وروستی, د امریکا دترهګرۍ ضد ادارې مرکز مشر د ایران جګړې له امله استعفی وکړه
د متحدو ایالتونو ترهګرۍ ضد مرکز مشر پر ټولنیزې رسنۍ دې وینا سره له خپلې دندې استعفی کړې چې "وجدان یې ورته ایران سره له روان جنګه دملاتړ اجازه نه ورکوي".
د امریکا مشرانو جرګې د تېرکال جولايي میاشت کې د ولسمشر ټرمپ لخوا د جو کېنټ ټاکنه تایید کړی وه.
په خپل استعفا لیک کې ټرمپ ته وینا کې هغه ویلي “له ایرانه زموږ هېواد ته په سم لاسي ډول هیڅ ګواښ نه و متوجه او روښانه ده چې مونږ دا جګړه د اسرائیلو او امریکا کې د هغوی د ملاتړ ډلو د فشار له امله پیل کړې ده"
ده وړاندې لیکلی "کله هم دیوې داسې جګړې ملاتړ نه شي کولی چې امریکايی وګړو ته هیڅ ګټه نلري او نه هم د امریکایانو بشري بیه توجیه کولی شي"
جو کېنټ پر ایران د جګړې له پېله لومړنی جیګپوړی امریکايي چارواکی دی چې ددې جنګ له امله استعفا کوي.