د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په کابل کې د نشي توکو روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځ برید غندلی او له نړيوالو یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي.
د افغانستان ملي لوبډلې الرونډر محمد نبي پر فېسبوک پاڼه يوه پوسټ کې ليکلي، "نن شپه د کابل په یوه روغتون کې د اميد څراغونه مړه شول. هغه ځوانان چې کورنيو یې د درملنې او نوي ژوند په هيله دلته سپارلي وو، د بمبار تر سيورې لاندې له موږه واخيستل شول... دا هغه کسان وو چې کورنيو یې غوښتل بېرته عادي ژوند ته راستانه شي، خو د رمضان په اته ويشتمه شپه یې ژوند د پاکستان د پوځي رژيم په بمبار کې پایته ورسېد".
بل افغان الرونډر ګلبدين نايب هم دې مرګوني برید ته غبرګون ښودلی او دا یې له "بشري اصولو او نړيوالو قوانينو" سره په ټکر بللی دی.
نوموړي پر فېسبوکپاڼه ليکلي، "د ملکي وګړو په نښه کول په هر نوم او هر دليل چې وي، د بشري اصولو او نړیوالو قوانينو له ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري. دا ډول کړنې نه يوازې د تاوتریخوالي دوام ته لار هواروی، بلکې د سيمې ثبات او متقابل باور هم زيانمونوي".
"موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غواړو چې د دغو پېښو په اړه بې طرفه څېړنه ترسره کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي."
افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم ويلي چې "افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابت کړي چې دوی د زور او ظلم په وړاندې نه ماتېږي. موږ به تل د خپل وطن، خپل عزت او خپل خلکو د دفاع لپاره ولاړ یو."
تر دې وړاندې راشد خان هم پر کابل د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د روژې په میاشت کې یې دا یوه ستره "بوږنونکې" کړنه بللې وه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دې بریدونو کې تر درملنه لاندې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستان بيا ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې"پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې یې کار کاوه."
بي بي سي په خپلواکه توګه د دې پخلی نشي کولی.