د واتیكان له خوا د اعلان شوې وصیت له مخې، پاپ فرانسيس غوښتنه کړې وه چې دی دې د سانتا ماریا ماجوري کلیسا کې خاورو ته وسپارل شي. دا به له ۱۲۰ کلونو راهیسې لومړی ځل وي چې یو پاپ له واتیكانه بهر خښېږي.
د سانتا ماریا ماجوري لویه کلیسا له څلورو لویو پاپي کلیساوو یوه ده چې د روم په ښار کې، د واتیكان له دېوالونو بهر موقعیت لري (د سینټ پیټر کلیسا، د سینټ جان لاتران کلیسا او د سینټ پاول کلیسا). دا کلیسا د پنځمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې جوړه شوې ده.
پاپ فرانسيس به د دغې کلیسا اتم پاپ وي چې دلته خښېږي. تر ده مخکې وروستی پاپ کليمنت نهم و، چې د اوولسمې پېړۍ په اوږدو کې دلته خاورو ته وسپارل شو. په دې کلیسا کې نور مشهور شخصیتونه هم ښخ شوي دي، لکه د معمارۍ او مجسمه جوړونې ستر هنرمند جيوواني لورنزو برنيني، چې د سینټ پیټر میدان د ستنو ډیزاین یې کړی و.
باور کیږي چې دا کلیسا د حضرت عیسی علیهالسلام د زانګو پاتې شوني لري، چې په بیتلحم (فلسطین) کې اېښودل شوې وه. همداراز د مریم عذرا یوه مقدسه انځوریزه نښه هم پکې خوندي شوې ده او د کلیسا پر دېوالونو د زړې عهدنامې کیسې انځور شوې دي.
دغه کلیسا د "واورې مېرمن" په نوم هم یادېږي. د روایت له مخې، دا کلیسا د پاپ لیبیریوس (چې له ۳۵۲م تر ۳۶۶م پورې ژوندی و) د یوه لیدو له مخې رامنځته شوه.
پاپ فرانسيس په خپلې ۲۰۲۲م کال لیکلې وصیت کې ویلي دي: "زه غواړم چې زما وروستۍ ځمکنۍ سفر په دې لرغوني مريمي حرم کې پای ته ورسي، هغه ځای چې زه به د هر رسولي سفر په پیل او پای کې پکې ولاړ وم، خپلې غوښتنې مې له باور سره پاکې مور ته سپارلې او د هغې د مهربانې او مورنۍ پاملرنې له امله یې مننه کوم."
د یادونې وړ ده چې کله پاپ فرانسيس په ۲۰۱۳م کال کې د پاپۍ مقام ته ورسېد، نو دا کلیسا لومړی ځای و چې هلته یې عبادت وکړ.
د عکس سرچینه، Getty Images