تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, د بغداد په هوايي ډګر د توغنديز برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي، هممهاله پر ایران هوايي بریدونه روان دي

په بغداد کې چارواکي وايي د ښار په نړیوال هوايي ډګر د راکټي برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي. د عراق د حکومت یوه امنیتي چارواکي ويلي، امنیتي ځواکونو له برید وروسته د بغداد په لوېدیځ کې "په یوه موټر کې پټ شوی" یو توپ هم نیولی دی. د عراق د حکومت یوه امنیتي چارواکي ويلي، امنیتي ځواکونو له برید وروسته د بغداد په لوېدیځ کې "په یوه موټر کې پټ شوی" یو توپ هم نیولی دی.

لنډیز

  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي باور لري ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • ډونلډ ټرمپ: که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونکړي دا به د ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • د اسرائیلو د بېړنیو خدمتونو اداره وايي په تېرو دوو اونیو کې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۵ اسرائیلیان وژل شوي
  • د ایران پوځ ژمنه کړې ژمنه کړې چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به ووژني
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي د دغه هېواد نوی روحاني مشر مجتبی خامنه‌يي روغ رمټ دی
  • د اسرائیل روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۰۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

    د اسرائيل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په لبنان کې یې د حزب‌الله د مرکزونو پر وړاندې محدود او هدفمن ځمکني عملیات پیل کړي دي.

    پر ټېلېګرام دغه خپاره شوي بیان کې راغلي، چې د لبنان سویل ته د ځواکونو تر ننوتلو مخکې دې سیمه کې پر ترهګریزو اهدافو ګڼ‌ هوايي بریدونه شوي دی.‌

    بیان کې زیاته شوې د دغو ځمکنیو عملیاتو موخه دا ده چې د مخې دفاعي‌ ساحه پياوړې او په دې سیمه کې "ترهګریزې زېربناوې" له منځه یوړل شي.‌

    د اسرائيل پوځ همدا راز ټينګار کوي چې د حزب الله خلاف به یې عملیات په پرېګنده توګه دوام ومومي.‌

  2. د دوبۍ نړيوال هوايي‌ ډګر ته څېرمه لوګی لیدل کېږي

    د متحده عرب اماراتو د دوبۍ نړیوال هوايي ته څېرمه لوګي‌ پورته کېږي.

    وړاندې راپور ورکړل شوی و چې اور وژونکي د دوبۍ هوايي ډګر ته څېرمه د ډرون برید له کبله د لګېدلي اور کابو کولو هڅې کوي.

    له دې پېښې وروسته په لندمهالې توګه د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې ځنډول شوې دي او چارواکي‌وايي‌دا ګام یې "د ټولو مسافرو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره" اخیستی دی.

  3. د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي

    د دوبۍ چارواکو په لندمهالې توګه د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې ځنډولې دي او دا ګام یې "د ټولو مسافرو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره یو احتیاطي اقدام" بللی دی.

    وړاندې راپور ورکړل شوی و چې اور وژونکي د دوبۍ هوايي ډګر ته څېرمه د ډرون برید له کبله د لګېدلي اور کابو کولو هڅې کوي.

    له مسافرو غوښتل شوي چې د خپلو الوتنو په اړه له اړوندو هوایی شرکتونو سره اړیکه ونیسي.

    د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له پیله وړاندې، د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو د شمېر له پلوه د نړۍ ترټولو بوخت هوايي ډګر و، چې تېر کال نژدې ۹۰ میليونه کسانو له دې ځايه سفر کړی و.

  4. ټرمپ: ایران غواړي خبرې اترې وکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فلوریډا واشنګټن ته پر لاره د اېير فورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره د ایران جګړې په اړه وغږېد او ویې ویل، باور لري ایران غواړي خبرې اترې وکړي او همدا ډول یې ایران د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ جوړو شويو ناسمو استخباراتي معلوماتو په خپرولو تورن کړ.

    د يکشنبې په ماښام ښاغلي ټرمپ خپله ادعا تکرار کړه چې ایران یوه جوړجاړي ته لېواله دی او د ډېپلوماټیکو خبرو په اړه یې وويل، "موږ له دوی سره خبرې کوو، خو زه فکر کوم چې دوی لا هم چمتو نه دي، که څه هم دوی ډېر نژدې شوي دي."

    دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزير عراقچي ويلي وو، تهران "هېڅکله د اوربند غوښتنه نه ده کړې او دوی هېڅکله د خبرو اترو غوښتنه هم نه ده کړې".

    پوښتنه وشوه چې ایا چمتو دی د ایران جګړه کې بریا اعلان کړي، ټرمپ وویل د دې "هېڅ دلیل نشته،" او زیاته یې کړه، امریکا ډېر زیان ورته رسولی او "که موږ اوس دوی پرېږدو، نو دا به د بیارغونې لپاره لس کاله وخت ونیسي."

  5. وروستی, ټرمپ: که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونکړي دا به د ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ فاينشل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، "دا بالکل طبیعي ده"، هغه هېوادونه چې له هرمز تنګي ګټه اخلي، باید د بيا پرانيستلو په هڅو کې یې مرسته وکړي، له دې امله د نوموړي په وینا اروپا او چين په پراخه کچه هغو تېلو پورې ټړلي چې د خليج له سيمې راځي.

    ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د نورو هېوادونو له خوا هېڅ غبرګون ښکاره نشي نو دا به د ناټو راتلونکي لپاره "ډېر ناوړه" وي او زياته یې کړه چې امریکا له خپلو متحدينو سره "ډېر مهربانه" چلند کړی دی.

    ولسمشر ترمپ وويل، "موږ مجبور نه وو چې له اوکرايين سره مرسته وکړو. اوکرايين له موږ څخه زرګونه کيلومتره لرې دی... خو بيا هم موږ ورسره مرسته وکړه. اوس به وګورو چې دوی له موږ سره مرسته کوي که نه. ځکه ما وړاندې ويلي وو چې موږ به له هغوی سره ودرېږو خو هغوی به زموږ سره ونه درېږي. او زه ډاډه نه یم چې دوی به زموږ تر څنګ ودرېږي."

    ټرمپ دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې له چين، فرانسې، جاپان، جنوبي کوريا او بریتانيا یې د هرمز تنګي د پرانيستلو لپاره په "ګډو هڅو" کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

    هرمز تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد تر ټولو بوخته لاره ده او د نړۍ نژدې ۲۰ سلنه تېل له همدې لارې تېرېږي.

  6. وروستی, "تېرو دوو اونیو کې ۱۵ اسرائیليان وژل شوي دي"

    د اسرائیلو د بېړنیو خدمتونو اداره مېګن ډېویډ اډوم (MDA) وايي په تېرو دوو اونیو کې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۵ اسرائیلیان وژل شوي دي.

    یاده اداره وايي د یکشنبې په ورځ، ۶۹ کسان "سرسري" ټپیان شوي، او یو کس "په منځنۍ کچه ټپي" دی.

    د بېړنيو خدمتونو اداره زیاتوي چې د فبرورۍ له ۲۸ د شخړې له پيل راهيسې له ۹۰۰ ډېر اسرائیليان ټپیان شوي، چې له دې ډلې پنځه یې "جدي ټپیان" دي.

  7. د بغداد په هوايي ډګر د راکټي برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي

    په بغداد کې چارواکي وايي د ښار په نړیوال هوايي ډګر د راکټي برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.

    د راپورونو له مخې د توغنديو دا برید په سیمه ییز وخت د ماښام شاوخوا ۷ بجې شوی دی.

    د عراق د حکومت یوه امنیتي چارواکي ويلي، امنیتي ځواکونو له برید وروسته د بغداد په لوېدیځ کې "په یوه موټر کې پټ شوی" یو توپ هم نیولی دی.

    د چارواکي په وینا په ټپیانو کې یو انجینیر او د هوايي ډګر څلور کارکوونکي او امنیتي ساتونکي شامل دي.

  8. وروستی, د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر دغه هېواد سره د دفاعي توغندیو د کمښت رپوټونه رد کړل

    د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سعر دا رد کړه چې ګوندې دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي چې دفاعي سیستمونو لپاره د توغندیو او مهماتو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

    د دې غوښتنې په تړاو رپوټ د امریکا سمافور رسنۍ خپور کړی و.

    ګیدعون سعر د اسرائیل شمال کې د ایران د توغندیو په برید کې د یوې زیانمنې شوې سیمې د کتنې پر مهال رسنیو ته وویل: "ځواب منفي دی."

    هغه زیاته کړه اسرائیل او متحد ایالتونه هم‌لوري دي او موخه یې دا ده چې د ایران له اړخه پېښ وجودي ګواښونه د اوږد مهال لپاره له منځه یوسي.

    نوموړي وویل: "موږ نه غواړو چې هر کال په یوه نوې جګړه کې ښکیل شو."

  9. اسرائیل کې د ایران په پرله پسې راکټي بریدونو کې اوښتي زیانونه

    د اسرائیل پوځ وايي ایران د توغندیو تازه بریدونه کړي دي.

    دا په تېرو ۹ ساعتونو کې د ایران له اړخه د راکټي بریدونو پنځه څپه ده.

    په دغو بریدونو کې د اسرائيل په بېلابېلو سیمو کې د اوښتو زیانونه تصویرونه ترلاسه شوي.

    د دغه هېواد د بېړنۍ چارو سازمان ویلي، چې د توغندیو په وروستۍ څپه کې دوه سړي برسیرن ټپي شوي دي.

    مخکې د اسرائيل روغتیا وزارت ویلي وو چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

  10. وروستی, عباس عراقچي: مجتبی خامنه‌يي روغ رمټ دی

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي د دغه هېواد نوی روحاني مشر مجتبی خامنه‌يي روغ رمټ دی او وضعیت په بشپړه توګه مدیریت کوي.

    هغه د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي: "موږ چمتو یو چې د سیمې له هېوادونو سره د هغو اهدافو په تړاو څېړنو لپاره یوه کمېټه جوړه کړو چې بریدونه پرې شوي. زموږ بریدونه په سیمه کې یوازې د امریکا اډې او ګټې په نښه کوي."

    ښاغلي عراقچي لیکلي چې دا څرګندونې یې له العربي الجدید شبکې سره په مرکه کې کړې.

    نوموړی تور پورې کړی چې په عربي هېوادونو کې پر ملکي سیمو بریدونو کې ښايي اسرائيل لاس ولري چې له ایران سره د دغو هېوادونو اړیکي خراب کړي.

    د ایران بهرنیو چارو وزیر لیکلي "امریکایانو زموږ شاهد ته ورته ډرونونه جوړ کړي - لوکاس نومېږي، په بشپړه توګه دې [شاهد] ته ورته دي او د هغو په وسیله عربي هېوادونو کې پر اهدافو بریدونه کوي."

    نوموړي ټینګار کړی چې ایران "تر اوسه د سیمې هېوادونو کې هېڅ یوه غیر نظامي یا استوګنیزه سیمه نه ده په نښه کړې."

    عباس عراقچي د داسې احتمالي "سیمه‌ییز نوښت، چې جګړه ورسره په عادلانه توګه پای ومومي، هرکلی کړی" خو ویې ویل تر اوسه د جګړې درېدو لپاره داسې کوم ابتکار نه دی مطره شوی.

    هغه د جګړې پای په دې پورې تړلی وباله چې د بیا نه تکرارېدو تضمین او غرامت ورکړل شي.

    امریکا، اسرائيل او د خلیج هېوادونو چې په دې جګړه کې زیانمن شوي، تر اوسه دغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

    د یادونې ده چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر پیت هېګسېټ څو ورځې مخکې ادعا کړې وه،‌ چې د ایران نوی مشر مجتبی خامنه‌يي "ټپي" دی.

  11. وروستی, د اسرائيل روغتیا وزارت: ایران سره د جګړې له پیل راهیسې ۳۱۹۵ کسان ټپيان شوي دي

    د اسرائیل روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۰۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

    د دغه وزارت په وینا له دې ډلې د ۹۶ کسانو ټپونه برسېرن، د دوه تنو د منځنۍ کچې او پاتې ۹ لا تر درملنې لاندې دي.

    د اسرائيل روغتیا وزارت ویلي، چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ټولټال ۳۱۹۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې له ډلې یې ۸۱ تنه د نن (یکشنبې) تر سهاره بستر پاتې وو.‌

    د اسرائيل روغتیا وزارت په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر نه شریکوي.

  12. وروستی, سپاه پاسدارن: پر الظفره هوايي اډې مو برید کړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عامه اړیکو څانګه وايي، د رښتینې ژمنې-۴ عملیاتو ۵۳مه څپه کې یې په اسرائيل کې "د قوماندې، سیمه‌ییز کنټرول او کورنۍ جبهې د مدیریت مرکزونه" په نښه کړي دي.‌

    دغو ځواکونو یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د بریدونو په دې څپه کې په الظفره اډه کې د امریکايي ځواکونو خلاف هم چې ملاتړی استخباراتي رول لوبوي، په ګډه ۱۰ فتاح او قدر هایپرسونیک توغندي او ویجاړونکي‌ ډرونونه کارول شوي دي.‌

    ‌الظفره هوايي ډه د متحدو عرب اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده او د امریکا پر هوايي ځواکونو سربېره یې د اماراتو هوايي ځواک هم د جګړې د قوماندې د مرکز په توګه کاروي.

  13. وروستی, د ایران پوځ ژمنه کړې چې د اسرائيل لومړی وزیر به تعقیب او ووژني

    د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ ژمنه کړې چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به ووژني.

    د ایران نیمه رسمي مهر خبري اژانس ویلي، سپاه پاسداران به د زور کارولو له لارې د هغه د تعقیب او وژلو هڅو ته دوام ورکړي.

    سپاه پاسداران ځواکونو همدا راز ادعا کړې چې د رښتینې‌ژمنې-څلور عملیاتو په ۵۲مه څپه کې یې په اسرائيل کې ځینې اهداف او په سیمه کې د امریکا درې اډې په نښه او ویاړې کړې دي.

  14. ټرمپ: اوس مهال له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، لا تر اوسه له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه دی.

    له اېن بي سي نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې، ښاغلي ټرمپ ويلي، ایران غواړي معامله وکړي، خو دی اوس مهال هوکړې ته چمتو نه دی، "ځکه چې شرایط لا تر اوسه هغومره ښه نه دي."

    که څه هم نوموړي په ډاګه نه کړه چې دا شرایط به څه دي، خو ويې ويل چې د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هر ډول پلانونو تېرېدل به د احتمالي معاملې برخه وي.

    ښاغلي ټرمپ په مرکه کې دا هم ويلي، ډېری هیوادونو ژمنه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په برخه کې به مرسته وکړي خو د دغو هېوادونو نومونه یې په ډاګه نه کړل.

    هغه دا ادعا هم وکړه چې امریکا د خارګ ټاپو چې د ایران د تېلو د صادراتو مهم مرکز بلل کېږي "په بشپړه توګه ویجاړ" کړی دی.

    د امریکا ولسمشر د تېلو د بیو لوړېدو د اندېښنو په اړه وويل،"ډېر تیل او ګاز شته. ډېرې سرچینې موجودې دي، يوازې له ستونزو سره مخامخ شوې دي، خو دا وضعیت به ډېر ژر حل شي."

  15. اسرائیل وايي د ایران له خوا توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

    د اسرائيلو پوځ وايي د يکشنبې په سهار له ایران څخه ویشتل شوي توغندي یې شنډ کړي دي.

    د اسرائیلو د بېړنيو چوپړونو ادارې ويلي، په دې توغنديو د هېواد مرکزي سيمې په نښه شوې وې.

    اسرائیلي چارواکو تر دې دمه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی.

  16. د ایران لپاره د خارګ ټاپو ارزښت

    د ایران خارګ ټاپو له سمندر غاړې شاوخوا ۲۵ کيلومتره لرې پروت دی خو دا کوچنی ټاپو د ایران د انرژۍ د زېربناوو له خورا مهمو برخو دی. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې د امریکا پوځ په دې ټاپو کې ټولې پوځي موخې له منځه وړې دي.

    خو د خارګ ټاپو ولې د ایران لپاره حياتي او د امریکا لپاره دومره ستراتېژيک ارزښت لري؟

  17. وروستی, د تهران په ځینو سیمو کې د تازه چاودنو غږونه اورېدل شوي

    ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په ځینو سیمو کې څو چاودنې اورېدل شوې دي.

    د وحید انلاین په نامه یوه ټېلېګرام کانال ځینې ترلاسه شوي پیغامونه خپاره کړي، چې وايي د چاودنو له کبله په مرکزي، لوېدیځ او جنوبي تهران کې کورونه لړزېدلي دي.

    وړاندې، راپور ورکړل شوی و چې د اصفهان په مرکز کې د هوايي برید له امله لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

    د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د برید قربانیان د فابریکې کارګران وو.

  18. د ایران د فضايي څېړنو پر انسټېټيوت د برید شېبه

    په دې ویډيو کې د ایران پلازمېنې تهران په طرشت سیمه کې د دغه هېواد د فضايي څېړنو پر انسټېټيوټ د برید شېبه لیدل کېږي. برید د تېرې جمعې په ماښام شوی و.

    په ويډيو کې د پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل کېږی او له ودانۍ لوګي پورته کېږي.

    په نورو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د څېړنو انسټېټيوټ په بشپړه توګه ویجاړ شوی او سوځېدلی دی.

    د ایران د فضايي څېړنو انسټیټیوټ، په ۲۰۱۱ کال کې د مخابراتو وزارت لاندې پیل شو، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

  19. لبنان وايي پر یوه روغتیايي مرکز د اسرائیلو برید کې ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

    د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي د جمعې په ورځ د لبنان په جنوب کې پر يوه روغتیایي مرکز د اسرائیلو برید کې ۱۲ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي چې په هغوی کې ډاکتران او نرسان هم شامل دي.

    د روغتيا نړيوال ادارې دا کړنه غندلې ده. د یادې ادراې مشر ټيډروس ګېبريوسس وایي، "د روغتيا نړيوال سازمان دا کړنه غندي او د روغتيايي کارکوونکو پر خونديتوب تينګار کوي".

    د اسرائيلو پوځ وايي د لبنان په جنوب کې یې پر بورج قلعويه سيمه د هوایي برید خبر ترلاسه کړی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

  20. وروستی, پر ایران بمبارۍ: څرنګه پر ټولې نړۍ اغېز کوي؟, پاول اډمز/د بي بي سي د ډیپلوماټیکو چارو خبریال

    د امریکا د "لوی قهر" له عملیاتو دوه اونۍ وروسته، پر ایران بریدونو نړیوال اقتصاد او سیمه ییز ثبات اغېزمن کړی دی.

    که څه هم د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو د تېلو د بیو لوړېدو او د هرمز تنګي ګډوډۍ له اسیا تر اروپا ژوند سخت کړی دی.

    د کابو ۳ میلیونو خلکو بې ځایه کېدل او د ایران ډرون بریدونه ښيي چې دا "لنډمهاله سفر" په یو لوی بحران بدل شوی چې د ټرمپ د تمې خلاف، امریکا یې یو ځل بیا په منځني ختیځ کې ښکېله کړې ده.

    اوس د "لوی قهر" په نامه له دې عملیاتو له دوو اونیو ډېر وخت تېرېږي چې اغېزې یې په ټوله نړۍ کې احساسېږي.

    دې جګړه چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو، سمندري ځواک او اټومي پروګرام له منځه وړل و، داسې کړکېچ رامنځته کړی چې سیمه ییز ثبات او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

    که څه هم ویجاړونکي هوايي بریدونه شوي، خو د ایران رژیم لا هم مقاومت کوي او په نویو خطرناکو لارو غبرګون ښيي.

    ایران د خپلو ګاونډیو (عراق او افغانستان) پرتله چې امریکا پکې کلونه ښکېله وه، ډېر لوی هېواد دی.

Trending Now