BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ له بریتانیا او نورو هېوادونو د هرمز تنګي خوندي کولو لپاره د بېړیو استول غوښتي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په یو نه یو ډول به د هرمز تنګی پرانیزي او خوندي کوي. ده له بریتانیا او نورو هېوادو غوښتي چې ددې مهمې سوداګریزي لارې خوندي کولو لپاره بېړۍ واستوي. پرایران له د امریکا او اسرائیلو د برید له پیله د راپورونو له مخې دې تنګي کې پر ګڼو بېړیو برېدونه شوي دي. له دې تنګي د نړۍ شا او خوا ۲۰ سلنه تېل صادرېږي.
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د طالبانو حکومت دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مو ۱۴ پاکستاني سرتېري وژلي
د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي ځواکونو یې ختیځ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې د پاکستان پوځ یوه پوسته نیولې، ۱۴ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ۱۱ نور ټپيان کړي دي. ورمخکې د پاکستان پوځ ویلي و چې په راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه کې د افغان طالبانو د تېرې ورځې ډرون بریدونه خپلو مطلوبو اهدافو ته نه دي رسېدلې او د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي کسان پکې ژوبل شوي دي.
پر ایران بمبارۍ: څرنګه پر ټولې نړۍ اغېز کوي؟
د امریکا د "لوی قهر" له عملیاتو دوه اونۍ وروسته، پر ایران بریدونو نړیوال اقتصاد او سیمه ییز ثبات اغېزمن کړی دی. که څه هم د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو د تېلو د بیو لوړېدو او د هرمز تنګي ګډوډۍ له اسیا تر اروپا ژوند سخت کړی دی.
روژه: هر ماښام د افغانستان په لر او بر کې بېلابېلې ورزشي لوبې او د مینهوالو ساتېری
د روژې میاشتې له پیله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رنګارنګ ورزشي لوبې روانې دي چې زرګونه نندرچیان ورځي. د دغه لوبو یې مشهورې د والیبال، فوټبال، فوټسال او کرېکټ دي. موږ په همدې اړه په څو ولایتونو کې له لوبغاړو سره خبرې دي.
خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د هغه په امر د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ په منځني ختیځ کې د تاریخ له تر ټولو قوي هوايي بریدونو یو ترسره کړی او د خارګ ټاپو ټول پوځي اهداف، چې د ایران له مهمو شتمنیو ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
سایبري جګړې په ایران کې څه رول لوبولی دی؟
کله چې د پوځي ځواک خبره شي، امریکا او اسرائیل په دې اړه له څه درېغ نه کوي، څنګه پر ایران برید کوي. د امریکا پوځي مرکزي قومانداني په ټولنیزو رسنیو کې په هرو څو ساعتونو کې له مسلکي عکسونو او رنګارنګ ویډیوګانو سره، د بېلابېلو وسلو، جېټ الوتکو او کیښتیو د کارولو په اړه مطلبونه خپروي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
هزاره توکمه افغان لومړی وزیر: سلطان علي کشتمند څوک و؟
سلطان علي کشتمند د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل یو هزاره او شیعه مذهبه لومړی وزیر و، چې د شوروي له یرغل وروسته یې په کابل کې په کیڼ اړخو حکومتونو کې د یوې لسیزې لپاره یې دغه څوکۍ سمبالوله. او با خانواده اش از سال ۱۹۹۲ در بریتانیا بهعنوان پناهنده سیاسی زندگی میکرد و در ۱۳ مارچ ۲۰۲۶ در شفاخانهای در لندن درگذشت.
د ایران نوي مذهبي مشر په خپله لومړۍ وینا کې د هرمز تنګي بندولو ژمنه وکړه
د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي له قوله ویل شوي، چې ایران به د هرمز تنګي لاره تړلې وساتي، چې نړۍ ته د تېلو لېږد یوه خورا مهمه سمندري لاره ده.
'جهادي ډیپلوماسي': هغه کسان چې وسلهوالو ډلو سره د تړاو مخینه لري، د پاکستان او افغانستان کړکېچ کمولی شي؟
د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې چې د فبرورۍ د ۲۶ او ۲۷مې ترمنځ شپه پیل شوې وې، له ۱۳ورځو تېرېدو سره سره لا هم دوام لري. د دواړو لوریو وروستۍ څرګندونې ښيي چې تر اوسه د دې جګړې د کمېدو کوم څرګند څرک نه ښکاري.
ولې د تېلو د بیو لوړېدو سره د ژوند ډېرې برخې اغېزمنېږي؟
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پایلې اوس د نړۍ هر ګوټ ته په رسېدو دي. په خلیج سیمه کې د شخړې له امله د تېلو د صادراتو په لاره کې خنډونه د دې لامل شول چې د سیمې هېوادونه خپل د تېلو تولید کم کړي. د غوښت او عرضې دغه ټکان په خپل وار سره د تېلو بیې له یوه مخه پورته کړې، چې تېره دوشنبه په لوړه کچه کې ۱۲۰ ډالرو ته ورسېدې.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۴ مارچ ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۴ مارچ ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































