BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, اسرائیل وایي، د جګړې 'بل پړاو' پیلوي
د اسرائيل پوځ وايي، ايران د پنجشنبې په سهار اسرائيل ته څو توغندي توغولي دي، خو د دې هېواد د بېړنيو خدماتو ادارې د راپور له مخې تر اوسه د احتمالي زيانونو په اړه سملاسي راپور نه دی خپور شوی.
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د پاکستان پوځ مشر: د طالبانو له حکومت سره سوله د کابل له خوا د ټي ټي پي ملاتړ پر بندولو مشروطه ده
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې یوې رسنیزه اعلامیې کې، د ښاغلي منیر له قوله ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې افغان طالبان "د ترهګرۍ او ترهګرو سازمانونو ملاتړ ودروي.
کرېکټ نړیوال جام: هند لوبډله انګلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ورسېده
د ای سي سي کرېکټ ۲۰ اوریزو نړیوال جام د دویمې نیمه پایلوبې په سیالۍ کې هند د ۷ منډو په توپیر انګلنډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، د پاکستان په بلوچستان کې یې د اېف سي یا سرحدي ځواکونو پر قومندانۍ هوايي برید کړی.
د دوبۍ اسمانڅکې ودانۍ به د خوندیتوب باور وساتي؟
د هالیوډ له اعلاناتو، نیولې بیا تر ځلانده اسمانڅکو ودانیو او نړیوالو نندارو چې په کې تل دا یو پیغام رسول کېده، که په دې سیمه کې ناکراري هرڅومره وي دوی به د امن کور وي. د خلیج هیوادونو د دې لپاره لسیزې تیرې کړې چې ځانونه د نړیوالې پانګونې لپاره د ثبات لرونکو مرکزونو په توګه نړۍ ته ور وپېژني.
ایران د دیمونا اټومي بټۍ د ویشتلو ګواښ کوي؛ د دې بټۍ په اړه څه پوهېږو؟
یوه ایراني پوځي چارواکي ویلي، د امریکا یا اسرائیلو هره هڅه چې په ایران کې د "وسله والې ګډوډۍ" له لارې د نظام د پرځولو لپاره کېږي، له خورا سخت ځواب سره به مخ شي چې ښايي په اسرائیلو کې د دیمونا اټومي بټۍ په نښه کول هم په کې وي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کرېکټ: راشد خان د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې ابراهیم ځدراڼ ټاکل شوی
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه اعلان کړل چې پکې د شل اوریزو سیالیو لپاره د راشد خان پر ځای ابراهیم ځدران لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟
د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی.
امریکا او اسرائیل څنګه وتوانېدل د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهاي په نښه کړي؟
هغه برید چې د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنهاي ژوند یې پای ته ورساوه، لکه څنګه چې تمه کېده په نیمه شپه نه، پر رڼا ورځ وشو. لامل یې دا و چې امریکا او اسرائیلو پریکړه وکړه، له هغو خورا مهمو استخباراتي معلوماتو ګټه پورته کړي چې له برید څو ساعته وړاندې ورته رسېدلي وو. دواړه هېوادونه له میاشتو راهیسې د لوړپوړو ایراني څېرو د غونډې لپاره د مناسب فرصت په تمه وو. دوی پوهېدل چې خامنهاي به د شنبې پر سهار د تهران په مرکز کې په خپله استوګنیزه ودانۍ کې وي. همدارنګه دوی د نورو لوړپوړو پوځي او استخباراتي شخصیتونو له موقعیت هم خبر وو چې هم مهاله یې غونډه لرله. د امریکا او اسرائیلو لخوا د میاشتو راهیسې د ستر مذهبي مشر ناسته ولاړه څارل کېدله. که څه هم کره او دقیقې کارول شوې لارې پټې ساتل شوې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې ورته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه ونشو کولای زموږ له استخباراتي ادارو او خورا پرمختللو څارونکو سیسټمونو وتښتي." ښايي دا معلومات له انساني سرچینو ترلاسه شوي وي، خو ډېره شونتیا شته چې دا د ایراني چارواکو تخنیکي څار(ټرکینګ) وي.
د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي اته لسيزې ژوند
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې. خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ مارچ ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ مارچ ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.


















































