ایا پاکستان د امریکا او ناټو پوځیانو ته له افغانستان د وتلو لار هم ورکړې؟

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام، کراچۍ

د تېرې جون میاشتې د ۲۲مې پر شپه د نړۍ تر ټولو ستره باروړونکې الوتکه "انتونوف اې این ۲۲۵" د افغانستان له پلازمینې کابل والوته او سهار د پاکستان د کراچۍ هوايي ډګر کې کیناسته. دې الوتکې د کراچۍ هوايي ډګر کې ۲۰ ساعته تېر کړل.

دا الوتنه پټه نه وه - کراچۍ ته د نړۍ د تر ټولو سترې الوتکې پر ورتګ رپوټونه هم وشول.

د پاکستان د هوايي چلن ادارې ویاند وايي دا الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر کې د تېلو تر اخیستو وروسته بېرته الوتې ده.

ایا خبره همدومره ساده ده؟

بي بي سي ته په لاس ورغلي لاسوندونه ښيي چې دې الوتکه کې د ایټالیوي ځواکونو پوځي تجهیزات کراچۍ ته لېږدول شوي دي.

له افغانستانه د ناټو او امریکا د وروستیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل راهیسې انتونوف الوتکې د پوځي تجهیزاتو د لېږدولو لپاره افغانستان ته الوتنې کوي او دا هم د همدې لړۍ برخه وه.

د ملکي هوايي چلن او کارګو اسناد ښيي ایټالیا خپل پوځي موټرونه او نورو وسایل د همدې الوتکې په وسیله کراچۍ ته رسولي او د دغه ښار له بندره به د سمندر له لارې خپل منزل ته روان شي.

د دغو اسنادو له مخې د شاهین په نوم خدماتي کمپنۍ اسلام اباد کې د ایټالیا سفارت له دفاعي اتشې د دریو ورځو لپاره د دغو تجهیزاتو د ګودام د کرایې او ټکس لپاره ۸۶۸ زره روپۍ ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلن ‍بانکي پاڼو کې د دغو وسایلو شمېر "درې ټولګې" بلل شوی، جزیات یې نه دي شریک شوي خو ۲ میلیونه ۸۴۲ زره روپۍ ټکس پرې اخیستل شوی.

خو د ملکي هوايي چلن ادارې ویاند بي بي سي ته ویلي چې دغه انتونوف الوتکه د تېلو لپاره کراچۍ هوايي ډګر کې ولاړه وه او ګواکې نوموړی یې د بار په اړه مالومات نه لري.

ایټالیا تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه ایستلي دي.

دغه ځواکونه د افغانستان د لودیدیځ په هرات کې مېشت وو.

د ایټالیا دفاع وزارت ویلي چې تېرو دوو لسیزو کې یې شاوخوا ۵۰ زره ځواکونو د افغانستان ماموریت کې برخه اخیستې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اپریل کې اعلان وکړ چې د سپتبمر تر ۱۱مې له افغانستانه ټول ځواکونه باسي. د دغو ځواکونو د وتلو لړۍ د تېرې می میاشتې له لومړۍ نیټې روانه ده.

د امریکا او پاکستان تړون څنګه و؟

د ایویا کون مېنتروف کمپنۍ اسنادو کې بیا د پوځي تجهیزاتو، موټرونو او لیتیم بېټریو یادونه شوې چې له کراچۍ ایټالیا ته لېږدول کېږي.

پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان ته د ترهګرۍ خلاف جګړې لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو راتګ کې د پل رول ولوباوه.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب 'د اور پر لیکه' کې د هغو شرایطو یادونه کړې چې اسلام اباد پر افغانستان له برید وړاندې امریکا سره منلي وو.

جنرال مشرف خپل کتاب کې لیکلي چې د امریکا د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر کولن پاول د سپتمبر د بریدونو پر سبا تلیفون کې ورته وویل چې یا به د امریکا ترڅنګ او یا د دوی خلاف درېږي.

د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې 'ای ایس ای' مشر د سپتمبر د بریدونو پر مهال امریکا کې و.

هغه وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارډ ارماټیج ورته ویلي که د ترهګرو ترڅنګ د درېدو پریکړه وکړي، نو دومره به یې بمبار کړي چې د کاڼو عصر ته ورسېږي.

مشرف لیکي دا خورا څرګند ګواښ و او داسې ښکارېدل چې امریکا د ځواب ویلو پرېکړه کړې وه.

له پاکستان د امریکا غوښتنې

جنرال پرویز مشرف وايي د سپتمبر له بریدونو وروسته اسلام اباد کې د امریکا سفیر ویډي چیمبلن ورته لاندې اووه غوښتنې مخ ته کېښودې.

پاکستان دې د القاعده غړو ته له پولې د وراوښتلو اجازه نه ورکوي، له پاکستان تېرېدونکي وسله دې ونیول شي، پر اسامه بن لادن دې هر ډول مرسته ودرول شي.

  • امریکا ته دې د اړتیا له مخې د پوځي او استخباراتي اهدافو لپاره هوايي لارې او له هر ډول شرط پرته ځمکنۍ اسانتیاوې برابرې شي.
  • امریکا او متحدانو ته دې د ترهګرۍ ضد د پوځي او استخباراتي اقداماتو لپاره سرحدي سیمو ته د لاسرسي زمینه برابره او د دغه کار لپاره دې د پاکستان د ځمکنیو او هوايي اډو د کارولو اجازه ورکړ شي.
  • امریکا ته باید په سملاسي ډول د پوځي عملیاتو او کورني امنیت په تړاو مالومات ورکړ شي، ځکه دا کار به د امریکا او متحدانو خلاف د ترهګریزو کړنو مخنیوي کې مرستندوی ثابت شي.
  • د سپتمبر د ۱۱مې او د متحدانو خلاف د ترهګرۍ نور بریدونه باید په زغرده وغندل شي. د پاکستان حکومت باید دغه هېواد کې د ترهګرۍ په ملاتړ او د امریکا او متحدانو خلاف د بیانونو او څرګندونو مخه ونیسي.
  • طالبانو ته دې د تیلو او نورو توکو د لېږد او همدا راز د هغو رضاکارو مخه دې ونیول شي چې په ترهګریزو بریدونو او جګړو کې د ګډون لپاره افغانستان ته ځي.
  • که دا ثابتېږي چې اسامه بن لادن او افغانستان کې د هغه فعاله شبکه د سپتمبر بریدونو کې لاس لري او طالبان یې پناه ورکولو ته دوام ورکوي، پاکستان به طالبانو سره سفارتي اړیکي پرې کوي، مرستې به ورسره بندوي - د اسامه بن لادن او القاعده شبکې لمنځه وړلو کې به مرسته کوي.

پرویز مشرف لیکي چې ده پورته دویم او دریم شرط نه شو منلی. د هغه په وینا "امریکا ته مې څنګه له قید او شرط پرته هوايي لارې او ځمکنۍ اسانتیاوې برابرولی شوې؟ ما د جنګي الوتکو لپاره د هوايي ډګر له ورکولو انکار وکړ."

مشرف وايي امریکا ته یې د بلوچستان د شمسي او د سند د جیکب اباد هوايي اډې د کارولو اجازه ورکړه خو هغه هم یوازې د تجهیزاتو او اکمالاتو د لېږد لپاره. له دغو دواړو اډو یې هېڅ ډول برید نشو کولی. نورې غوښتنې یو څه د منلو وړ وې او امریکا هم له ځنډ پرته ورسره ومنله.

پاکستان د ناټو د اکمالاتو لار

له پاکستانه افغانستان ته د ناټو د پوځي اکمالاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد دوه ځمکنۍ لارې وې. یوه له پېښوره د خیبر درې له لارې تورخم او ننګرهار ته، او بله له بلوچستانه د چمن له لارې کندهار ته غځېده.

د شمېرو له مخې د ناټو شاوخوا ۷۰ سلنه تجهیزات او اکمالات له همدغو ځمکنیو لارو تلل او پاتې ۳۰ سلنه د هوا له لارې افغانستان ته رسېدل.

پاکستان دغو اکمالاتو ته د لار ورکولو په بدل کې هر کال له ناټو او امریکا ډېرې پېسې ترلاسه کولې چې 'د اتحاد ملاتړی فنډ' یې باله.

د پاکستان د خزانې وزارت په وینا پاکستان تر ۲۰۱۸ کال پورې له دې لارې ۱۴ میلیون ډالر ترلاسه کوله، خو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر راتګ وروسته دا مرسته پرې ودرول شوه.

د سلاله تر برید وروسته د لارو تړل

د ۲۰۱۰ کال د نومبر په ۲۶مه تر هغې وروسته د امریکا او پاکستان اړیکي ترینګلي او د اکمالاتو دا لارې وتړل شوې چې د امریکا هوايي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان پر سلاله پوستې برید وکړ. دغه برید کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

تر دغه برید وروسته د پاکستان سنا کې د رضا رباني په مشرۍ د ملي امنیت او دفاعي چارو پارلماني کمیټې سپارښتنه وکړه چې د پاکستان راتلونکې حکومتونه باید نور د ملي امنیت لپاره تقریري ژمنې ونه کړي. پر دې هم ټینګار وشو چې که د پوځي همکاریو په ګډون هر ډول اسناد لاسلیکېږي، اړوندې ادارې باید ترې خبرې وي.

ایا پاکستان ناټو ته د بېرته تګ لاره ورکړې؟

پاکستان امریکا او ناټو ته افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د شاوخوا شل کلنې جګړې پر مهال د اکمالاتو لارې ورکړې وې - اوس پوښتنه دا ده چې ایا دغو ځواکونو ته یې له افغانستانه د وتلو لپاره هم د خپلو هوايي، ځمکنیو او سمندري لارو د کارېدو اجازه ورکړې یا ورکوي؟

ایا د دواړو خواو ترمنځ په دې تړاو کوم تړون شوی دی؟ بي بي سي په دې د پوهېدو لپاره درې اوونۍ وړاندې پاکستان کې د امریکا سفارت او د ناټو مرکز ته بریښنالیکونه اوستولي دي.

ناټو تر اوسه دا پوښتنې نه دي ځواب کړي خو کراچۍ کې د امریکا سیاسي استازولۍ د ولسمشر جو بایډن د هغې وینا حواله ورکړې چې ویلي یې دي امریکا به خپلې د ترهګرۍ ضد وړتیاوې پیاوړې وساتي - له افغانستان او نورو ځایونو به د ترهګرۍ د خطر د راپورته کېدو مخه ونیول شي.

کراچۍ کې د امریکا کونسلګري وايي په دې تړاو له دې ډېر جزیات نشي ورکولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې ځواب کې وايي چې "د پاکستان دفاع وزارت د دغه هېواد د ځمکنۍ او هوايي حدودو د کارېدو په تړاو ښه مالومات ورکولی شي."

د دفاعي کمیټې د غړي سید مشاهد حسین په وینا ډېر تجهیزات د هوا له لارې لېږدول کېږي او ګواکې د پاکستان له اړخه تر اوسه کوم تړون نه دی شوی.

د ملي امنیت کمیټه

د پاکستان پوځي مشرانو وړمه ورځ د دغه هېواد حکومت او پارلمان کې د ملي امنیت کمیټې غړو ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه مالومات ورکړل.

دې غونډې څلور ساعته دوام وکړ او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم په کې برخه درلوده.

د پاکستان پوځي چارواکو دې ناسته کې د غونډې ګډونوالو ته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په تړاو هم مالومات وړاندې کړل.

د دې غونډې یوه ګډونوال بي بي سي ته ویلي، دوی ته وویل شول چې 'پاکستان له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر مهال امریکا ته ځمکنۍ اډې نه ورکوي. خو دا خبره روښانه شوه چې امریکا د پخوانیو تړونونو پر بنسټ د دوی هوايي حریم کارولی شي."

دا چې دا انتونوف الوتکه به ‍د تجهیزاتو د لېږد وروستۍ الوتنه وي که دا لړۍ به دوام لري، په دې تړاو ډېر مالومات نشته.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو د فدرال وزیر فواد چوهدري د نظر اخیستلو لپاره مو په وار وار هغه او د نوموړي ویاند سره د تلیفوني اړیکي هڅه وکړه او لیکلې پوښتنې مو هم ور واستولې، خو د ۲۴ ساعتونو له تېرېدو سره سره ځواب ترلاسه نه شو.

سنا کې د څېړونو او امنیت د کمیټې اجرايي مدیر امتیاز ګل وايي بهرني ځواکونه خپل ډېر تجهیزات افغانستان کې دننه له منځه وړي، ځکه افغانستان پر دې نیوکه کړې چې دغه تجهیزات دې پاکستان ته نه ورکول کېږي. نور وسایل د الوتکو په وسیله لېږدول کېږي. هغه زیاتوي دا امکان هم شته چې ځیني وسایل په همدې ډول له پاکستانه ولېږدول شي.

د امتیاز ګل په وینا که په دې تړاو کوم تړون موجود وای نو له شک پرته شریک شوی به وی.