تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ شل اوریز نړيوال جام: د کاناډا پر وړاندې د افغانستان لویه بریا او له افغان لوبدلې سره د جانتن ټراټ مخه ښه
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ۲۰۲۶ کال کرېکت شل اوریز نړيوال جام کې افغانستان کاناډا ته د ۸۲ منډو په ستر توپير ماته ورکولو سره په دې جام کې خپل سفر پایته ورساوه او د اتو لوبډلو یا بل پړاو ته په تللو بریالی نشو.
د دې لوبې له پايته رسېدو سره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ کاري موده هم ختمه شوه.
ښاغلي ټراټ له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې په احساساتي او ژړغوني غږ له افغان لوبډلې سره د خپلو خاطرو او کاري سفر يادونه وکړه او د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه دنده یې د خپل ځان ښه موقع وبلله.
نوموړي وويل، "لومړی سفر مې په یاد دی چې په ايرلنډ کې و، هلته مې وليدل چې دا هلکان [افغان لوبغاړي] ډېر بااستعداده او ژمن دي... زما په ياد دي چې په لومړي ځل مې ابراهيم، عظمت او ګوربز وليدل، فکر مې وکړ چې ډېر بااستعداده لوبغاړي دي".
ښاغلي ټراټ وويل، "زما په یاد دي چې د اوس پرتله لومړی سفر څومره ستونزمن و. لوبغاړو ته باید ډېر کرېډېټ ورکړل شي...افغانستان د نورو هېوادو په څېر سهولتونه نه لري خو بيا هم د دې سربېره افغان لوبغاړي په نړيوال ډګر کې داسې لوبېږي او فشار زغمي".
ښاغلي ټراټ په تېر نړيوال جام کې د پاکستان او انګلنډ په څېر لوبډلو ته ماته ورکول هم یاد کړل او ویې ويل چې له دې پرته یې په لوبلړیو کې د جنوبي افریقا او بنګله دېش په څېر لوبډلو ته هم ماته ورکړه.
ښاغلي ټراټ وويل، "زه ډېر بختور یم چې د ډېرو ښو لوبغاړو او ډېرو ښو انسانانو سره مې کار وکړ او روزنه مې ورکړه".
د مثبتو اړخونو تر څنګ جانتن تراټ د افغان لوبډلې د چټکې توپ اچونې په څېر برخو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا باید کار ورته وشي. نوموړي د راتلونکي نړيوال جام په يادولو سره چې په جنوبي افریقا کې دي وويل، "داسې بالران باید وي چې هر ځای او هر ډول شرايطو کې بالېنګ وکړی شي".
ابراهيم ځدراڼ د غوره لوبغاړي جايزه جانتن ټراټ ته ډالۍ کړه
ابراهيم ځدراڼ د کاناډا پر وړاندې سيالۍ کې په ناسوځېدلې توګه د ۹۵ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
نوموړي خپله د غوره لوبغاړي جايزه جانتن ټراټ ته ډالۍ کړه او ويې ویل چې له ده یې ډېره څه زده کړي دي.
ابراهيم ځدراڼ وويل، له جانتن ټراټ "ما ډېر څه زده کړي، زه یې هڅولی یم، زما ملاتړ یې کړی دی، نه يوازې زما بلکې تول لوبغاړي یې هڅولي او د ټولو لوبغاړو ملاتړ یې کړی دی".
د افغانستان کرېکټ بورډ هم د جانتن ټراټ د هڅو او زیار ستاینه کړې ده او پر ټولنيزو رسنيو د يوې اعلاميې په خپرولو سره یې ویلې چې "د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي د بېسارو خدماتو، د افغان لوبډلې او افغان کرېکټ پرمختګ ته د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او مسلکي چلند ستاینه کوي، چې پر مټ یې افغان لوبډلې په یاده موده کې سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې او هېواد ته یې ګڼ شمېر ویاړونه راوړل."
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د جناتن ټراټ کاري دوره، د ۲۰۲۲کال په جولای کې پیل شوې وه او له دوه ځله غځول کېدو وروسته د فبرورۍ پر ۱۹ نېټه پايته ورسېده.
جانتن ټراټ چې په جنوبي افریقا کې زيږېدلی د انګلنډ ملي لوبډلې لپاره یې هم سيالۍ کړې دي.
د نوموړي د دندې پر مهال افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې په لومړي ځل د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبو ته ورسېد خو دا ځل بخت ورسره یاره ونکړه او افغان لوبډلې د پيل دواړه لوبې په لږ توپير سره نيوزيلنډ او جنوبي افریقا ته وبايللې.
افغانستان کاناډا ته په ۸۲ منډو ماته ورکړه
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام کې د افغانستان او کانادا تر منځ د سيالۍ پچه کاناډا وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډو هدف وټاکه چې کاناډا ونتوانېده پوره یې کړي او یوازې ۱۱۸ منډې یې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۹۵) منډې وکړي خو له بدمرغه د سليزې په بشپړولو بریالی نشو. د ده تر څنګ صدیق الله اتل ۴۴، رحمان الله ګوربز ۳۰ او عظمت الله عمرزي ۱۳ منډې وکړې.
د کانادا جسکرن سېنګ دری او ډېلون هېلېګر یوه وېکټه واخسته.
د افغانستان له لوري بيا محمد نبي څلور، راشد خان دوه، مجيب الرحمان او عظمت الله عمرزي يو یو لوبغاړی وسوځاوه.
په سږني نړيوال جام کې افغانستان په نسبتا سخت ګروپ کې د نيوزیلند او جنوبي افریقا په څېر له پياوړو لوبډلو سره و چې د کرېکټ اوږد تاريخ لري خو بيا هم دواړو لوبډلو سره یې سخته سيالي وکړه او د جنوبي افریقا لوبه خو ان دوه ځله سوپر اوور ته ولاړه.
نيوزیلنډ او جنوبي افریقا ته له بايللو وروسته افغانستان خپلې وروستۍ دوې لوبې له متحده عرب اماراتو او کاناډا په لوی توپير وګتلې.