پاکستان کې د روژې پر نوي قانون د بېنظیر بوټو د لور نیوکه

د پاکستان مشرانو جرګې یوه تعدیلي مسوده تصویب کړې. مسوده کې پر هغو کسانو د جریمې ډېرولو سپارښتنه شوې، چې د روژې پر مهال عام محضر کې خواړه خوري یا څښاک کوي.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو لور بختاور بوټو زرداري د روژې درناوي نوي حکم کې د تعدیل له تصویب وروسته یوه ټویټر پیغام کې ویلي '' د دغه مسخره قانون له کبله به خلک جل ووهي، بدنونو کې به یې اوبه وچې شي، مړه به شي، هر څوک دا نه شي کولای، دا اسلام نه دی. ''

له دغه پیغام وروسته بختاور یو شمېر تشریحات هم کړي، چې په وینا یې ''پاکستان کې به ټول روژه نه نیسي، ایا د ښونځیو ماشومان، سپین ږیري او ناروغان به هم د اوبو څښاک له کبله نیول کېږي؟ '

ځینو کسانو د بختاور پر دغو څرګندونو نیوکې هم کړې. یوه خصوصي ټلویزیون پر خپله ویبپاڼه لیکلي ''بختاور بوټو د روژې درناوي قانون نه مني. ''

خو د بختاور د هغې پوښتنې ځواب نه دی ورکړل شوی، چې وايي، روژې کې د اوبو څښلو له کبله درې میاشتې زندان سزا ورکول کېږي، خو د یوه ترهګر په توګه د ښوونځي د زده کونکې ملالې د وژنې له هڅې وروسته هم کولای شې پر ټلویزیون له مسکۍ څېرې سره راڅرګند شې.

دغه پیغام کې د نوموړې اشاره د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ته وه، چې اوس له ځايي ټلویزیونونو سره مرکې کوي.

پاکستان کې د روژې درناوي قانون ۱۹۸۱ کال کې د هغه مهال واکمن جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و. د دغه قانون له مخې هغه کسان، چې اسلام کې پرې روژه فرض وي نه شي کولای عام محضر کې خواړه وخوري او یا څښاک وکړي.

له دغه قانون نه سر غړاوي کوونکو ته درېیو میاشتو پورې د زندان سزا ورکول کېږي او ۵۰۰ روپۍ جریمه کېدای شي.

دغه راز د رسټورانټونو څښتنان نه شي کولای د روژې وختونو کې مشتریانو ته خواړه ورکړي.

که څه هم دغه قانون پر روغتونونو، مساپرو او د لومړنیو ښوونځیو پر ماشومانو نه پلي کېږي، خو د وخت له تېرېدو سره رویې بدلې شوې او ډېری مهال لیدل شوي، چې له دغه قانونه سرغړوونکي په عام محضر کې وهل ډبول کېږي.