BBC News, پښتو - کور پاڼه

راس لفان

ژوندۍ پاڼه,
د قطر پر صنعتي سیمه توغندیز برید 'پراخ زیان' اړولی

د قطر تېلو دولتي شرکت ویلي، په راس لفان صنعتي سیمه کې د توغندیزو بریدونو له امله ''پراخ زیان'' اوښتی دی. راس لفان له هغو ځایونو یوو چې ایران په خپله خبرداری کې یاد کړی و او ویلي یې وو، که د دې هېواد د سویلي پارس ګازو تاسیسات د اسرائیلو له بریدونو سره په نښه شي، ''پرېکنده اقدام'' به وکړي.

مهم خبرونه

  • د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستان برید کې د ځینو وژل شویو کسانو جنازه پر چهارشنبه کابل کې ادا شوه.

    پاکستان او افغانستان 'لنډمهالی' اوربند اعلان کړ

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې'' اعلان کوي.

  • .

    "ډیزل ډیپلوماسي" بنګله دېش، هند ته نږدې کولی شي؟

    د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران تر برید وروسته، په منځني ختیځ کې د پیل شوې جګړې له امله د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر په بنګله‌دېش کې هم د سون‌توکو کمښت راغلی. په همدې حال کې په هېواد کې د پټرولو پمپونو مخې ته د موټرو اوږده کتارونه لېدل کېږي او خلک شکایت کوي چې له اړتیا وړ تېل نه ورکول کېږي.

  • علی ریجاني د مايکروفون پروړاندې خبرې کوي

    د علي لاریجاني مړینه به د ایران د مشرتابه دننه بحران لا پسې ژور کړي

    د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجان د اسلامي جمهوریت له تر ټولو تجربه لرونکو او اغېزناکو پالیسيو جوړونکو یو دی چې په داسې حساس وخت کې له منځه وړل کېږي. لاریجاني يو پوځي قومندان نه و خو هغه د ایران د ستراتېژيکو پرېکړو په جوړولو کې يو مهم مرکزي رول درلود.

  • د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۷مه، د افغانستان په کابل کې د پاکستاني هوايي بریدونو وروسته د ویجاړۍ یوه منظره.

    له "افسوتر" او "فینېکس" تر "امید" پورې، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې پاکستان پرې برید کړی څومره معلومات لرو؟

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې د دوشنبې په شپه پرې پاکستان هوايي برید وکړ یو نسبتا "تاریخي" ځای بلل کېږي. دا د اميد ۲۰۰۰ بستريز د درملنې او ملاتړ مرکز د کابل-جلال اباد پر لويه لار د کابل ښار په ختیځ کې پروت دی.

  • علي لاریجاني

    د ایران د ملي امنيت مشر علي لاريجاني څوک و؟

    د اسرائيلو د دفاع وزير يسرائيل کاټس د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني په يوې اسرائيلي هوايي برید کې وژل شوی دی. ايراني رسنيو ويلي و چې لاريجاني به د اسرائیلي رسنیو له لوري د هغه د مړينې د خپرو شویو خبرونو په اړه وينا وکړي، په داسې حال کې چې تر دې دمه د ايران د رسمي غبرګون نشتوالي له امله د دې ايراني مشر برخلیک ناڅرګند پاتې دی.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • فرحان حق
  • kabul
  • kabul
  • Keyframe #4
  • Keyframe #5
  • Keyframe #9
  • کندهار
  • مجتبی خامنه اي
  • ایران

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي