالبانو حکومت پوهنې وزارت: د پاکستان د وروستیو بریدونو قربانیانو کې ۹ زدکوونکي دي

    د وژل شویو کسانو جنازه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د طالبانو حکومت وايي د پاکستان بریدونو د ننګرهار ګردي‌کڅ کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژلي دي

    د طالبانو حکومت پوهنې وزارت وايي، پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان د وړمې شپې هوايي بریدونو په قربانیانو کې ۹ زدکوونکي دي.‌

    د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه رسنیو ته ویلي، له دې ډلې د درېیو نجونو او پېنځو هلکانو په ګډون ۸ زدکوونکي وژل شوي او یو تن ژوبل دی.‌

    د نوموړي په وینا وژل شويو کې د ننګرهار د بهسودو ګردي‌‌کڅ کې د ښوونځي او ټپي د پکتیکا د برمل مرغۍ کلي کې د فاروقیه مدرسې زدکوونکی دی.

    بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه دغه شمېر نه شي تاییدولی.

    د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې په ګردي‌کڅ کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور او په برمل کې د فاروقیه په نوم مدرسه په نښه شوې ده.‌

    په تېر کې هم د پاکستان بریدونو کې د افغان ماشومانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو چې ملګرو ملتونو پرې سخت غبرګون ښودلی و.

  11. زرداري: تر هغې چې پاکستان کې وینه بهېږي، مسوول عناصر به یې خوندي پاتې نه شي

    Zardari

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان ولسمشر اصف‌علي زرداري ویلي، دغه هېواد پر دې ښه خبر دی چې د توندلارو کړنو پلان جوړوونکي، اسانچاري او سرپرستان چېرته دي او دا چې که په پاکستان کې د وینې بهېدنه دوام مومي، نو مسوول عناصر به یې خوندي پاتې نه شي.‌

    زرداري دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان پوځ اوړمه شپه افغانستان کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو څو ولسوالیو کې هوايي بریدونه وکړل.

    اسلام اباد ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او اسلامي‌دولت/داعش اړوند وسله‌وال په نښه کړي دي.

    خو د طالبانو حکومت بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شلو ډېرو ملکي کسانو ته د مرګژوبلې اوښتلو خبره کوي.

    د پاکستان د دولتي تلویزیون (پي‌ټي‌وي) په حواله، زرداري ویلي چې د پاکستان وروستي اقدامات له بهره د ترهګرۍ له خطرونو د خپلو خلکو د ساتنې حق ښکارندويي کوي.

    هغه ویلي چې افغان چارواکي د دوی له پرله‌پسې غوښتنو سره سره د دغو عناصرو خلاف د کوټلو او باور وړ ګامونو په اخیستلو کې پاتې راغلي دي.

    دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې چې د ټي‌ټي‌پي او داعش په ګډون کومه بهرنۍ وسله واله ډله دې په افغانستان کې حضور ولري او یا دې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف کارېدلې وي.

    د ښاغلي زرداري دا څرګندونې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له هغو څرګندونو سره هم په ټکر کې دي چې ګواکې یوازې د پاکستان ځینې "خاصې کړۍ" پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوي او دا چې ملکي حکومت او سیاستوال یې جلا نظر لري.

    هغه له بي بي سي سره خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو، د پاکستان پوځ "خاص حلقات" دې سیمه کې د کرکېچ پراخېدو غوښتونکي دي.

  12. وروستی, ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ امنیت شورا ته د پاکستان د بریدونو شکایت کړی

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Afghanistan Mission to UN

    ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان وروستیو هوايي ‌بریدونو په تړاو امنیت شورا ته "رسمي شکایت" سپارلی دی.

    نصیر احمد فایق چې د جمهوریت له مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي او دمګړۍ دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرستي کوي، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د "ښځو او ماشومانو" په ګډون ملکي وګړي‌ وژل شوي دي.‌

    ښاغلي فایق وايي، "نن د افغانستان دایمي استازولۍ خپله رسمي شکایت د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاره."

    هغه زیاته کړې "موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو."

    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د پاکستان بریدونه غندلي او هغه یې "د ملګرو ملتونو د منشور" او همدا راز د "نړیوالو بشري حقونو له منل شویو اصولو" ښکاره سرغړونه بللې وه.‌

    په اعلامیه کې زیاته شوې، د افغانستان خلک چې د ترهګرۍ له کبله یې سترې قربانۍ ورکړې، باید د تروریزم پر وړاندې په مسوولانه او بې‌تبیعضه مبارزه کې د نورو د ناکامیو له پایلو سره مخامخ نه شي.

    ملګري ملتونه

    د عکس سرچینه، @faiq_naseer

  13. پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ تراوسه معلومات څه دي؟

    ننګرهار کې د پاسکتان برید

    د عکس سرچینه، Getty Images

    پاکستاني پوځ د يکشنبې پر شپه د افغانستان په ننګرهار او پکتيکا ولایتونو کې پر بېلابېلو ځايونه بریدونه وکړل چې په ترڅ کې د طالبانو حکومت چارواکو په وینا لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله واوښته.

    له بریدونو وروسته پاکستان د یوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې یې د "پاکستاني طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان" اووه پټنځايونه په نښه کړي دي.

    خو په افغانستان کې د ځايي چارواکو په وینا د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې پر يوه کور برید کې ۱۸ تنه ولسي وګړي وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي.

    وژل شوي کسان پرون خاورو ته سپارل شوي دي. د بهسودو تر څنګ د ننګرهار په خوګياڼو او غني خېلو ولسواليو کې هم بريدونه شوي دي.

    د طالبانو حکومت ځايي امنیتي سرچینو پر خوګیاڼو برید کې هم د دوو کسانو د ټپي کېدو ویلي دي.

    د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو مېلمستون او يوه مدرسه په نښه شوې وو چې د ځايي چارواکو په وینا د روژې د رخصتۍ له کبله هلته څوک نه وو او چا ته په کې مرګژوبله نه ده اوښتې خو مدرسې ته زیان رسېدلی دی.

    د پاکستان له بریدونو وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد د بریدونو د غندلو تر څنګ وويل، "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جناياتو جبرانوي."

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت بيا په "مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب" ورکولو ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه چې "د ملي حريم دغه ښکاره نقض او جنايت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيټوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي".

    د دغو بریدو په تړاو د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير هم احضار کړی و.

    بېلابېلو افغان سياستوالو او پخوانیو مشرانو هم د پاکستان دغو وروستیو بریدونو ته غبرګونونه ښودلي او د ملکي وګړو پر مرګژوبله یې خواشيني ښودلې ده.

  14. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: 'پاکستاني پوځ ننګرهار او تیراه کې بې ګناه پښتانه په نښه کړي'

    منظور پښتين

    د عکس سرچینه، MANZOOR FB

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او د روژې پر مهال ننګرهار کې وژل شوي یې "ولسي وګړي" بللي دي.

    د منظور پښتين پر فېسبوکپاڼه خپاره شوي پوسټ کې راغلي "پاکستاني پوځ د شپې په بهسود ولسوالۍ کې ۱۷ بېګناه پښتانه افغانان، ښځې او ماشومان شهیدان کړل. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او ترهګري ده، بلکې دا د پاکستاني استعماري ریاست له خوا د ښځو او ماشومانو د وژلو ترهګريز کړنو تسلسل دی".

    پاکستان بیا وايي، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه یې په نښه کړي دي."

    ښاغلي پښتين زياته کړې، په ننګرهار او پکتیکا له بمباریو او ولسي مرګژوبلې مخکې پاکستاني پوځ د پښتونخوا تېراه کې هم پنځه کسان "شهیدان" کړي دي.

    ښاغلي پښتین ادعا کړې چې د دغې مرګژوبلې په اعتراض راوتلو خلکو باندې هم پاکستاني ځواکونو برید کړی چې په کې د امن او انصاف غوښتونکي څو کسان ټپیان شوي دي.

  15. هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي

    د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند

    د عکس سرچینه، INDIAN FO

    د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

    نوموړي په یوه بيانيه کې ویلي،"د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په کې وژل شوي، په کلکه غندي."

    نوموړي زياته کړې، "دا د پاکستان لخوا د خپلو کورنيو ناکامیو پړې پر نورو اچولو یوه بله هڅه ده."

    د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، "هند د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره خپل ملاتړ تکراروي."

    د یادونې وړ ده چې د يکشنبې په شپه، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په يوه اعلامیه کې وويل، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه یې په نښه کړي دي."

    له دې وروسته، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د هوایي بریدونو په غندلو سره وویل، "تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان شهيدان او ټپيان کړل".

    نوموړي زیاته کړه، "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جناياتو جبرانوي."

    پر افغانستان د پاکستان برید

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي، د ننګرهار او پکتیکا په "ملکي سیمو" د پاکستان بریدونه وغندل، او خبرداری یې ورکړ چې په "مناسب وخت" کې به "حساب شوی ځواب" ورکړل شي.

    د یاد وزارت د ویاند عنايت الله خوارزمي له خوا پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې راغلي، "د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حريم دغه ښکاره نقض او جنايت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيټوب اصولو او اسلامي ارښتونو ښکاره سرغړونه بولي".

    د یادولو وړ ده چې د ننګرهار په بهسودو کې پر یوه کور هوايي برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

  16. وروستی, د پاکستان د ناامنه کولو تور پر هندوستان دی نو بمبارۍ ولې پر افغانستان کېږي؟'

    د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د تېرې شپې بمباریو په کمساري ډول دا ځل خپله پاکستان کې هم د ځینو نیوکې او پوښتې ولاړې کړې دي.

    پاکستاني لیکوال او د خواله رسنیو فعال عمران ریاض خان د پاکستان په نیت له شک سره لیکلي " له هرې ترهګریزې پېښې وروسته موږ ته ویل کېږي چې تر شا یې د هندوستان لاس دی خو پوښتنه دا ده چې پاکستان په هند ولې کله برید ونه کړ او ولې د افغانستان پر ځای هند ته غاښ ماتونکی ځواب نه ورکوي؟"

    دا چې د دغو بمباریو قربانیان ولسي خلک بلل کېږي، د سلیم اپریدي په نوم یوه فعال د اور د لمبو او لوخړو ډکې یوې ویډیو له بیا شریکولو سره لیکلي " دا نه غزه ده چې اسرائیلو پرې برید کړی وي او نه هم پر اوکرایین د روسیې د برید لمبې دي بلکې له دې هم د ستر ظلم داستان دی."

    ښاغلي اپریدي زیاته کړې "دا داسې یوه ریاست ظلم دی چې ځان ګاونډی بولي خو په وحشت کې یې دوښمنان هم شاته پرېښي."

    نوموړي ویلي " دا پر انسانیت برید دی چې بې ګناه خلک په کې شهیدان شوي او مېنې یې ویجاړې شوې، پاکستاني پوځ ان د روژې مبارکې میاشتې هم کوم لحاظ ونه کړ."

    د بشري حقونو یوه فعال علاالدین چې ډېر کله پر ټولنیزو رسنیو شننې خپروي لیکلي " څوک چې د خپل هېواد په ماشومانو او ښځو رحم نه کوي، هغه به ګاونډیان څنګه پرېږدي." نوموړي دا هم ویلي " په هېواد کې ترهګري خپله وکړئ او په حیرانونکي ډول یې تور په هند او افغانستان ولګوی، تاسې خو په هند هم کله برید وکړئ!"

    خیبرپښتونخوا کې د عمر پشتین په نوم یوه بل رسنیز فعال هم لیکلي " داسې برید چې پر افغانستان شوی ولې په هند نه کېږي، د پاکستان پوځ تل وايي چې پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ تر شا د هند لاس دی نو هند ته ولې څه نه وايي؟"

    عادل راجا نومي بل پاکستاني د پکتیکا برمل کې د هدف ګرځول شوې مدرسې له انځورونو بیا شریکولو سره لیکلي ' د"عاصم یزید" کارنامې وګورئ!' د نوموړي اشاره په ښکاره د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ده.

    په پاکستان کې د ننه د پاکستان پر پوځ نیوکې ښايي له دې کبله هم مخ پر زیاتیدو وي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په تېر اکټوبر کې له شخړو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ټولې لارې تړلې پاتې چې ورسره سوداګري سخته ځپل شوې او د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی. یو شمېر خلک دا هم وايي چې که له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وي نو څنګه شونې ده چې ترهګر دې له هغه ځایه تر پاکستانه ورسېږي؟ له دې ډلې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دوه اونۍ مخکې په یوه ستره ولسي غونډه کې هم ورته نېوکه وکړه او په ټکو یې " له افغانستانه یو انار نه شي راوړل کېدلی خو دوی وايي چې ترهګر له هغه ځایه راځي او دلته بریدونه کوي."

    د ګڼو نیوکو او پوښتنو په منځ کې ډېرو بیا د پاکستان دا بریدونه ستایلي هم دي. د پاکستان د ننه ځینو سیاسي څیرو او شنونکو پر افغانستان بریدونه د پاکستان د صبر ډکې کاسې پایله بللې او په ټکو یې پاکستان د خپل خوندیتوب بشپړ حق لري.

  17. وروستی, ذبیح‌الله مجاهد سره د پاکستان بریدونو په اړه مرکه

    د ویډیو تشریح، مجاهد: جنایت جنایت وي چې پېښ شي نو دفاع به یې کېږي

    د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره مرکه کې وپوښتل شو، د یوه نظام او حکومت په توګه فکر نه کوئ تاسو د خپلو خلکو خوندي ساتلو کې پاتې راغلي یاست؟

    ښاغلی مجاهد وویل" موږ به د خپل ولس دفاع وکړو، جنایت جنایت وي چې پېښ شي نو دفاع به یې کېږي."

    عنایت الحق یاسیني له ښاغلي مجاهد سره د پاکستان "خاصې کړۍ" پر ټکي هم غږېدلی چې د ننګرهار او پکتیکا بریدونو ته هغه په خپل لومړي غبرګون کې کارولی و.

    په مرکه کې دا هم پوښتل شوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي په منځګړیتوب د سولې خبرې له منځه تللي؟

  18. د ننګرهار ګردي‌کڅ کې د پاکستان په هوايي برید کې د وژل شوو کسانو جنازه

    د ویډیو تشریح، وژل شوي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، یو ځای خاورو ته وسپارل شول
  19. وروستی, د افغانستان او پاکستان وروستي کړکېچ کې څومره بریدونه شوي؟

    په تېر کې هم پاکستان د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې ګڼ ولسي خلک په کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

    پاکستانی حکومت تور لګوي چې هلته د "سختدریځۍ په لویو پېښو کې ککړه ډله" تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ملاتړه برخمنه ده.

    خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګواکې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېږي.

    د یکشنبې شپې له برید وړاندې، د تېر ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۵مه هم پاکستان په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو هوايي بريدونه کړي وو.

    د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې پاکستان په خوست کې پر یوه کور هوايي برید کې لس ښځې او ماشومان وژلي او کونړ او پکتیکا کې یې هم په هوايي بریدونو کې څلور نور کسان ټپیان کړي.

    په ځواب کې یې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي وو چې پاکستاني پوځ ملکي وګړي نه په نښه کوي او له مخکینۍ خبرتیا پرته برید نه کوي.

    تر هغې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر نهمه شپه، د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو چې پاکستان د افغانستان هوايي قلمرو "نقض" کړی او په کابل او پکتیکا کې یې هوايي بریدونه کړي. چې ورپسې د اکټوبر پر لسمه او ۱۱مه شپه د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو ځایونو کې پر یوه بل ډزې هم وشوې.

    د پاکستان پوځ ویلي وو چې له افغان ځواکونو او وسله والو سره په دې نښتو کې ۲۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

    له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري هم په ټپه درېدلې.

    د طالبانو حکومت او پاکستان وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. ورپسې استانبول کې په دویم پړاو خبرو کې یوازې د اوربند پر غځېدو سلا وشوه، خو د نورو اختلافونو حل لپاره درېیم پړاو مذاکرات وشول خو بې پایلې پای ته ورسېدل.

    پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عمليات وکړي او دوی ته ليکلی ضمانت ورکړي چې په پاکستان کې به بريدونه نه کېږي.

    د طالبانو حکومت هم پر خپل دې دریځ ټینګ دی چې نه غواړي د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکېل شي او دا چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان خپله مسله ده.

    د تېر ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې هم پاکستان په خوست او ننګرهار کې بریدونه کړي وو. هغه مهال پاکستان په ډاګه دغه بریدونه نه وو منلي خو د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست وراحضار کړی و او دا یې د پاکستان کار بللی و.

    له هغه وړاندې هم په خوست، کونړ او پر ډیورنډ کرښه نورو سیمو کې ورته بریدونو مرګ ژوبله اړولې وه. له هوايي بریدونو وړاندې هم د پاکستان له لوري ډېورنډ کرښې ته پر په څېرمه سیمو بریدونو وخت ناوخت مرګ‌ژوبله اړوله.

  20. وروستی, کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي " د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه ملکيان شهيدان او ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره." دغه ویناپاڼه کې ویل شوي "پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت شرعي مسئولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه دی."

Trending Now