تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم دروازه پرانیستل شوه
د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون پر اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه، خو د خلاصېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د دروازې له پرانیستل کېدو سره دواړه غاړو ته په تمه خلک پورې وتل او بار وړونکو ګاډو ته له کرښې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر هم تایید کړې ده چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ په موخه خلاصه شوه.
وړاندې په تورخم کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو پنجشنبې ماښام وويل، سبا د جمعې په ورځ د تورخم دروازه د مسافرو او موټرو پر مخ پرانيستل کېږي.
تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب له بي بي سي سره په خبرو کې د لارې د پرانيستلو پخلی وکړ او زياته يې کړه، "دواړو لوريو ژمنه کړې چې د جمعې پر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار اته بجې به د تورخم دروازه پرانيستل شي. "