ژوندۍ پاڼه, اسرائیلو په تهران کې پر ولسمشرۍ دفتر برید وکړ، په ایران کې د مړو شمېر ۷۸۷ ته ورسېد

اسرائیل وايي، په تهران کې یې د ولسمشرۍ دفتر په ګډون د ایران د "مشرتابه پر ودانۍ" نوي بریدونه کړي دي. په داسې حال کې چې نوي انځورونه د ښار په ختیځ کې چاودنې ښیې، په ایران کې یو خبریال وايي، له شنبې راهیسې د تهران "هر برخه" په نښه شوې ده.

لنډیز

  • اسرائیل پر تهران او بیروت نوي بریدونه پیل کړل
  • په ریاض کې د امریکا سفارت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی
  • د ایران په عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي
  • اسرائیلي مرستندویان وایي په ایراني برید کې نهه تنه وژل شوي
  • ایران عرب امارت بیا په نښه کړل
  • د ایران دولتي رسنيو د خامنه يي وژل کېدل تائید کړي
  • امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا 'لوی جګړه‌ییز عملیات' بللي دي

ژوندی پوښښ

  1. په بیروت کې د امریکا سفارت 'تر نامعلومې نېټې وتړل شو'

    د لبنان پلازمېنه بیروت کې د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې دا به "تر نامعلومې نېټې پورې تړلی وي".

    سفارت په خپله ویناپاڼه کې ویلي: "ټولې نورې عادي او اضطراري کونسلي لیدنې لغوه شوې دي،" او زیاته کړې یې ده چې د سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه به وروسته تازه معلومات خپاره شي.

    بیروت او د لبنان سوېلي څنډې په وروستیو ورځو کې د اسرائیلي بریدونو شاهدې دي.

    اسرائیل وایي دا بریدونه په لبنان کې د مېشتې او د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې، حزب‌الله، د بریدونو په ځواب کې ترسره کوي.

    د بیروت د سفارت د تړلو دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې امریکا په کویټ کې خپل سفارت او په ریاض (سعودي عربستان) کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت هم تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول. په ریاض کې د امریکا پر ماموریت یوه ډرون الوتکه لګېدلې وه همدارنګه، پرون په اردن کې هم امریکایي سفارت وروسته له هغه تخلیه شو چې نږدې ورته د چاودنو غږونه واورېدل شول.

    په مسقط (عمان) کې د امریکا سفارت خپلو کارکونکو ته په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو امر کړی و، خو اوس دغه امر تر یوه بریده لغوه شوی دی.

  2. وروستی, په ایران او سیمه کې د وروستي وضعیت حال

    پر ایران له یوه هوايي برید وروسته د تهران په مرکزي برخه کې لوګي لیدل کېږي.

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، پر ایران له یوه هوايي برید وروسته د تهران په مرکزي برخه کې لوګي لیدل کېږي.

    ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه لا هم روان دي وايي، ایران ته یې ویلي، د خبرو لپاره ''اوس ډېر ناوخته دی''. هغه خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب په ظهران ښار کې، چې د تېلو د صنعت مهم مرکز دی، د ایران برید ''ژر''امکان لري.

    ولسمشر ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریچ میرز سره لیدلي او تمه کېږي چې وینا به وکړي.

    په ایران کې دننه:

    د ایران د سرې میاشتې ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې امریکا او اسرائیل د شنبې په ورځ پر تهران د بریدونو لړۍ پیل کړې، تر اوسه ۷۸۷ کسان وژل شوي دي. په جینیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحریني خبریالانو ته ویلي چې تهران له امریکا سره د خبرو د ګټې په تړاو ''شکمن'' دی.

    د تهران مهراباد نړیوال هوايي ډګر هم بریدونه شوي، چې ډېری د کورنيوالوتنو چارې پرمخ وړي.

    د اسرائیل پوځ:

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دوی په تهران او اصفهان ښارونو کې پر مهمو ځایونوپراخ بریدونه بشپړ کړي دي. د هېواد دفاع وزیر اسرائیل کاتز اعلان کړی چې ځمکني ځواکونه به یې لبنان ته داخل شي چې ''نورې ستراتیژیکې سیمې ونیسي'' او ''د سرحدي سیمو خلکخوندي کړي''.

    د سیمې وضعیت:

    ایران غچ اخیستونکي بریدونه روان ساتلي، چې د خلیج تر نهو هېوادونو پورې رسېدلي دي. متحدو عربي اماراتو ویلي، له شنبې راهیسې یې ۱۷۲ایراني توغندي او ۷۵۵بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

    قطر وايي، له تهران سره روانې اړیکې نه لري، او سعودي عرب په ریاض کې د امریکا پر سفارت د ایران برید غندلی دی.

    د برېتانیا رول:

    د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر اعلان کړی چې برېتانیا به په قبرس کې په د شاهي هوايي پوځ په اکروتیري هوايي اډې کې هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.

    برېتانیا پلان لري چې د ډرون ضد وړتیا لرونکې چورلکې واستوي او دغه رازبه د هوايي دفاع ویجاړوونکې بېړۍ ایچ ایم اېس ډراګون ختیځې مدیترانې ته ولېږي.

    دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د ار اې ایف اکروتیري د الوتنو ځغاستلار یا رن وې د یوې بې‌ پیلوټه الوتکې له امله وویشتل شوه اود دفاع وزارت یې زیان ''کم'' بللی دی.

  3. له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې سره څنګه د خوراکي توکو بیې لوړېدای شي

    د منځني ختیځ له جګړې سره د تېلو او ګازو بیې لوړې شوېدي، خو که چېرې دا شخړه د نړیوالو لېږد رالېږد (بارچالانۍ) پر بهیر اغېز ته دوام ورکړي، نو ښايي د کرنیزو حاصلاتو کمښت او د خوړو د بیو لوړوالی هم رامنځته کړي.

    د یارا شرکت اجرایوي مشرسوېن توره هولسټر د ''ورلډ بزنس ایکسپرېس'' پروګرام ته وویل، که د هرمز تنګی تړلی پاتې شي، د نړۍ په کچه به د جوارو، غنمو او وریجو غوندې بنسټیزو خوراکي توکو بیې لوړې شي، ځکه دا سمندري لاره د نړۍ د یوریا شاوخوا درېیمېبرخېلېږد لپاره ډېره مهمه ده. یوریا د سرې (کیمیاوي کود) یو بنسټیزه برخه ده.

    سوېن توره هولسټر، چې په نړۍ کې د سرې جوړولو د دویم ستر شرکت مشري کوي، وویل: ''په ځینو حاصلاتو کې ښايي تر ۵۰ سلنه پورې کمښت ووینو.''

    هغه زیاته کړه چې د دې تنګي تړل کېدل په داسې وخت دي چې بزګران او کروندګر د خپلو کروندو لپاره د سرې د اخیستلو او کارولو په حال کې دي، ځکه د یوریا عرضه له محدودیت سره مخامخشوې ده.

  4. د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، ۱۷۲ ایراني توغندي یې شنډ کړي

    د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د ایران د بریدونو پر مهال، د دوی هوايي دفاعي سیستم ۱۷۲ توغندي شنډ کړي دي.

    د دفاع وزارت د یوه ویاند په وینا، ټولټال ۱۸۶ توغندي توغول شوي وو، چې له ډلې یې ۱۳ په سمندر کې غورځېدلي او یو یې د متحده عربي اماراتو په خاوره کې پرېوتی دی.

    ویاند زیاته کړې چې ځواکونو یې ۸۱۲ ایراني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کشف کړي، چې له دې ډلې ۷۵۵ ویجاړ شوي او ۵۷ د هېواد دننه لوېدلي دي.

    متحده عربي اماراتو همداراز د اتو کروز توغندیو د ویجاړولو ادعا کړې، خو د ویاند په خبره: ''له دې امله یو څه زیان اوښتی، درې کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.''

    ایراني توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

  5. پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان پاکستان ته رسېدلي, د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله، ازاده مشیري

    پاکستاني چارواکي وايي، پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان دې هېواد ته رسیدلي دي.

    پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ایران سره پوله لري، چې له مخکې یوه ناامنه سیمه ده. بېلتون غوښتونکې ډلې هلته فعالې دي او له لسیزو راهیسې پکې ناامنۍ لیدل شوې.

    پاکستاني مشران په اړیکو کې د توازن رامنځته کولو هڅې کوي. پاکستان تېر کال ولسمشر ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره نومولی و، ځکه چې له امریکا سره یې اړیکې زیاتې شوې.

    خو سره له دې چې د سني اکثریت لرونکی هېواد دی، په ټول پاکستان کې شیعه ټولنې شته، چې په ایران کې د جګړې سخت مخالفت کوي.

  6. پر ایران د امریکا او اسرائیل له برید وروسته لومړی ځل د غزې لار پرانیستل شوې, د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله، یولاندي نیل- بیت المقدس

    اسرائیل وايي له غزې تړانګې سره یې خپله لاره بیا پرانیستې ده. دا غزې ته د بشري مرستو لپاره یوه مهمه لاره بلل کېږي چې له ایران سره د اسرائیل له جګړې وروسته لومړی ځل پرانیستل کېږي.

    ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی و چې د لارو تړلو معنی دا ده چې غزه په چټکۍ سره د خوراکي توکو او سونګ توکو له کمښت سره مخ شي. د همدې ویرې له امله په سیمه ییزو بازارونو کې بیې له مخکې لوړې شوې.

    د اسرائیلو دفاعي ادارې کوګات، چې د لارو کنټرول سمبالوي ویلي، د 'کیریم شالوم' تړل د "توغنديز ګواښ" له امله و چې اسرائیلي او فلسطیني کارګران له خطر سره مخ کوي. دوی مخکې ټینګار کاوه چې شته اکمالات به "د یو څه وخت لپاره کافي وي".

    بل لور سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته وویل، د فلسطیني مرستو لارۍ نن سهار کیریم شالوم ته استول شوې، خو تر اوسه پورې نه دې ستنې شوې.

    اوسمهال له مصر سره د رفح پوله تړلې پاتې ده. کوګات اداره وايي، هغسې چې امنیتي وضعیت اجازه ورکړي بېرته به پرانیستل شي".

    په یوه مخکې اخیستل شوي تصویر کې ایرانی توغندی لیدل کېږي، چې د غزې دپاسه تېرېږي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په یوه مخکې اخیستل شوي تصویر کې ایرانی توغندی لیدل کېږي، چې د غزې دپاسه تېرېږي.
  7. د اسرائیلو پوځ وايي، د ایران د ولسمشرۍ دفتر یې په نښه کړی دی

    د اسرائیلو پوځ تازه معلومات خپاره کړي، چې پکې ویل شوي د دوی هوايي ځواک د ایران حکومت د مشرتابه ودانۍ په نښه کړې ده.

    پر ټیلیګرام یوه پیغام کې اسرائیلي دفاعي ځواک وايي چې "ډېری بمونه" د ولسمشرۍ پر دفتر او د ملي امنیت پر عالي شورا غورځول شوي دي.

    پیغام زیاتوي، د پوځي روزنې یوه اداره او "د رژیم اضافي کلیدي زیربنا" هم په نښه شوې ده.

    اسرائیلي دفاعي ځواک وايي، د ایران پخواني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له دې ودانۍ کار اخیست. خامنه يي د اونۍ په پای کې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې په خپله ودانۍ کې ووژل شو.

  8. د ایران پر بېلابېلو ښارونو د اسرائیل او امریکا بریدونه دوام لري

    د راپورونو له مخې د ایران پر بېلابېلو ښارونو د امریکا او اسرائیلو بریدونه دوام لري او په تېرو څو ساعتونو کې د تهران، پاردیس او پارچین، بوشهر او ارومیا په ګډون د ایران ځینې برخې د دې بریدونو د یوې نوې څپې هدف وې.

    له اصفهان رسېدلي معلومات ښيي، چې په اصفهان کې د نن ورځې په یوه برید کې درې کسان وژل شول شوي دي.

  9. په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی

    په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی. پر اېکس یوه پیغام کې د امریکا سفارت لیکلي چې په ''سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله ټولې ورځنۍ او کونسلي لیدنې'' لغو کوي.

    د یادونې ده چې د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې له امریکایانو وغوښتل چې د "جدي ګواښونو" له امله له سیمې ووځي.

  10. اسرائیلي دفاعي ځواکونو پر تهران او بیروت بریدونه کړي

    اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. په یوې اعلامیې کې ویل شوي: ''ای ډي ایف دا مهال په هممهاله ډول په تهران او بیروت کې پر پوځي اهدافو هدفي بریدونه کوي.''

    د ای ډي ایف عربي ژبې ویاند، اویخای ادرعي، وايي، ''د پراخو هوايي بریدونو یوه څپه'' روانه ده.

    دغه بریدونه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغې شوي چې (ای ډي ایف) د بیروت سویلي سیمو او لسګونو کلیو اوسېدونکو ته ''بېړنی خبرداری'' ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې سیمې پرېږدي. (ای ډي ایف) ویلي وو، د حزب‌ الله اړوند قومندانۍ مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کوي.

    په تازه خپرو شویو تصویرونو کې د بیروت د پاسه تور لوګی لیدل کېږي او د اې ایف پي خبري اژانس د ایران په پلازمینه تهران کې د زورورو چاودنو راپور ورکوي.

    له دې مخکې اسرائیل نن سهار اعلان وکړ چې په دواړو ښارونو کې په "پوځي اهدافو" نوي بریدونه پیلوي.

    بل لور حزب الله، چې د ایران ملاتړ لرونکې وسله واله ډله ده، وايي چې دوی ''د اسرائیلو د جنایتکارانه یرغل په ځواب کې چې لسګونه لبناني ښارونه او ښارګوټي یې په نښه کړي دي'' د اسرائیلو په دریو پوځي ځایونو بریدونه کړي دي.

    پر ټیلیګرام دریو جلا پوسټونو کې حزب الله وايي، دوی د ګولان په لوړو کې یې پر نافه اډه توغندیز او دغه راز د اسرائیل په شمال کې د میرون او رامات ډیویډ هوایی اډې ډرونونو سره په نښه کړې دي.

    د اسرائیلو پوځ په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

    بیروت

    د عکس سرچینه، Reuters

Trending Now