وروستی, د ۱۹ کلنو نړيوال جام؛ هند افغانستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووت, نورګل شفق / بيبيسي، پښتو

د عکس سرچینه، @BCCI
د ۱۹ کلونو د کرېکټ په نړيوال جام کې نن چهارشنبه ( سلواغه ۱۵/فبروري ۴) افغانستان له هنده په اووو وېکټو ماته وخوړه.
له دې سره هند د دغه نړیوال جام پایلوبې ته ووت او راروانه جمعه (سلواغه ۱۷/فبروري ۶) به له انګلنډ سره پایلوبه کوي.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او د هند ۱۹ کلنو ته یې ۳۱۱ رنزونه هدف وټاکه چې هند په ۴۱ اوور کې ور پوره کړ.
افغان لوبډله له دې ماتې سره د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو له نړیوال جامه ووتله او هند په دې بري پایلوبې ته لار وکړه.
د افغانستان پاڼۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له لوري عثمان سعادت او خالد احمدزی د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. سعادت په ۳۹ او احمدزی په ۳۱ منډو وسوځېد.
خو فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي لوبه وځلوله. دوی دواړو سلیزې ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ور واړوله.
فیصل شینوزاده ټولټال ۱۱۰ منډې وکړې او وسوځېد.
عزیز الله نیازي هم په نننۍ لوبه کې سلیزه ووهله او په ۱۰۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
افغان ځوانانو د ټاکلو ۵۰ اوورونو تر پایه د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.
د هند له لوري ديپېش دیوېندرن او کنېشک چوهان دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د هند پاڼۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند له لوري بیا وایباو سوریاونشي او ارون جورج د سرلوبغاړي وو.
سوریاونشي په ۳۳ توپونو چټکې ۶۷ منډې وکړې او د نصرت الله نورستاني په توپ عثمان سعادت کېچ کړ.
ارون جورج بیا هندۍ لوبډلې ته تر ټولو ډېرې ۱۱۵ منډې وکړې چې ۱۵ څلوریزې او دوه شپږیزې هم پکې شاملې وې.
د ده ترڅنګ لوبډلمشر ایوش مهاترې ۶۲ رنزونه وکړل او وسوځېد.
وروسته ویهان ملهوتره او وېدانت ترېویدي توپوهنې ته راووتله چې په ۴۱ اوور کې یې د افغان لوبډلې ټاکلی ۳۱۱ منډې هدف پوره کړ.
افغان لوبډله څنګه ولوبېده؟

د عکس سرچینه، ACB
د لوبې په پای کې افغان لوبډلمشر محبوب خان له افغانانو مننه وکړه او ویې ویل چې په دې جام کې یې لوبیز سفر تر همدې ځایه وه.
ده تر لوبې مخکې ویلي وو چې د هند پر وړاندې سيالۍ ته یې پوره چمتووالی نيولی، د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې یې تمرينونه کړي او اماده ده.
په ټوله کې که وکتل شي نو په ۵۰ اوورونو کې ۳۱۰ منډې هم ښه هدف دی خو هغه چې وايي، "کېچونه مېچونه" ګټي، داسې ځینې تېروتنې وې چې له افغان لوبغاړو وشوې او لوبه یې وبایلله.
افغان لوبډلې په سر کې ورو لوبه کوله او تر ۳۸ اووره یې تر ۲۰۰ منډې کمې وې خو وروسته یې توپوهنه چټکه کړه او په پاتې اوورنو کې یې پر ۳۰۰ رنزونو خبره ور واړوله او هندۍ لوبډلې ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.
خو د نور کله په څېر، په ډګرساتنه کې بیا افغان لوبغاړو د سوریاونشي په ګډون څو مهم کېچونه وغورځول او هندي ۱۹ کلن وتوانېدل چې ډېرې منډې جوړې کړي.
د لوبې د پای په شېبو کې چې فشار په زیاتېدو و، ویهان ته د عزیز الله خان "نو بال" هم یوه بله لوبیزه سهوه وه چې هغه له سوځېدو بچ او په ۳۸ منډو جوړولو بریالی شو.
خو د هندۍ لوبډلې پر وړاندې چې یوه تر ټولو پیاوړې لوبډله بلل کېږي، د افغان ځوانانو نننۍ لوبه د پام وړ وه.
د هند ۱۹ کلنو لوبډلې په روان نړيوال جام کې هېڅ لوبه هم نه ده بايللې او د تر ټولو ډېرو نومرو په لرلو سره په لومړي او دويم پړاو کې د خپل ګروپ په سر کې وه.
افغان زلموټو بیا يوازې له سريلنکا ماتې خوړلې وه خو د جنوبي افریقا او وېسټ انډيز په ګډون یې په لوی توپير څلورو لوبډلو ته ماته ورکړې وه.
په نننۍ لوبه کې هند بیا هم بری خپل کړ او له انګلنډ سره یې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام پایلوبې ته لار وکړه. وکتل شي چې دا لوبډله له انګلنډ سره سبا نه بله ورځ څنګه لوبېږي او سږنی نړیوال جام څوک ورسره وړي.















