BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ترابي

    د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یوه څه اغېزمن کړی

    د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې کارونه یو څه "ټکني" کړي دي. ملا نورالدین ترابي بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي،‌ چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني. د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي‌ مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.

  • کډوال

    د پاکستان مرکزي‌ حکومت ادعا کوي چې له تیرا د خلکو د وتلو امر دوی او پوځ نه دی کړی

    د پاکستان فدرالي حکومت ادعا کوي چې دوی او یا پوځ لخوا د خیبر پښتونخوا له تیرا درې د خلکو د وتلو هېڅ امر نه دی شوی. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزارت نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه یوه خپره کړې اعلامیه کې د پوځ لخوا خلکو ته له دغې درې د وتلو امر په تړاو خپاره شوي رپوټونه چورلټ ناسم او "ګمراه کوونکي" بللي دي.

  • .

    ټرمپ وایي، په افغانستان کې د بریتانیا جنګېدلي سرتېري له تر ټولو غوره جنګیالي وو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو بریتانوي سرتېرو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، دا ستاینه وروسته له هغه ده چې نوموړي ویلي و "متحد ځواکونه" د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې وو چې له امله یې د پخوانیو سرتېرو او سیاستوالو سختې نیوکې راوپارولې. د دې اوونۍ په پیل کې ټرمپ د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو د سرتېرو رول په کم‌ ارزښت ښودلو سره د امریکا متحدین په غوسه کړل.

  • د بارډر۲ فلم د مرکزي لوبغاړو تصویر چې تر ټولو مشهور یې سني‌دیول دی.

    د هند او پاکستان جګړې په اړه د بالیووډ نوي فلم غبرګونونه پارولي دي

    په بالیووډ کې د جګړې او جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلمونه نوې خبره نه‌ ده خو په وروستیو میاشتو کې د دې ډول فلمونو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. د ۱۹۷۱ کال د هند‌ او پاکستان جګړې په اړه جوړ شوی فلم "اکیس" چې د نامتو لوبغاړي درمېندر وروستی فلم هم بلل کېږي، خپور شوی و. د همدې جګړې پر موضوع بل نوی فلم "بارډر۲" هم جوړ شوی چې د جنورۍ په میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي. تر دې وړاندې، د جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلم "دورندر" د هند او پاکستان د اړیکو د انځورولو له امله، له ستاینې سره سره یو ډول اندېښنه هم راپارولې وه.

  • د یوې ښځې انځور چې د غوسې په خونه کې د بېسبال بېټ په وسیله ټایرونه وهي. هغې تور بې ‌لستوڼو لنډ کمیس او پتلون اغوستي دي

    د ښځو د غوسې د سړولو خونه

    ډینا د غوسې د سړولو خونې ته تللې وه. دا وایي، په پیل کې یې خامخا د نا ارامۍ یو ډول احساس لاره. یادونه: د غوسې د سړولو خونې د رواني درملنې یوه برخه ده چې ځورول شوي یا غوسه لرونکي کسان ورځي او هلته خپله غوسه د بې‌ ساه شیانو په وهلو یا ماتولو سړوي. ډینا وایي، د غوسې د سړولو په خونه کې د شیانو د ماتولو چاره ګډه وډه نه وه او نه هم دا چاره داسې وه کله برید بلکې په خبره یې دا کار منظم او په یوه روښانه هدف سره ترسره کېده.

لنډې ویډیوګانې

  • ټرمپ
  • .
  • واوره
  • USWE
  • ټرمپ
  •  راشد خان او انالین فورستر
  • BBC
  • سالنګ
  • اروپا کې افغاني شیریخ جوړوونکې
  • افغانستان کې یو سړی چې پنبه پرې نښتې ده

ځانګړي مطالب

  • یوې جینۍ کتاب په لاس کې نیولی

    ملګري ملتونه: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان له سخت کړکېچ سره مخامخوي

    ملګري ملتونه او د حقونو نورې ملاتړې ټولنې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي. د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي. د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.

  • Composite picture of US President Donald Trump with Russian President Vladimir Putin behind him to the left and Chinese President Xi Jinping behind him to the right. All three are in front of Greenland’s flag.

    ولې ډونلډ ټرمپ د ګرینلنډ د نیولو هڅه کوي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا بايد د ډنمارک نيمه خپلواکه سيمه ګرينلنډ له دې کبله ترلاسه کړي ځکه چې چين او روسيه یې د لاندې کولو هڅې کوي. ډونلډ ټرمپ د روانې مياشتې په پيل کې خبريالانو ته وويل، "موږ بايد د ګرينلنډ دفاع وکړو. که موږ دا کار ونکړو، چين یا روسیه به یې وکړي". نوموړي زياته کړه، "زه نه غواړم هغوی په ګرينلنډ کې زموږ ګاونډيان شي. داسې باید ونشي".

  • د ايس افسران

    په امریکا کې د کډوالۍ فدرالي ادارې افسر يو کس په ډزو وژلی

    د امریکا د کورني امنیت وزارت بي بي سي ته تائید کړې چې د شنبې په ورځ ځايي مهال د سهار ۹:۰۵ د مینیسوټا په مینیاپولیس کې د کډوالۍ ادارې یوه فدرالي افسر يو تن په ډزو ويشتلی دی. د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا وویل، هغه کس چې په ډزو کې لګېدلی د مینیاپولیس یو ۳۷ کلن سپین پوستی سړی او د امریکا تبعه دی.

  • یو سړی په سړک پوقانې خرڅوي.

    په افغانستان کې د واورې ښکلا او ستونزې

    په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو واورو شاهدان وو. دې واورو له یوې خوا بزګران او خلک خوشحاله کړي، خو له بلې خوا یې ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي. نوي خپاره شوي انځورونه ښيي چې واورو د ډېرو ولایتونو ځمکه او ونې سپینې کړې او یوه ښکلې ژمنۍ منظره یې رامنځته کړې ده. خو سره له دې، دغې سختې واورې د تګ راتګ جدي ستونزې پیدا کړې دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي