ژوندۍ پاڼه, د پاکستان او طالبانو حکومت نښتې: دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کوي چې تېره شپه یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پر پوستو د "لیزري ځواک پر مټ" تعارضي بریدونو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطا‌الله تارړ بیا ادعا کړې چې د دوی له اړخه عملیاتو کې تر دې دمه د طالبانو حکومت ۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۸۰ نور ټپیان دي.

لنډیز

  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان په کابل پکتيا او کندهار کې څو ځايونه بمبار کړي
  • پاکستان وايي پر افغانستان ځوابي بريدونو کې یې لسګونه طالب سرتېري وژلي دي
  • د طالبانو حکومت وايي پر پاکستاني پوستو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي
  • د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.
  • د پاکستان حکومت وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت بریدونو ته "اغېزمن ځواب" ورکړی دی
  • د طالبانو حکومت ویاد ذبيح الله مجاهد وايي، د پاکستان د وروستيو هوايي بريدونو په ځواب کې یې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه کړي
  • دواړه غاړې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو تراوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی معلوم

ژوندی پوښښ

  1. عطاالله تارړ: د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې تر دې دمه نږدې زر تنه افغان طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

    پاکستان

    د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

    د پاکستان مرکزي حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطا‌الله تارړ په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو اړوند وروستي جزییات خپاره کړي دي.

    هغه پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې تر دې دمه د دوی د ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو حکومت ۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۸۰ نور ټپیان دي.

    نوموړي همدا راز د طالبانو حکومت ځواکونو د ۱۸۲ پوستونو او ۱۸۵ ټانکونو او زغره‌والو ګاډو د لمنځه وړلو او ۳۱ نورو پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده.

    د پاکستان د طلاعاتو وفاقي وزیر وايي، د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان بېلابېلو برخو کې ۴۶ ځایونه له هوا په نښه کړي دي.

    د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې تور پورې کړی چې د پاکستان له اړخه بریدونو کې تر ډېره ملکي سیمې په نښه شوې او عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    بي‌بي‌سي د دواړو خواو ادعا او تورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

  2. وروستی, د طالبانو حکومت کې سرچینې وايي په کوټه کې یې د پاکستان پوځ پر قول اردو د ډرون برید کړی

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت کې سرچینو تایید کړې چې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې هوایي بریدونو په ځواب کې یې نن سهار یوولس بجې د بلوچستان په کوټه کې د پاکستان پوځ قول اردو د ډورن په وسیله په نښه کړې ده. دغو سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

    هممهاله ځینو پاکستاني رسنیو هم د چارواکو په حواله ویلي، چې د هوايي دفاع سیستم یې د افغانستان له لوري یو ورغلی ډرون په کوټه ښار کې ویشتلی دی.

    پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې او یا زیان اوښتلو څه نه دي ویلي.

    د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د دوی ځواکونه په کابل کې پر پاکستاني الوتکو د هوايي دفاع ډزې کوي.‌

    تر اوسه کره جزییات نشته چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د افغانستان پلازمېنه کې پر کومو سیمو هوايي بریدونه کړي او څومره زیان یې اړولی دی.

    د طالبانو حکومت یوازې د ننګرهار د غني‌خېلو په نهه وېشتمه ویاله کې د ډرون بریدونو یادونه او ادعا کړې چې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

    په ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې پر باګرام هوايي اډې هم د هوايي برید خبر ورکړی شوی، خو بشپړ جزییات یې لا نشته.

    بي‌بي‌سي د پاکستان او طالبانو حکومت لخوا پر یو بل د هوايي بریدونو رپوټونه او په هغو کې اوښتی زیان په خپلواک ډول نه شی تاییدولی.

  3. د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وايي،‌ تورخم کې یې پر پاکستاني‌ لوري انتقامي بریدونه کړي

    د ویډیو تشریح، عبدالله فاروقي - د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو عمومي‌ ریاست ویاند

    د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وایي،‌ د افغانستان په ختیځ‌ ننګرهار کې یې تېره شپه تورخم کې پر ډیورنډ‌ کرښه د پاکستان پر پوستو انتقامي‌ بریدونو کې مقابل لوري‌ ته مرګژوبله او زیانونه اړولي دي.‌

    د طالبانو حکومت د سرحدي‌‌ ځواکونو د عمومي ریاست عابدالله فاروقي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني‌ لوري‌ د پوځي‌ قوماندانۍ مرکز، کمیسارۍ او څو مهمې پوستې ویجاړې شوې او لس سرتېري‌ یې وژل شوي‌ دي.‌

    نوموړی پاکستاني ځواکونه تورونوي چې په تورخم کې یې ملکي‌ اهداف په نښه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې دي.

    بي‌‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه تورونه او ادعا نه شي‌ تاییدولی.‌

  4. حمدالله فطرت ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار غني‌خېلو کې د عامو خلکو پر کورونو ډرون بریدونه کړي

    د طالبانو حکومت وایي، پاکستاني ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالۍ په نهه‌ویشتمه ویاله کې د عامو خلکو پر کورونو ډورن بریدونه کړي دي.‌

    د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد‌الله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي په دغو بریدونو کې "څلور کورونه تخریب شوي، دوه کسه د یوې ښځې په شمول شهیدان او دوه کسه نور ټپیان شوي."

    هغه زیاته کړې چې د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې هم پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې یو ولسي کس پکې وژل شوی او یو بل ټپي دی.‌

  5. خوارزمي:‌ په تازه 'تعارضي بریدونو' کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت وایي، تېره شپه یې یو ځل بیا په ننګرهار،‌ پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د "لیزري ځواک پر مټ" تعارضي انتقامي بریدونه کړي دي.

    د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پيغام کې لیکلي، چې د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو لخوا د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني لوري یو ټاور او "۴ لویې پوستې" تر نیول کېدو وروسته په ماینونو الوځول شوې دي.

    هغه همدا راز د ۳۲ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو، لسګونو نورو د ټپي کېدو او همدا راز د دوو ډرون الوتکو د رانسکورولو ادعا هم کړې ده.‌

    د پاکستان لوري تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.‌

    بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا ادعاوې نشي تاییدولی.

  6. وروستی, په کابل کې د چاودنو غږونه؛ مجاهد وايي پاکستانۍ الوتکې په نښه کوي

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان په پلازمېنه کابل کې سرچينې وايي چې د ډزو او چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

    په همدې مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد پر ا ېکس یوه پوسټ کې ليکلي چې پر پاکستاني الوتکو ډزې کېږي.

    نوموړي ويلي، "کابل کې د پاکستاني الوتکو پر وړاندې د دافع هوا فيرونه کېږي. ښاريان دې تشويش نه کوي".

    له دریو ورځو راهیسې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يو پر بل بریدونه کېږي چې دواړه خواوې يوه بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

    ترې دې وړاندې پاکستان په پلازمېنه کابل کې هم هوايي بریدونه کړي وو.

  7. د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ننګرهار ته څېرمه د پاکستاني پوستو د نيولو ادعا کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې له پاکستاني پوځ سره د تېرې شپې په نښتو کې کې یې د هغوی ځینې پوستې نيولي او ځينو ته یې اور اچولی دی.

    د یاد ولایت د رسنيو دفتر په وینا، د دوی ځواکونه "د پاکستاني لوري پر يو شمېر پوځي پوستو ورغلي، ځينې یې تر ولکې رالاندې راوستې او ځينو ته اور اچول شوی دی."

    په خبرپاڼه کې همدا ډول ادعا شوې چې د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ پر یوه کور د پاکستاني پوځ برید کې یو ماشوم وژل شوی او مور اور پلار یې ټپيان شوي دي.

    په خپلواکه توګه بي بي سي د دغو تلفاتو پخلی نشي کولی.

  8. طالبان وايي، په تورخم کې نښته شوې

    عابد الله

    د عکس سرچینه، TALIBAN

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند عابد الله فاروقي وايي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم بندر سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښه روانه ده. نوموړي په یوه غږیز کلیپ کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې (د لېزر په وسیله) په تورخم کې پاکستاني ځواکونو ته د سر زیان اړولی او دغه راز یې ځینې تاسیسات ویجاړ کړي دي.

    په ورته مهال د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته ویلي، نن شپه پاکستاني ډرون الوتکو د غني خېلو ولسوالۍ اړوند۲۹ ویالې سیمه کې د یو ملکي کس کور بمبار کړی، چې پایله کې یې د دوی په خبره یوه تنکی زلمی چې حبیب الله نومېږي، وژل شوی دی.

  9. وروستی, امیر خان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره له پاکستان سره د ترینګلتیا په اړه غږېدلی

    امیر خان متقي او بخیتار سعیدوف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې "د سیمې د وضعیت، په ځانګړي ډول پر افغانستان د پاکستان د بریدونو" په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اېکس کې لیکلي چې په دې اړیکه کې د افغانستان پر اصولي دریځ ټینګار شوی او وروستي امنیتي اقدامات د "ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د ساتنې" لپاره ترسره شوي دي.

    د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ازبکستان هم ویلي چې د اوسنیو ترینګلتیاوو د حل یوازېنۍ اغېزناکه لاره ډیپلوماسي ده او دا هېواد هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

    د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د خبرو له لارې چمتو دي.

  10. وروستی, د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي

    د ویډیو تشریح، کندهار کې د راستنېدونکو موقت پنډغالی د پاکستان له برید وروسته

    د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د فبرورۍ له ۲۲ مې نېټې راهیسې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

    د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

    د انځرګي کمپ کندهار کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی چې د راستنېدوکو موقتي پناځای دی.

    ښاغلي فطرت پر اېکس کې لیکلي چې تېره شپه د کونړ اسد اباد ښار پر مرکز د توپونو ډزې شوې دي، چې په پایله کې يې اوه ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

    بله خوا، د طالبانو سرچینې وايي، پکتیکا کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني ملېشو په وروستي برید کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

  11. وروستی, د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

    د ویډیو تشریح، د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

    څه باندې ۱۳۰ کلونه وړاندې، د افغانستان یو واکمن چې د 'اوسپنیز امیر' په نوم پېژندل کېده او یو بریتانیایي ډیپلومات د یوې داسې پولې (کرښې) جوړولو یو تړون لاسلیک کړ چې نن د جګړو سیمه ده. دوی هغه کرښه جوړه کړه چې اوس د ډیورنډ کرښې په نوم پېژندل کېږي او پاکستان او افغانستان یې سره وېشلي دي. دې کرښې ټولنې او قبیلې ووېشلې. ډیورنډ کرښه د نړۍ له تر ټولو لانجمني فزیکي پولو ده چې د سرحدي شخړو او وسله‌والو فعالیتونو سبب کېږي.

  12. وروستی, "پاکستان د کندهار کډوالو کمپ بمبار کړی، کاریګر یې وژلي"

    د طالبانو سرچینې وايي، چې نن ګهیځ پاکستاني پوځ د افغانستان سوېل کندهار د تخته پل ولسوالۍ د انځرګي کډوالو پر کمپ بمبار کړی.

    باختر خبري اژانس د سرچینو له قوله ویليو چې په دې برید کې درې ولسي کاریګر وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

    ځايي چارواکي وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

  13. وروستی, 'تورخم کې د پاکستان کمیساري او نظامي قرارګاه په نښه شوه'

    عابدالله فاروقي له خینو سرحدي سرتېرو سره

    د عکس سرچینه، Taliban

    د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند وایي، د پاکستان "د انتقامي بریدونو په لړ کې د طالبانو ځواکونو له لوري په تورخم کې د پوځي رژیم کمیساري په نښه شوه او درانه تلفات ور واړول شول".

    عابدالله فاروقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونه یې په لوړ مورال د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.

    نوموړی زیاتوي، په تورخم کې افغان ځواکونو د پاکستان کمیسارۍ وروسته د دوی د نظامي قرارګاه په ګډون درې مهم جنګي ټاورونه په نښه او ویجاړ کړل، چې له امله یې د دوښمن لوري ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

    پاکستان لا تر اوسه د طالبانو حکومت دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

  14. وروستی, اروپايي ټولنه: طالبان او پاکستان دې ژر ترینګلتیا پای ته ورسوي

    EU

    د عکس سرچینه، Getty Images

    اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت او پاکستانه غوښتي چې سملاسي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او دوښمنۍ پای ته ورسوي.

    په اعلامیه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان او پاکستان کې د تاوتریخوالي سخت زیاتوالی، د کرښې هاخوا بریدونه او هوايي حملې راپور شوې دي، چې د سیمې لپاره جدي پایلې لرلی شي.

    اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي او له اوسنیو افغان چارواکو یې غوښتي چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزناک ګامونه واخلي چې د افغانستان دننه یا له دې خاورې فعالیت کوي.

    دې اتحادیې ویلي دي: "موږ دواړه لوري خبرو اترو ته رابولو. ټول اړخونه باید د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشردوستانه حقونو بشپړ درناوی وکړي. د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه باید تضمین شي او د ملکي خلکو د لا ډېرو زیانمنېدو مخنیوي لپاره باید ټول ممکن ګامونه واخیستل شي."

    طالبانو تل دا رد کړې چې د دې هېواد خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د برید لپاره کارول کېږي.

  15. د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې په تړاو دیپلوماتیک تماسونه او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنې

    متقي او شهزاده فیصل

    د عکس سرچینه، Getty Images/ MOFA

    د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سعودي عرب بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې، ''د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې دوی په سیمه کې د وروستیو پېښو او هغو هڅو په اړه بحث وکړ چې موخه یې په داسې ډول د تاوتریخوالي کمول دي چې د سیمې امنیت او ثبات وساتل شي.''

    له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، ''د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو له وزير، شهزاده فيصل بن فرحان سره د ټيليفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمه‌ ييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې وکړې.''

    دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قطر بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي و، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

    ډار او شهزاده فیصل

    د عکس سرچینه، x

    په بیان کې ویل شوي و، چې دواړ خواو په دې تلیفوني خبرو کې د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو بحث وکړ.‌ بیان کې راغلي، ښاغلي الخلیفي د قطر لخوا د هغو ټولو هڅو بشپړ ملاتړ تکرار کړ چې موخه یې له سوله‌ییزو لارو چارو د شخړو هواری او په سیمه‌ ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات بنسټونه پیاوړي کول دي.

    په ورته مهال د مصر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړې. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې "په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، په شمول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت" په اړه خبرې کړې.

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي دا تماسونه داسې حال کې شوي، چې د دواړو هېوادونو ګاونډي چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکې شخړې په اړه ژوره اندېښنه لري او د مرګژوبلې له امله خواشیني دي.

    د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، چین له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې له زغمه کار واخلي، د خبرو له لارې اختلافونه او شخړې حل کړي او ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

  16. پاکستاني چارواکو بلوچستان کې پر ډرون کارولو بندیزو ولګاوه

    ډرون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو حکومت تر ځوابي بریدونو وروسته چې له ډرون یې هم کار پکې اخیستی، اوس بلوچستان کې د کورنیو چارو صوبايي ادارې په ټول بلوچستان کې د ډرونونو، یو اې وي (UAVs)، کواډ کاپټرونو، کېم کاپټرونو او نورو ریموټ کنټرول الوتونکو وسائلو پر کارولو، ساتلو او چلولو سملاسي بشپړ بندیز لګولی دی.

    د کورنیو چارو ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د څارنې، جاسوسۍ، د منع ممنوع او چاودېدونکو توکو د لېږد، د وېرې او ترهې خپرولو او د امنیت او نظم د ګډوډېدو د اندېښنو له امله دا پرېکړه شوې ده.

    په اعلامیه کې راغلي چې ''د خلکو د خوندیتوب، حساسو او مهمو تاسیساتو، عامه غونډو او مهمو شخصیتونو او کاروانونو د تګ راتګ د امنیت د یقیني کولو لپاره دا اقدام اړین و.''

    د دولتي اعلامیې له مخې پولیسو او فرنټيئر کور (اېف سي) نیمه پوځي ملېشې ته د بندیز د عملي کولو لارښوونه شوې ده، او سرغړونکي به اړوندو قوانینو له مخې قانوني چلن سره مخامخ شي.

    اعلامیه زیاتوي چې اړوندو ځايي چارواکو ته هم لارښوونه شوې چې هره ورځ بندیز د پلي کېدو راپور د کورنیو چارو وزارت ته ولېږي. په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې پولیس، ایف سي او نور امنیتي او دفاعي ادارې له دې بندیزه مستثنا دي.

    له دې مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې پر بې‌ پېلوټه الوتکو او کاب‌کاپټرونو ۳۰ ورځې بندیز لګولی دی. د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلو چارو ادارې دا اعلان تېره ورځ جمعه (کب ۸/فبروري ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وکړ.

    په اعلامیه کې راغلي چې دا کار په خیبر پښتونخوا کې پر دولتي ودانیو د ډرون، کاب‌کاپټرو او یا هم د بې‌پیلوټه الوتکو په څېر له لرې کنټرولېدونکو وسایلو باندې د بریدونو د مخنیوي او د خلکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوی دی.

  17. د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه

    په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستل کېدای شي.

  18. امریکایۍ سکرتره: د طالبانو بریدونو پر ضد د پاکستان دفاع حق ملاتړ کوو

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې الیسن ایم هوکر وايي، متحده ایالات د طالبانو د بریدونو په وړاندې له ځانه د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي.

    پر اېکس یوه پیغام کې، هوکر لیکي چې هغې د جمعې په شپه د پاکستان د بهرنیو چارو له سکرترې امینه بلوچ سره خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په وروستیو نښتو کې د سر زیان له کبله خواخوږي څرګنده کړه.

    هغې زیاته کړه چې "موږ وضعیت له نږدې څارو او د طالبانو د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوو."

    اېکس پیغام

    د عکس سرچینه، x

  19. نامعلومو وسله والو په پېښور او بنو کې د پولیسو پر مرکزونو او پوستو بریدونه کړي

    پاکستان پولیس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خیبر پختونخوا ایالت کې ځايي پوليس وايي د جمعې په شپه وسلوالو د پېښور په ګډون د صوبې په بېلابېلو سیمو کې دپوليسو پر مرکزونو او پوستوبريدونه کړي، چې له امله يې يو افسراو يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

    د پوليسو وياند ويلي د جمعې او شنبې ترمنځ شپه د پېښور بډه بېره سيمه کې پر يوه تاڼه لاسي بم وغورځول شو، چې پايله کې یو افسر (هيډ کانسټېبل) فيصل ټپي شو. دغه راز د متني سیمه کې هم د لاسي بم بريد کې يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

    چارواکي وايي د خيبر او متنو په بېلابېلو سيمو کې وسلوالو د پوليسو پر تاسيساتو د لاسي بمونو او سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي دي. دغه راز په بنو کې د منډان تاڼې په سیمهله بېلابېلو لوریو وسله وال بريد شوی دی.

    پوليس زياتوي چې د ډومېل پولیسو مرکز د کاشو پل پر پوسته هم بريد شوی، چې پوليسو يې ځوابي عمليات کړي او ډزې شاوخوا ۱۵ دقیقې روانې وې.

    د پوليسو په وينا، د خيبر په باړهسيمه کې پرتکیه پوليس پوستههم نامعلومو کسانو لاسي بم غورځولی، خو کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

    خيبر پښتونخوا پوليس ادعا کوي چې دا ټول بريدونه شنډ کړل شوي او د وسلوالو پر ضد ځوابي اقدامات ترسره شوي دي.

  20. وروستی, پاکستان په افغانستان کې ''۲۹ ځایه'' د هوايي بریدونو ادعا کړې

    پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې پر "۲۹ ځایونو" هوايي بریدونه کړي دي.

    د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کوي، چې د افغانستان پر ضد د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه د "افغان طالبانو ۸۹ پوستې ویجاړې شوې، ۱۸ پوستې نیول شوې دي، او ۱۳۵ ټانکونه او زغره‌ وال وسایط له منځه وړل شوي دي."

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په وینا، په دغو بریدونو کې د افغان طالبانو ۲۹۷ غړي وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي. د یادونې ده، چې خپلواکو سرچینو د دې شمېرو تائید نه دی کړی.

    بل لور په افغانستان کې دطالبانو حکومت چارواکو ویلي د جمعې په سهار یې پاکستان کې دننه پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته وویل،دا بریدونه لهافغانستانه د پورته شویو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې شوي دي.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ واييچې د دوی پوځ هغه افغان ډرونونه شنډ کړي چې د سوات، نوښار او اېبټ‌اباد پر لور په نښه شوي وو. اېبټ‌اباد یوه پوځي اډه لرونکې ښار دی چې پکې د پاکستان پوځ اکاډیمي هم موقعیت لري.

Trending Now