ځینې افغانې ښځې ولې د خلیلزاد مېرمنې ته په غوسه دي ؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Cheryl Benard/FB

د عکس تشریح، د زلمي خلیلزاد مېرمن څېړونکې شیریل بینارډ وايي، افغان ښځې باید له خپلو حقونو د دفاع لپاره خپله لاس په کار شي

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د امریکا 'رانډ ' موسسې څېړونکې شيریل بینارډ پر هغو څرګندونو نیوکې کړې چې د افغان سولې خبرو ته یې د یو شمېر افغان ښځو غبرګون په تړاو کړې.

مېرمن بینارډ چې د سولې خبرو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد مېرمن ده، د افغان سولې خبرو سره هممهاله په 'نېشنل انټرسټ ' نومې خپرونه کې په دې تړاو یوه لیکنه کړې.

نوموړې وايي، افغان ښځې باید له خپلو حقونو د دفاع لپاره خپله لاس په کار شي. هغه زیاتوي، 'افغان ښځې او د ښځو حقونو فعالین باید د خپلو حقونو مبارزه په خپله وکړي او د ټولنې په هره برخه کې د دې لپاره کار وکړي. '

د مېرمن بینارډ په وینا 'مبارزه په لویدیځو رسنیو کې د یوې مقالې لیکلو ته نه ویل کېږي، بلکې مبارزه باید په خپل هېواد او ټولنه کې وشي. '

نوموړې زیاتوي 'لویځوالو او بیا په ځانګړې توګه امریکايي ښځو د یوه بل کلتور درلودونکو خلکو د خواخوږۍ له کبله حقونه نه دي تر لاسه کړي او نه هم ورته بل چا له ظلمه د ژغورنې لپاره پوځیان او پیسې لېږلي، بلکې په وینا یې امریکايي ښځو خپله د ارزښتونو او وړتیاوو په وسیله د حقونو تر لاسه کولو لپاره اوږده او پیچلې مبارزه کړې:

''د رایې ورکولو حق، د لیک لوست حق، د شخصي ملکیت حق او دا چې باید میړونه مو راسره زور زیاتی و نه کړي، د د دې هر څه لپاره مو یو ګام هم په اسانه نه دی اخیستی، بلکې هر ګام خورا سخت و. ''

مېرمن بینارد واي، دوې لسیزې کېږي چې امریکا د افغان ښځو د ژوند وضعیت ښه کېدو لپاره کار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن بینارد واي، دوې لسیزې کېږي چې امریکا د افغان ښځو د ژوند وضعیت ښه کېدو لپاره کار کوي

هغه وايي 'د خپلو حقونو تر لاسه کولو په لاره کې پر امریکايي ښځو ملنډې وهل شوې او زور زیاتي ورسره شوی دی. ' د هغې په خبره 'دې لړ کې اوس هم ځینې بحثونه روان دي او عدالت او انصاف ته رسېدل داسې لاره ده چې هر ټولنه باید خپله پرې مزل وکړي.

مېرمن بینارډ چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې د مېړه نوم د افغانستان له مسایلو سره تړلی، وايي 'امریکا پر مهمو پوستونو د کار لپاره ډېرو افغان مېرمنو ته روزنه ورکړه، دوی ته یې مشوره ورکړه چې څنګه باید خپل نظر څرګند کړي، څنګه سیاسي پروګرامونه جوړ کړي، څنګه خپل دفترونه اداره کړي، څنګه پر ځان باور وکړي، څنګه اړیکي رامنځته کړي او څنګه خپله سوداګري پیل کړي او اوس وخت رسېدلی چې د هغو کارونو امتحان ورکړي چې شوي دي .'

افغانستان

د عکس سرچینه، Social media

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په هکله د یو شمېر افغان ښځو نظر ته په اشارې سره مېرمن بینارډ وايي، 'برابري او ازادي داسې څه نه دي چې د وېرې ترهې له کبله رامنځته کېږي او د نورو د پیسو او یا پوځونو له لارې به تر لاسه شي. تېرو ۱۷ کلونو کې افغانستان کې ۲ زره ۵۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان کې ووژل شول او ۱۶۲ میلیارده ډالر ولګېدل او دا کافي دي '

بل لور ته یو شمېر افغان ښځو د نوموړې څرګندونو ته غبرګون کې توندې نیوکې کړې.

افغان ټولنیزه فعاله شهزاد اکبر وايي، 'مېرمن بینارډ له داسې دریځه غږیږي چې له افغان ښځو سره یې خبرې نه دي کړې، د هغوی له کړاونو بې خبره ده او د دې تر څنګ وروستیو کې په افغانستان کې نه وه. ' د نوموړې په وینا 'افغانستان کې د شوروي ځواکونو مقابل کې امریکا جګړه پیل کړې وه. '

اورځلا اشرف

د عکس سرچینه، Social Media

د افغانستان ارزونې او څېړنې مرکز مشرې اورځلا اشرف بیا د مېرمن بینارد په ځواب کې یوه ناندریز ټویټر پیغام کې لیکلي:

''که زه یوه امریکايۍ فېمینیسټه وای او په ځانګړې توګه د یوه داسې سفیر مېرمن وای چې د ښځو حقونو لړ کې تر ټولو ناوړه سابقه لرونکو نارینه وو ته د خپل اصلي ټاټوبي پلورلو لپاره ګرځي، یوازې پټه خوله به پاتې کېدم. ''

مېرمن مقدسه یورش وايي اوس داسې وخت رارسېدلی چې ښځې د سولې بهیر کې د شریک په توګه وشمېرل شي نه د قربانیانو په حیث

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، مېرمن مقدسه یورش وايي، وخت رارسېدلی چې ښځې د سولې بهیر کې د شریکانو په توګه وشمېرل شي نه د قربانیانو او یا موندنو په حیث.

کابل کې د افغان ښځو اجماع په نامه یوه غونډه کې تېره پنجشنبه سلګونو ښځو له حکومت او وسله والو طالبانو د بې قید او شرط سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د اوسني اساسي قانون پر ځای ساتلو ټینګار وشو او د ګډونوالو په وینا داسې سوله غواړي چې دغه قانون، نظام او د تېرو څو کلونو ارزښتونه او لاسته راوړنې پر ځای وساتي.