تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې عراق تر اوسه نوی ولسمشر نه لري؟
- Author, حیدر احمد
- دنده, بي بي سي عربی
- رپوټ له:, بغداد
- د لوستلو وخت: 5 دقیقې
د کردي ګوندونو ترمنځ اختلاف د عراق د نوي ولسمشر ټاکلو پر بهیر سیوری غوړولی. د دوو اصلي کردي ګوندونو، د کردستان وطنپالې ټولنې او د کردستان ډیموکراتیک ګوند ترمنځ د دغه څوکۍ لپاره پر یوه نوماند د هوکړې هڅې ناکامې شوي دي او هر ګوند جلا نوماند مخې ته کړی دی.
نالیکلې هوکړه
د هغه سیاسي دود پر بنسټ چې په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د رژیم له پرځېدا وروسته رامنځته شو، د ولسمشرۍ څوکۍ کردانو ته ځانګړې شوې ده. له هماغه مهاله، دا څوکۍ د نالیکلو سیاسي هوکړو پر بنسټ د کردستان وطنپالې ټولنې په لاس کې وه او په بدل کې یې، د کردستان ډیموکراتیک ګوند د کردستان اقلیم دننه مهمې څوکۍ سمبالولې. خو د واک وېش دا لار نور د ځینو کردي ځواکونو لپاره د منلو وړ نه ده.
احمد هرکي، چې د کردستان وطنپالې ټولنې غړی دی، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې "په عراق کې ډیموکراسي، یوه توافقي او د جوړجاړي ډیموکراسي ده". هغه څرګنده کړه چې له دې وړاندې داسې یوه هوکړه وه چې پر بنسټ یې د دیموکراتیک ګوند نوماند د کردستان سیمې مشرۍ ته رسېده او په بدل کې یې، د عراق ولسمشرۍ څوکۍ د وطنپالې ټولنې نوماند ته سپارل کېده.
ښاغلي هرکي ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ " په حقیقت کې د کردستان وطنپالې ټولنې ونډه ده" او زیاته یې کړه چې دغه خبره د سني او شیعه ډلو لخوا هم منل شوې ده. هغه همدارنګه یادونه وکړه چې نشي کېدای د کردانو د برخې ټولې څوکۍ یوه ګوند ته ورکړل شي، په ځانګړې توګه په داسې سیاسي نظام کې چې پر جوړجاړي ولاړ وي. ښاغلي هرکي اشاره وکړه چې ډیموکراتیک ګوند ته داسې پیغامونه استول شوي چې "تائیدوي د ولسمشرۍ څوکۍ د کردانو ونډه ده، خو په مشخص ډول د کردستان وطنپالې ټولنې پورې اړه لري."
د کردستان ډیموکراتیک ګوند غړي کاوه شېخ سلام بي بي سي ته وویل چې ګوند یې د عراق په وروستیو پارلماني ټاکنو کې له یو میلیون ډېرې رایې ګټلې دي چې "دا ورته حق ورکوي، د ولسمشر په ټاکلو او ریاستي څوکیو کې پرېکړه وکړي، که هغه د حاکمیتي منصبونو لپاره د نوماندانو د ټاکلو له لارې وي او که د ولسمشرۍ د نوماندانو د منلو له لارې."
هغه په دې اړه د ګوند د مشر مسعود بارزاني پیغام او ویناپاڼې ته اشاره وکړه چې په کې د ولسمشر ټاکلو د میکانیزم د سموونو او له یوه ګونده د دغه څوکۍ د نیواک پای ته رسولو وړاندیز شوی و. ښاغلي بارزاني د ولسمشر ټاکلو لپاره درې بدیلې لارې وړاندې کړې وې: لومړی دا چې د کردستان سیمې پارلمان دې د ولسمشر نوم اعلان کړي؛ دویم دا چې ټول کردي ځواکونه دې پر یوه نوم هوکړه وکړي چې حتمي نه ده له وطنپالې ټولنې دې وي؛ درېیم دا چې په عراقي پارلمان کې کردي اړخونه دې خپل کاندید وټاکي.
له دغو وړاندیزونو هیڅ یو هم د وطنپالې ټولنې لخوا ونه منل شو او په پایله کې دواړو سیالو ګوندونو خپل نوماندان په جلا ډول مخې ته کړل، که څه هم د حل لارې موندلو لپاره خبرې اترې روانې دي.
دوه غښتلي نوماندان
دوه مشهور نوماندانو او په ټوله کې ۱۷ نوماندانو د عراق د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره سیالي کړې چې تر ټولو مخکښ یې د کردستان ډیموکراتیک ګوند له لوري فواد حسین او د کردستان وطنپالې ټولنې لخوا نزار امیدي دي.
فواد حسین عراقی سیاستوال دی چې په ۱۹۴۹ کال کې د دیالي ولایت په خانقین ښار کې زیږېدلی او په فدرالي دولت او د کردستان سیمې په حکومت کې د لوړو اجرایوي څوکیو تجربه لري. هغه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د بهرنیو چارو وزیر او په نړیوالو اړیکو کې د لومړي وزیر مرستیال دی او تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د مالیې وزیر هم و.
ښاغلي حسین تر دې وړاندې، له لسو کلونو ډېر وخت د کردستان سیمې د ریاست دفتر مشري کوله او د دغه سیمې د کابینې غړی و. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د عراق د حکومتي شورا د علیالبدل (ځایناستي) غړیتوب ترلاسه کړ او له ۲۰۰۳ کال وروسته یې د پوهنې وزارت پر چارو د څارنې په بهیر کې برخه واخیسته. هغه له بغداد پوهنتونه د انګریزۍ ژبې لیسانس کچې زده کړې لري او خپلې لوړې زده کړې یې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د هالنډ له امسټرډام پوهنتونه ترلاسه کړې دي.
نزار امېدي، چې د کردستان وطنپالې ټولنې نوماند دی، هم یو مشهور سیاستوال دی چې په ۱۹۶۸ کال کې د عراقي کردستان د دهوک ولایت په العمادیه ښار کې زیږېدلی او له موصل پوهنتونه د انجینرۍ څانګه کې د لیسانس کچې زده کړې لري. ښاغلی امیدي د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې تر استعفا پورې د محمد شیاع سوداني په حکومت کې د چاپیریال ساتنې وزیر و او په استعفا سره یې خپله پاملرنه د کردستان وطنپالې ټولنې په ګوندي فعالیتونو ور ټوله کړه. ښاغلی امیدي د ولسمشرۍ په چارو کې ډېره تجربه لري او د جلال طالباني، فواد معصوم، برهم صالح او عبداللطیف جمال رشید په ګډون د څو ولسمشرانو د دفترونو د سمبالښت چارې یې پر غاړه اخیستی وې. هغه په وزیرانو پلاوي او د وزیرانو په امنیتي کمیټه کې د ولسمشرۍ د بنسټ استازی و او په ریاستي کمیټو او نړیوالو پلاوو کې یې برخه اخیستې ده. هغه په عربي، کردي او انګریزي ژبو لاسبری دی.
د جلاوالي له پایلو اندېښنې
د عراق پارلمان تر اوسه نه دی توانېدلی چې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د جنورۍ پر ۲۷مه او د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه خپلو دوو له وړاندې ټاکل شویو غونډو جوړولو کې بریالی شي. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پارلماني کمېټو له مشرانو سره د مجلس د مشرتابه پلاوي په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشر ټاکلو غونډه دې تر اتمې نېټې جوړه شي خو دغه مهالوېش هم پلی نه شو.
د عراق د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د نوي پارلمان د لومړۍ ناستې له جوړېدو وروسته په ۳۰ ورځو کې وټاکل شي. له هغه وروسته، ټاکل شوی ولسمشر ۱۵ ورځې موده لري چې د کابینې د جوړولو لپاره د لومړي وزیر نوماند معرفي کړي.
د دوو کردي ګوندونو ترمنځ اختلاف بېلابېلې اندېښنې راپارولې دي: د ولسمشرۍ څوکۍ راتلونکی چې د کردانو برخه ګڼل کېږي، د کردستان د اوسېدونکو د ننګونو او په ځانګړې توګه د معاشونو د بحران د حل لپاره له مرکزي حکومت سره د همکارۍ برخلیک، او همدا ډول په لویه کچه د واک پر انډول د دغو کړکېچونو اغېزه چې په کې د لومړي وزیر ټاکل او د پارلماني ټلوالو جوړول هم شته.
له بلې خوا، "د همغږۍ اډانه" چې په عراق کې د اصلي شیعه ډلو ټلواله ګڼل کېږي، له خپلو استازو غوښتي چې که کردان پر یوه نوماند هوکړې ته ونه رسېدل، په خپلواک ډول د ولسمشر په ټاکلو کې دې پرېکړه وکړي. دغه ټلوالې د دغې دوسیې پر چټک سپیناوي او د اساسي قانون پر مهالوېشونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
"د همغږۍ اډانې" په یوه ویناپاڼه کې هغو وړاندیزونو ته د کردستان سیمې د پاملرنې ارزښت ته اشاره کړې چې د دغه ائتلاف استازي پلاوي په خپل وروستي سفر کې مطرح کړي وو. په ویناپاڼه کې راغلي چې دغه وړاندیزونه "د هوکړې له چټکتیا او د دې حالت له پای ته رسولو" سره مرسته کوي. دغه ائتلاف خبرداری ورکړ چې "د دولتي ادارو د ځنډ دوام له هغو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره چې هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی، اړخ نه لګوي."