تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوريا اتومي او توغنديزې ازموينې بندوي
چين او امريکا د شمالي کوريا دې اعلان هرکلی کړی، چې وايي د اتومي توغنديو ازموينې ځنډوي. د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون، وايي دا ازموينې ځکه دروي، چې شمالي کوريا د اتومي وسلو جوړولو خپله موخه بشپړه کړې ده.
د ده دا اعلان د جنوبي کوريا او امريکا له مشرانو سره له پلان شوې غونډې مخکې کېږي.