ویلادیمیر پوتین؛ له جاسوسۍ تر څلورم ځل ولسمشرۍ

Vladimir Putin in Sochi, 3 May 2018

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پوتېن تېره اونۍ سوچي ښار کې. د روسیې دغه ښار سږ کال د نړیوالو لوبو کوربه دی.

ویلادیمیر پوتین د څلورم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې مراسم کرېملېن تالار کې جوړ شوي وو او کابو پنځه زره کسانو پکې ګډون وکړ.

تر لوړې وروسته ښاغلي پوتین په خپله وینا کې وویل، د روسیې د ولس له وړتیاوو به کار اخلي او روسیې ته به د پرمختګ زمینه برابروي.

نوموړی له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په روسیه کې یا د ولسمشر او یا هم د لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شوی.

مخالفین یې پر ده نیوکه کوي چې د یو امپراتور یا څار په څېر چلن کوي او نه غواړي له واکه لېرې شي.

نوموړی د تېر مارچ ټاکنو کې څلورم ځل ولسمشر شو.

هغه له ۱۸ کلونو راهیسې د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه واکمن دی.

مخالفان یې پخوانی څار(تزار) یا امپراتور واکمن بولي.

د شنبې په ورځ په مسکو او د روسیې نورو ښارونو کې د پوتین پرضد مظاهرې هم وشوې.

د دوشنبې په ورځ د نوي تاوتریخوالي وېره شته.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوتین ضد مظاهرو کې د شنبې په ورځ له زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

فرانس خبري اژانس وايي، ښايي د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ تر مراسمو دا مراسم کم وي.

دا اژانس زیاتوي ښايي ولسمشر پوتین یواځې له هغو کسانو سره وګوري چې د ده لپاره یې دواطلبې ټاکنیزې هڅې کړې دي.

که څه هم د روسیې د ټاکنو کمېسون وایي، نوموړي تېرو ټاکنو کې ۷۶ سلنه رایې وګتلې، خو د درغلیو رپوټونه هم ور کړل شوي دي.

یو نامي مخالف مشر الیکسي ناویلاني له ټاکنو منع شوی و.

نوموړی د تېرې شنبې په ورځ هم مظاهرو کې- په دې شعار سره چې "زموږ ستوری نه دی" د ګډون لپاره تیار و- خو ونیول شو.

د پوتین ولسواک مخالفان پر ده تور لګوي چې روسیه کې یي ولسواکي کمزورې کړې او داسې پالیسي یې غوره کړې چې له پارلمان یې ریښتوني مخالف ګوندونه لرې کړي او په واک کې یې خپل ځان او ملګري ساتلي دي.

پوتین بیا بیا ولسمشر کېږي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پوتین سپرکاري، نښه ویشتل، لامبو او نور مختلف هنرونه زده دي.

پوتین اول ځل ۲۰۰۰ کال کې ولسمشر شو، پر ۲۰۰۴ کال بیا وټاکل شو او ۲۰۰۸ کال یې خپل روزلی نیالګی دیمیتري میدویدوف ولسمشر شو، ځکه ده ته له دوه ځلې پرلپسې ولسمشر کېدلو ډېره اجازه نه وه.

خو بیا د شکونو په ریښتیا کېدلو سره پوتین پر ۲۰۱۲ کال دریم ځل د شپږو کلونو لپاره ولسمشر شو.

کله چې دغه ۶۵ کلن سړی پر ۲۰۲۴ کال د څلورمې ولسمشرۍ پای ته رسېږي نو د یوې پېړۍ نږدې څلورمه برخه به واکمن پاتې وي.

دی به د روسیې له هغو واکمنو لږ پاتې را شي لکه د پخواني شوروي دیکتاتور ستالین چې ۳۱ کاله واکمن و، یا هم ځینې روسي څاران لکه الیکساندر دوه چې ۲۶ کاله او نیکولای یو چې ۳۰ کاله یې په واک منګولې کلکې کړې وې.

جاسوس ولسمشر شو

v

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۱ کال پوتین له ملتپالو ټپټپي چلوونکو سره.
  • ۱۹۵۲ د اکتوبر ۷ د روسیې دویم ستر ښار لېننګراد(اوسني سن پیترزبرګ) کې وزېږېد، قانون یې ولوست، د کي جي بي پټ پولیس شو او کمونېست ختیځ جرمني کې یې جاسوسي وکړه
  • ۱۹۹۰ کلونو کې د سنت پیترزبرګ ښاروال ته د مهم همکار په توګه له خدمت وروسته پر ۱۹۹۷ کال د بوریس یالڅین کرېملین ته لاړ او د اېف اېس بي یا د کې جي بي د ځایناستې ادارې مشر شو
  • ۱۹۹۹ کال لومړی وزیر شو، خو د یالڅین استعفا پسې سرپرست ولسمشر شو
  • ۲۰۰۰ کال کې ولسمشر وټاکل شو او څلور کاله یې خدمت وکړ.
  • ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشرۍ له دریم ځلي ټاکنو تېر شو، د لاس نیالګی یې دیمیتري میدویدوف ولسمشر او دی لومړی وزیر شو.
  • ۲۰۱۲ کال د دریم ځل لپاره ولسمشر شو او د نوي قانون له مخې شپږ کاله واک کې پاتې شو
  • ۲۰۱۸ کال بیا څلورم ځل ولسمشر شو.

پوتین روسیه څنګه بدله کړه؟

Russian President Vladimir Putin (R) and Syrian President Bashar al-Assad visit the Hmeymim air base in Latakia Province, Syria, 11 December 2017

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۷ کال پوتین سوریه کې له ولسمشر بشار اسد سره.

عادي روسان د ویلادیمیر پوتین د لومړنیو کلونو واکمنۍ هرکلی کوي چې ټیکاو یې رامنځ ته کړ، د پیسو پړسوب یې کم کړ او پراختیايي کارونه یې وکړل.

شمالي قفقاز کې یې هغه بېلتونپالی تاوتریخوالی په خونړي ډول پای ته ورساوه چې له ده مخکې د بوریس یالڅین وخت کې پیل شوی و.

د تېل او ګاز په پیسو د ودې او پرمختیا په زیاتېدلو سره د پوتین واک زیات شو د خپلواکو رسنیو او سیاسي ازادۍ ملاتړ یې وکړ.

پر ۲۰۱۴ کال یې له روسیې سره د کریمیا په یو ځای کولو له سړې حګړې وروسته لوی نړیوال کړکېچ ته لمن ووهله، چې له امله یې تر نن پر روسیه د لوېدیځ بندیزونه لګېږي.

روسیه پر ۲۰۱۶ کال د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې په لاسوهنه تورنېږي، د مسکو او واشنګټن اړیکي نور هم خراب شول.

سږ کال برتانیا هم پر روسیه تور ولګاوه چې پر یو جاسوس یې لندن کې برید کړی دی، خو مسکو دا تورونه ردوي.

پوتین پر نړۍ څه منل غواړي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۳ کال پوتین له خپلو سپیو سره.

سیاسي شنونکي دیمیري اورشکین له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې اوسنۍ ولسمشرۍ کې به د نړیوالې تولنې په تړاو پوتین خپله پالیسې کې بدلون ولري.

"روسیه د افغان- شوروي جګړې وروسته داسې نه وه ګوښه شوې. اوس پوتین له روسیې سره د نوې ځمکې یو ځایول نه غواړي".

د هغه په خبره، پوتین به هڅه کوي پر نړۍ د روسیې ګټې او پخوانی ځای ومني.