د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي، پر زاپوریژیا اتومي انرژۍ مرکز د روسیې برید د چرنوبل اتومي مرکز چاودنې پېښې پرتله شپږبرابره ډېر زیان اړولای شوای.
نوموړي یوه ټلویزیوني وینا په دې ټکیو پیل کړه:
''د اوکرایین خلکو! موږ له یوې داسې شپې روغ ووتلو چې د تاریخ لاره یې درولای شوای، د اوکراین د تاریخ او د اروپا د تاریخ!'' نوموړی وايي، روسیان پر دې مرکز د ډزو پر مهال پوهېدل چې څه کوي. هغه دا د یوې داسې کچې ترهګري وبلله چې په وینا یې تر اوسه یې په هکله چا نه و اورېدلي.
نوموړي دغه راز روسیانو ته په وینا کې وویل: دا څنګه کېدای شي؟ ایا موږ په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبل پېښې عواقب په شریکه و نه زغمل؟ ده له روسیانو وغوښتل چې لارو، کوڅو ته ووځي او په وینا یې ''خپل حکومت ته ووایاست، چې غواړو ژوندي پاتې شو.''
ښاغلی زیلنسکي وايي، له نړیوالو مشرانو سره یې تر اوسه اړیکه نه شته، چې وايي، د اتومي انرژۍ تولید مرکز په شاوخوا کې د تېرې شپې پېښو حیران کړي دی. نوموړي د اوکرایین هوايی حریم کې د الوتنو لپاره د ممنوع زون رامنځته کولو غوښتنه وکړه او په وینا یې پر '' اتومي ترهګر هېواد'' باید ځکه بندیزونه ولګول شي، چې په وینا یې رادیواکتېف وړانګې نه پوهېږي چې روسیه چېرې ده.