ژوندۍ پاڼه, قالیباف: له امریکا سره خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړه خواوې لا له وروستۍ هوکړې لرې دي

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وایي که څه هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو اترو کې "یو څه پرمختګ شوی"، خو دواړه لوري لا هم "د بحث وروستي پړاو ته له رسېدو ډېر لرې دي." تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ ویلي وو چې تهران به پرېنږدي چې د هرمز تنګي پر سر له امریکا د "باج اخیستلو هڅه وکړي.‌"

لنډیز

  • محمد باقر قالیباف وايي له امریکا سره خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړه خواوې لا له وروستۍ هوکړې لرې دي
  • هغه همدا راز زیاته کړې چې د هرمز تنګي کنټرول د ایران په لاس کې دی
  • ډونلډ ټرمپ ویلي پرې به نږدي چې ایران د هرمز تنګي پر سر له امریکا د باج اخیستلو هڅه وکړي
  • سپاه پاسداران: د امریکا لخوا د ایران سمندري کلابندي د اوربند له شرایطو سرغړونه ده
  • د اوربند له پیل راهیسې د لبنان سویل کې دویم اسرائیلی پوځي هم وژل شوی

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اسرائيلي ځواکونه: تر اوربند ورمخکې ۲۴ ساعتونو مو د حزب‌الله ۱۵۰ وسله‌وال وژلي دي

    د اسرائیل دفاعي ځواک (ای‌ډي‌اېف) وایي له لبنان سره د اوربند له پیل په ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې یې د حزب‌الله له ۱۵۰ډېر وسله وال وژلي دي.

    ای‌ډېف‌اېف په دې تړاو پر ټېلېګرام یوه خپاره کړي پیغام کې د حزب‌الله وژل شویو وسله‌والو ته د ترهګرو خطاب کړی دی.

    اسرائيلي ځواکونو همدا راز ویلي چې په دغو بریدونو کې د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د قوماندې مرکزونو او د وسلو زېرمتونونو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ پوځي اهداف په نښه شوي دي.

    دغه ځواک ادعا کوي چې په وژل شویو کې د حزب‌الله یو شمېر جګپوړي قومندانان هم دي.

    ای‌ډي‌اېف زیاته کړې چې د اسرائیل د ملکي وګړو او سرتېرو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو هڅې به جاري وساتي.

  2. وروستی, ایران: د امریکا سمندري کلابندي د اوربند له شرایطو سرغړونه ده

    د ایران سمندري ځواک وايي د امریکا لخوا د ایران د بندرونو کلابندي "د اوربند له شرایطو سرغړونه" ده.

    د یادونې وړ ده چې امریکا او ایران د اپرېل له اتمې راهیسې دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې.

    د دغه اوربند یو مهم شرط دا و چې د هرمز تنګي له لارې به بېړیو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

    اوس ایران یو ځل بیا دغه مهمه سمندري لاره تړلې ده او سمندري ځواک یې وایي چې تر هغې به تړلې پاتې شي، چې د امریکا له‌خوا د ایراني بېړیو او بندرونو کلابندي پای ته نه وي رسېدلې.

    د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه تازه بیان کې ویلي، د هرمز تنګي په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې اعتبار نه لري.‌

    روښانه نه ده چې په بیان کې مشخصآ د ډونلډ ټرمپ کومو څرګندونو ته اشاره شوې.

    خو هغه د شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و، د ایران مشران غواړي هرمز تنګی وتړي، خو امریکا به د ده په وینا پرېنږدي چې تهران د دغه تنګي پر سر له دوی د باج اخیستلو هڅه وکړي.‌

  3. ټرمپ: پرې به نږدم چې ایران له امریکا د باج اخیستلو هڅه وي

    ایران

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره "ډېرې ښې خبرې"روانې دي، خو دی به تهران پرې‌نږدي چې له امریکا د هرمز تنګي پر سر د باج اخیستلو هڅه وکړي.

    هغه دې ته هم اشاره درلوده چې ګوندې ایران له تېرو شاوخوا ۴۷ کلونو دا کار کړی دی.

    د یادونې وړ ده چې ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د امریکا لخوا به د ایران د بندرونو کلابندي تر هغه وخته دوام ولري، چې "له ایران سره معاملهسل په سلهبشپړه شوې نه وي".

  4. قالیباف: هرمز "تنګی موږ کنټرولوو"

    د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف، وایي، که څه هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو اترو کې "یو څه پرمختګ شوی"، خو دواړه لوري لا هم "د بحث وروستي پړاو ته له رسېدو ډېر لېرې دي."

    هغه همدا راز ویلي، چې د هرمز تنګي کنټرول د ایران په لاس کې دی.

    قالیباف له امریکايي اړخ سره د اسلام اباد په خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر و.

    په دغو خبرو کې، چې کومه هوکړه پکې ونه شوه، د امریکا له اړخه د مذاکراتي پلاوي مشري د ډونلډ ترمپ مرستیال جی‌ډي‌ وېنس کوله.‌

    تر اوسه د خبرو اتروبل پړاو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.

  5. د اوربند له پیل راهیسې د لبنان په جنوب کې دوهم اسرائیلی پوځي وژل شوی

    د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې په نښتو کې یې یو بل پوځي وژل شوی دی.

    داسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې د یوه عسکر د وژل کېدو پخلی کړی خو ويل کېږي نهه تنه نور ټپي شوي چې له ډلې یې د يوه حالت نازک ښودل شوی دی.

    د اې اېف پي خبري اژانس له مخې د اسرئیلو او حزب الله تر منځ د شپږو اوونيو جګړې په ترڅ کې ټول ۱۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.

  6. کملا هرېس وايي نتنياهو، ټرمپ له ایران سره جګړې ته "راکاږه"

    کملا هرېس

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن مرستیاله، کملا هرېس وايي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ډونلډ ټرمپ له ایران سره جګړې ته اړ ایستلی دی.

    نوموړي د دې ادعا لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا خلک شخړه نه غواړي.

    مېرمن هرېس زياته کړې، "ټرمپ د جنسي مجرم جېفري اپسټین پورې اړوند اسنادو له خپرېدو د پام اړولو لپاره له جګړې کار اخلي."

    د امریکا په میشیګان کې د غونډې پر مهال هغې زیاته کړه چې په ​​جدي توګه د ولسمشرۍ لپاره د بیا نوماندۍ په اړه فکر کوي.

    ډونلډ ټرمپ لا په مستقیم ډول د هرېس څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی، خو پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې یې ویلي دي چې اسرائیل "لوی متحد" دی.

    مېرمن هرېس په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې ماته وخوړه.

  7. د امریکا مرکزي قومنداني وايي د کلابندۍ له لارې یې له سمندره د ایران سوداګري فلج کړې ده

    د امریکا جنګي بېړۍ

    د عکس سرچینه، USCENTCOM

    د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي، د امریکا له خوا د ایران د بندرونو کلابندۍ "د ایران د سمندري سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو مخه نیولې ده."

    په یوه بیان کې چې پر اېکس پاڼه خپور شوی، سېنټکام ویلي چې جنګي بېړۍ د کلابندۍ په عملیاتو کې برخه اخلي او دوامداره ګزمې ترسره کوي.

    پر اېکس د جنګي بېړۍ د عکس له خپرولو سره ويل شوي، سمندري ځواکونه په عربي سمندر کې د کلابندۍ عملیات ترسره کوي.

  8. د ملګرو ملتونو مشر د لبنان په جنوب کې پر سوله ساتو ځواکونو برید وغانده

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د لبنان په جنوب کې پر سوله ساتو ځواکونو برید چې یو فرانسوی عسکر په کې وژل شوی او دری نور ټپيان شوي، غندلی دی.

    فرانسې د لبنان حزب الله ډله د دې برید مسووله بللې او ګوتېرېش د خپل ویاند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ويلي چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواک لخوا لومړني ارزونه ښیې چې برید د ایران ملاتړې ډلې لخوا ترسره شوی دی.

    حزب الله ډلې وړاندې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

  9. د اسرائیلو پوځ وایي د اوربند له پیل وروسته یې په جنوبي لبنان کې یو سرتېری وژل شوی

    د اسرائیلو پوځ وايي یو اسرائیلی پوځي چې د جمعې په ورځ د لبنان په جنوب کې په نښتو کې ټپي شوی و، مړ شو دی.

    دا پېښه د اپریل په ۱۶مه د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د لس ورځني اوربند وروسته رامنځته شوې دی.

    پوځ په خبرپاڼه کې ويلي،سرتېری "په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ شوی دی." راپور وايي چې دری نور سرتېري هم ټپیان شوي دي.

    د پیښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

  10. د ایران سمندري ځواک خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګی به د امریکا د کلابندۍ تر پایه تړلی وي

    د هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو ویلي،د هرمز تنګی له نن ماښام راهیسې تړل شوی او تر هغه به تړلې وي چې امریکا د ایران پر بندرونو خپل بندیز لرې نه کړي.

    په یوه بیان کې، د سپاه پاسداران سمندري ځواک خبرداری ورکړی چې "هېڅ کښتۍ باید په فارس خلیج یا د عمان په سمندر کې له خپل اوسني موقعیت څخه ونه خوځېږي."

    د دوی په وینا، ځینې کښتۍ له تېرې شپې راهیسې د دوی تر څارنې لاندې له تنګي تېرې شوې وې، خو اوس به د اوبو لاره بیا وتړل شي تر هغه چې امریکا د ایران په بندرونو خپل بندیز لرې نه کړي.

    په بیان کې زیاته شوې چې "د هرمز تنګي ته نژدې کېدل به له دښمن سره همکاري وګڼل شي، او سرغړونه کوونکې کښتۍ به په نښه شي."

  11. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، له امریکا سره د نورو مستقیمو خبرو اترو لپاره چمتو نه دی

    د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسوشیټیډ پرېس (اې پي) ته ويلي واشنګټن نه غواړي د مهمو مسئلو په اړه له غوښتنو تېر شي او له دې کبله هېواد یې له امریکا سره د مخامخ خبرو اترو د نوي پړاو لپاره چمتو نه دی.

    سعید خطیب زاده ويلي، تهران حتی چمتو نه دی چې امریکا ته غني شوي یورانیم ورکړي، او دا یې "د نه منلو وړ شرط" وباله. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ برعکس دریځ خپل کړی و.

    نوموړي ويلي وو، دواړه خواوې په اړیکه کې دي، مګر ایران د مستقیمو خبرو اترو دمخه د "چوکاټ تړون" غواړي.

    وړاندې ډونلډ ټرمپ ويلي وو چې له ایران سره "ډېرې ښې خبرې روانې دي".

  12. وروستی, حزب الله لبنان کې د فرانسوي سوله ساتي سرتیري وژنه کې لاس لرل رد کړل

    حزب الله هغه پېښه کې لاس لرل رد کړي چې نن سهار په جنوبي لبنان کې د یوه فرانسوي سوله ساتي سرتېري د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو لامل شوه.

    په لبنان کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو چې لومړنۍ ارزونې "ښيي چې ډزې د نا دولتي کسانو چې ګمان کېږي حزب الله له خوا شوې دي." دغه ځواکونه وایي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي چې شته معلومات ښيي چې حزب الله د دې پېښې مسؤل دی.

    حزب الله، چې د ایران ملاتړې وسله واله ډله ده، وایي دوی "حېران" دي چې نورو لورو "د خپلسرو تورونو لګولو ته بېړه کړې ده." دغې ډلې زیاته کړې چې دوی "د لبنان د اردو او سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د چارو لپاره پر همغږۍ ټینګار کوي، په ځانګړې توګه په دغو حساسو شرایطو کې."

  13. وروستی, بې ځایه شوي لبنانیان بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي

    د ویډیو تشریح، بې ځایه شوي لبنانیان بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي

    په لبنان کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ له اوربند وروسته له خپلو مېنو بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو چې امریکا اسرائیل په لبنان کې له نورو بمباریو منع کړی، دا یوه ورځ وروسته له هغه وو چې هغه لس ورځنی اوربند اعلان کړ. د لبنان او اسرائیل ترمنځ دې هوکړې دا هیله هم پیاوړې کړې وه چې د امریکا او ایران ترمنځ موازي جګړه هم ښايي پای ته نږدې شي.

  14. وروستی, مجتبی خامنه‌يي: د ایران سمندري ځواکونه "دوښمنانو ته د نوې دردناکو ماتې ورکولو" لپاره چمتو دي

    مجتبی خامنه‌يي (کېڼ) او د هغه وژل شوی پلارسید علي خامنه‌يي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، مجتبی خامنه‌يي (کېڼ) او د هغه وژل شوی پلار

    په یوه بیان کې چې د ایران روحاني مشر مجتبی خامنه‌يي ته منسوب شوی، نن شنبه خبرداری ورکړل شوی چې د ایران سمندري ځواکونه د امریکا د ځواکونو د ماتولو لپاره "پوره چمتووالی" لري، په داسې حال کې چې د هرمز تنګي په اړه کړکېچ زیات شوی دی.

    په هغه بیان کې چې په ټیلیګرام کې د هغه په چینل خپور شوی، خامنه‌يي ویلي چې "زړور سمندري ځواکونه بشپړ چمتو دي چې دوښمنانو ته د نویو ماتو تریخوالی ور وڅکي".

    وروسته له هغې چې په وروستیو مجتبی خامنه‌يي روحاني مشر ټاکل شوی، نومړی په علني توګه نه دی راڅرګند شوی.‌

    په پیغام کې چې په ایران کې د پوځ د ورځې په مناسبت خپور شوی، د هغو دوو موضوعاتو (د هرمز تنګي او د ایران-امریکا مذاکراتو) هېڅ ښکاره یادونه نه ده شوې، چې په وروستیو ورځو کې د ایراني چارواکو له خوا مطرح شوې وې.

  15. وروستی, د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو اداره: د تېلو یو ټانکر د ایران د وسلوالو کښتیو له ډزو سره مخ شوی

    هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، UKMTO

    د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې (UKMTO) راپور ورکړی چې د هرمز په تنګي کې پر تېلو یوه ټانکر د دوو وسلوالو کښتیو له خوا، چې د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلي بلل شوي، ډزې شوې دي

    دا پېښه د عمان له ساحله شاوخوا ۲۰ سمندري میله شمال ختیځ ته رامنځته شوې ده. ادارې ویلي چې ټانکر او د هغه عمله په خوندي حالت کې دي.

    په همدې تړاو، رویټرز خبري اژانس د درې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوه تجارتي کښتۍ د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ډزو هدف ګرځېدلې دي.

    دغه سرچینې زیاتوي چې د ایران سمندري ځواکونو ویلي دي هېڅ کښتۍ ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

  16. وروستی, د ایران شپږ هوايي ډګرونه بیا پرانیستل شول

    Iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د هوايي شرکتونو د ټولنې سکرتر مقصود اسعدي سماني ویلي چې د تهران امام خمیني او مهرآباد هوايي ډګرونه او همدارنګه د مشهد بیرجند، ګرګان او زاهدان هوايي ډګرونه بیا پرانیستل شوي دي.

    هغه ویلي چې هوايي شرکتونه د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.

    په یوه بله خبر کې ویل شوي چې هوايي شرکتونه کولی شي د اړینو جوازونو له ترلاسه کولو او د ایران د ملکي هوايي چلن ادارې له همغږۍ وروسته د الوتنو د پلان جوړولو او د ټکټونو د خرڅلاو د بیا پیل لپاره اقدام وکړي، په هغو لارو کې چې اعلان به شي.

    تر دې وړاندې د هوايي چلن ادارې اعلان کړی و چې له نن ورځې راهیسې د هېواد د هوايي فضا یوه برخه او ځینې هوايي ډګرونه بیا فعال شوي دي.

    د دې پرېکړې له مخې، د هېواد په ختیځ کې د نړیوالو الوتنو د تګ راتګ لپاره هوايي لارې بیا پرانیستل شوي دي.

    د جګړې له پیل او پر ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته، د هېواد هوايي حریم په بشپړ ډول تړل شوی و.

    ویل کېږي چې اسرائیل او امریکا د جګړې په جریان کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر هوايي ډګرونه هم په نښه کړي وو.

  17. وروستی, مصر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ هوکړې ته د رسېدو هڅې کوي

    د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مصر او پاکستان د منځګړو په توګه "ډېر جدي" هڅې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ یوه نهایي هوکړه ممکنه کړي.

    بدر عبدالعاطي، چې د ترکیې په "انتالیا دیپلوماټیک فورم" کې ګډون لري، ویلي: "هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې دې هوکړې ته ورسېږو."

    هغه د جګړې د پایلو په اړه ویلي چې "نه یوازې سیمه، بلکې ټولې نړۍ ته د دې شخړې دوام زیان رسوي."

    د مصر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د خبرو اترو د پرمخ وړلو هڅې په جدي ډول روانې دي.

  18. وروستی, تر اوسه د لبنان اوربند پلی ښکاري, نیک بیک - د اروپايي چارو خبریال، قدس

    لبنان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تاوده بحثونه روان دي او د ولسمشر ټرمپ او ایراني لوري ترمنځ د بیانونو تبادله هم روانه ده.

    خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تر اوسه د جګړې کوم غږ نه اورېدل کېږي.

    ښکاره ده چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ اوربند تر یوې اندازې پورې کړکېچ کم کړی، که څه هم دې لا تر اوسه د هرمز تنګي پر موضوع لوی اغېز نه دی کړی.

    د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران ژمنه د لبنان له اوربند سملاسي وروسته اعلان شوه. ټرمپ بیا بیا ټینګار کوي چې په لبنان کې اوربند د ایران له پراخو خبرو اترو سره تړاو نه لري.

    لبناني رسمي رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې یو موټرسایکل په نښه شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی، سره له دې چې اوربند نافذ دی.

    د هغه اوربند د شرایطو له مخې چې امریکا اعلان کړی، اسرائیل باید بریدونه ونه کړي، خو دا حق لري چې د "پلان شویو، نژدې یا روانو بریدونو" په ځواب کې هر وخت غبرګون وښيي.

    خو تر اوسه داسې ښکاري چې په لبنان کې اوربند لا هم ټینګ پاتې دی.

    دا وضعیت ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د یوې پراخې هوکړې د هڅو لپاره مرسته وکړي، ان که دا هوکړه له هغه څه لرې وي چې ولسمشر ټرمپ یې اعلانوي.

  19. وروستی, دولتي رسنۍ - د ایران پوځ بیا د هرمز تنګی تړلی

    هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د دولتي رسنیو له مخې د ایران پوځ وايي چې د هرمز تنګي پر سر خپل کنټرول بیا پلي کوي.

    د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ایراني محصلانو خبري اژانس او دولتي خپرونې ایریب د سپاه پاسداران له یوې اعلامیې نقل کوي چې وایي دا تنګی به بېرته "پخواني حالت ته" وګرځي او وسله‌وال ځواکونه به د دې سیمې کنټرول په لاس کې ولري.

    له دې مخکې لیدل شوي وو چې ځینې کښتۍ له دې اوبو تېرېدې، خو دا روښانه نه ده چې څومره سمندري ترافیک له دې مهمې سوداګریزې لارې تېر شوی دی.

    په اعلامیه کې د ایران پوځ امریکا په "سمندري لوټمارۍ" تورنوي او وایي چې د امریکا "تش په نوم کلابندي" په حقیقت کې سمندري غلا ده. ایران مخکې ویلي وو چې که امریکا د خپلو بندرونو محاصرې ته دوام ورکړي، نو د هرمز تنګی به وتړي.

  20. وروستی, لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې

    د ویډیو تشریح، لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې

    د اسرائیلو او لبنان ترمنځ لس ورځنی اوربند پلې کېدا سره، په بیروت او نورو ښارونو کې خلکو خوښۍ وکړې. ځینې هغه اوسېدونکي چې له خپلو کورونو تښتېدلي وو، بېرته یې ستنېدل پیل کړي او د هغو پلونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي چې د جګړې پر مهال د اسرائیلو له لوري ویجاړ شوي وو.په دې شپږ اوونیزه شخړه کې په لبنان کې له ۲،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له هرو پنځو کسانو یو یې بې‌ځایه شوی دی. اسرائیل وايي چې د دوی دوه ملکي وګړي او ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.

Trending Now