BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا پوځي چارواکي: ایران سره د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې امریکا ته ۱۱.۳ میلیارد ډالره زیان اوښتی
د امریکا پوځي چارواکو کانګرېس ته ویلي چې له ایران سره د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې امریکا ته شاوخوا ۱۱.۳ میلیارد ډالره تاوان اوښتی دی. خو اټکل کېږي چې دا کچه دې تر دې لوړه وي. بلخوا د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په داسې حال کې په یوه لنډ سفر سعودي عربستان ته تللی چې ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو په غچ کې د سعودي عربستان په ګډون د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې پر "امریکايي هدفونو" خپل بریدونه روان ساتلي دي. په همدې حال کې د برېتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز وايي چې تېره شپه په عراق او متحده عرب اماراتو کې درې بار وړونکې کښتۍ په نښه شوې دي.
مهم خبرونه
د امریکا-اسرائیل او ایران جګړه: ولې د بګرام اډه بیا د خبرونو سر ټکی شو؟
ایران سره د امریکا او اسرائیلو د روانې جګړې په دوام، امریکایي چارواکو داسې څرګندونې کړې چې ښيي له افغانستانه د وتلو له کبله یې یوه مهمه پوځي اډه له لاسه وتلې ده. د کابل په شمال، پروان ولایت کې د بګرام اډه د ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو ویناو کې په وار وار یاده شوې ده.
د بودا له ویجاړېدو ۲۵ کاله وروسته د څلورو عیني شاهدانو ناویلې کیسې
ټيک ۲۵ کاله وړاندې، د ۱۳۷۹کال د کب میاشتې پر۲۰مه (۱۱ مارچ ۲۰۰۱)، د طالبانو حکومت د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر مجاهد په امر د بودا دوه مجسمې ویجاړې کړې او دا دوه مهم تاریخي اثار یې د تل لپاره له منځه یووړل. د دوی دې کار د نړیوالو پراخ غبرګونونه راوپارول.
منځني ختیځ کې ګرځندوی صنعت ته هره ورځ ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اوړي
د سفر او سیاحت نړیوالې شورا (ډبلیو ټي ټي سي) د اټکل له مخې په ایران کې روانه جګړه د منځني ختیځ د سفر او ګرځندوی سکتور ته هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ میلیونه ډالر تاوان رسوي.
'جهادي ډیپلوماسي': هغه کسان چې وسلهوالو ډلو سره د تړاو مخینه لري، د پاکستان او افغانستان کړکېچ کمولی شي؟
د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې چې د فبرورۍ د ۲۶ او ۲۷مې ترمنځ شپه پیل شوې وې، له ۱۳ورځو تېرېدو سره سره لا هم دوام لري. د دواړو لوریو وروستۍ څرګندونې ښيي چې تر اوسه د دې جګړې د کمېدو کوم څرګند څرک نه ښکاري.
ولې د تېلو د بیو لوړېدو سره د ژوند ډېرې برخې اغېزمنېږي؟
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پایلې اوس د نړۍ هر ګوټ ته په رسېدو دي. په خلیج سیمه کې د شخړې له امله د تېلو د صادراتو په لاره کې خنډونه د دې لامل شول چې د سیمې هېوادونه خپل د تېلو تولید کم کړي. د غوښت او عرضې دغه ټکان په خپل وار سره د تېلو بیې له یوه مخه پورته کړې، چې تېره دوشنبه په لوړه کچه کې ۱۲۰ ډالرو ته ورسېدې.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پلار څنګه خپله لور له ظالمې خسرګنۍ وژغورله؟
که ستاسې له لور، خور سره د هغې په خسرګنۍ کې ظلم او تاوتریخوالی کېږي نو تاسې به څه کوئ؟ په هند کې پر همدې موضوع جوړ شوي یوه درې دقیقهيي فلم د ډېرو خلکو زړونه ګټلي دي. د ځینو نورو ټولنو غوندې په هند کې هم هغه نجلۍ ښه ګڼل کېږي چې که په خسرګنۍ کې هر څومره وهل کېږي، ټکول کېږي او ظلم ورسره کېږي خو دا بیا هم هر څه په پټه خوله و زغمي او د خسرګنۍ په کور کې پاتې شي. خو په دغه فلم کې دا دودیز فکر ننګول شوی دی.
ویډیو, مریم منصف، د کاناډا پخواني حکومت کې افغانه وزیره: غوښتل مې ښوونکې شم، خو مجبوره شوم سیاست ته راشم
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې، کله چې مریم منصف د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو په کابینه کې د کاناډا د ډیموکراتیکو بنسټونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، لومړۍ افغاني الاصله ښځه شوه چې له افغانستانه بهر په یوه لویه دنده ګومارل کېږي. آغلې منصف وروسته د ښځو او جنسیتي برابرۍ وزارت او همدارنګه د نړیوالې پراختیا وزارت مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.
د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنهيي څوک دی؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له (اکسیوس) ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران د پخواني ستر مذهبي مشر علي خامنهيي زوی، مجتبی خامنهيي، د خپل پلار د ځای ناستیتوب لپاره یو له خورا څرګندو نوماندانو شمېرل کېږي، خو دا احتمال یې "د نه منلو وړ" وباله.
سپک خواړه له تاسو سره خوب راوستو کې مرسته کولی شي؟
د چاکلېټو د "ایلیس مشرومز" برانډ چې له مرخیړیو سره ګډ شوي، له دریو کلونو راهیسې چې بازار ته راوتلي، خورا زیات شهرت موندلی دی. د دې شرکت اصلي محصول "نایټ کپ" چاکلېټ اوس په ټوله امریکا کې په ۲۰۰۰ پلورنځیو کې شته. ویل کېږي چې د دې محصول توکي د خوب د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ مارچ ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۲ مارچ ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.


















































