اسرائیل د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران پر څو ښارونو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده. په خلیج کې هم ځینو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو او قطر ویلي چې دوی د ایران توغندي شنډ کړي دي.
دلته د نن ورځې د سیمې د بریدونو مهم ټکي دي:
د اسرائيل پوځ (ای ډي ایف) وایي دوی په تهران، شیراز او تبریز کې د ایران حکومت د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد ''پراخ بریدونه'' پیل کړي دي. اسرائيل وایي، پلازمېنه کې یې د فضايي چارو اړوند یو ځای هم په نښه کړی دی.
د اسرائيل پوځ دغه راز وایي چې د لبنان په سویلي برخه کې یې د حزبالله پر ضد «محدود او هدفمند عملیات» ترسره کړي دي.
د اسرائيل په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل، ځکه چې په شمال کې د حزبالله توغندي او په سویل کې د ایران توغندي روان وو.
قطر وایي، د ورځې په پیل کې له برید وروسته یې د ایران د توغندیو دویمه څپه هم شنډه کړې ده. د بي بي سي خبریاله مریم مشیري په دوحه کې وایي چې هغې څلور چاودنې واورېدې.
په متحده عربي اماراتو کې د ډرون بریدونو له امله په فجیره کې د تېلو په یوه لویه صنعتي سیمه کې اور ولګېد، او دغه راز په ام القیوین کې په یوه ودانۍ کې اور بل شو. چارواکي وایي، په ابوظبۍ کې یو فلسطینی ملکي وګړی هغه مهال ووژل شو، چې یو توغندی په ملکي سیمه کې وغورځېد.
په بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریال په خپل راپور کې د سعودي عرب چارواکو په حواله وایي، تېره شپه یې لسګونه ډرونونه راوغورځول، او عراق او کویت هم د نویو بریدونو راپورونه ورکړي دي.
داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه روان دي، په تصویرونو کې د ایران ځینې په نښه شوي ځایونه لیدل کېږي
پر ایران داسې حال کې بریدونه روان دي، چې نن ګهیځ وختي د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) وویل، پر تهران، شیراز او تبریز ښارونو د بریدونو یوه ''پراخه څپه'' پیلوي. په تصویرونو کې لوګي او مرستندویه کارکوونکي لیدل کېږي، چې د ویجاړو شویو ودانیو په خاورو، خځلو کې ګرځي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، په تهران کې تېره شپه او نن ورځ د چاودنو او لوګو لیدل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
په متحده عربي اماراتو کې هغې ودانۍ اور واخیست، چې ډرون ورسره ټکر شو
د متحده عربي اماراتو ام القوین سیمې پر یوه ودانۍ د ډرون لګېدو له کبله اور لګېدلی. دا د خلیج په لویدیځ ساحل کې موقعیت لري. دغه راز دا د متحده عربي اماراتو تر ټولو کم نفوسه ښار بلل کېږي. ځايي حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، د چا ټپي کېدو په تړاو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.
دوې هندۍ بېړۍ د موقعیت له خپرولو پرته له هرمز تنګي تېرې شوې, شروتي مینن او باربرا میټزلر
د بېړیو څارنې وېبپاڼې میرین ټرافیک په وینا، دوې مایع ګاز لېږدونکې بېړۍ- نندا دیوي او شیوالک - د شنبې پر ورځ له هرمز تنګي تېرې شوې او د هند ګجرات ایالت بندر ته نږدې شوې دي.
معلومات ښیې چې نندا دیوي او شیوالک دواړه د قطر په راس لافان بندر کې بار شوې او د اې ای اېس سیګنالونو بندیدو سره له تنګي تېرېشوې.
اې ای اېس هغه څه دي چې کښتۍ د خپل موقعیت ښودلو لپاره خپروي او انلاین تعقیب یېکېدای شي.
د مارچ پر ۱۴مه دوې هندۍ جنګي بېړۍ هم هغه مهال په سیمه کې لیدل شوې، چې دې ټانکري بېړیو خپل اې ای اېس سګنالونه بند کړي وو.