"فرانسه کې بریدګر له 'الله اکبر' نارې وروسته ډزې وکړې"

فرانسه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، برید د فرانسې یوه کرسمس مارکیټ کې شوی

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې چارواکي وايي، ستراسبورګ ښارګوټي کې یوه بریدګر په کرسمس مارکیټ کې پر خلکو د ډزو له پیله مخکې 'الله اکبر ناره وکړه. '

ځايي څارنوال ریمې هییتز وايي، د فرانسې دغه ختیځ ښار کې د یاد برید له کبله دوه کسان وژل شوي او د یوه بل دماغ فلج شوي دي.

پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي چې ویل کېږي د شپږو روغتیا ښه نه ده. دغه پېښه د سې شنبې پر ورځ له ځايي مهال سره سم د شپې اته بجې په هغه مارکیټ کې وشوه چې د کال دغو شپو ورځو کې زرګونه کسان د پېر او پلور لپاره ورځي.

بریدګر چې ځايي رسنیو د شریف چیکات په نامه یاد کړی، د چارواکو په وینا زندان کې سخت دریځۍ ته مایل شوی دی. څارنوال هییتز وايي، بریدګر یو ټوپک او چاکو درلودل او له پېښې وروسته یوه ټیکسي کې وتښتېد.

ټیکسي ډرېور پولیسو ته ویلي، برید ګر ادعا وکړه چې ۱۰ کسان یې وژلي او له پولیسو سره ډزو کې ټپي شوی دی. بریدګر له ټیکسي هغه سیمه کې کوز شوی، چې دی پکې اوسي او ویل کېږي دا د جرمني او فرانسې پولې ته څېرمه سیمه ده.

بل لور ته له مشکوک کس سره د تړاو په تور ستراسبورګ ښار کې څلور کسان نیول شوي دي. له څېړنې خبرو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نیول شوي کسان د مشکوک بریدګر مور، پلار او دوه وروڼه دي. د فرانسې سلګونه پولیس د بریدګر لټون کوي.

بل لور ته د فرانسې کورنیو چارو مرستیال وزیر لاورنټ نونیز وايي، ښايي بریدګر له فرانسې وتلی وي.

پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي چې ویل کېږي د شپږو روغتیا ښه نه ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي چې ویل کېږي د شپږو روغتیا ښه نه ده.

بل لور ته کورنیو چارو وزیر کرسټوفر کاستانیر وايي، هېواد کې د خبرداري کچه لوړه شوې، د پولیسو اختیارات ډېر شوي او احتیاطي تدبیرونه ډېر شوي دي.

ځايي پولیس دغه مشکوک کس یوازې د شریف 'سي ' په نامه یادوي، وايي دوی ته له مخکې د دغه سړي په تړاو معلومه وه، چې ښايي ممکنه ترهګریزو چارو کې ښکېل شي او له همدې کبله یې نوم د مشکوکو کسانو په یوه لیست کې شامل و.