تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ نوی نړیوال نظم په رښتیا بدل شوی او اروپا اړ ده چې په بیړه ځان ورسره برابر کړي
د میونخ ښار مرکزي برخه تر ډېره د فېشني دوکانونو او ښکلي ګرانبیه ورزشي موټرنو له امله پېژندل کېږي خو اوس مهال یې کوڅې د راتلونکي نسل بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د اعلانونو له پوسټرونو ډکې دي.
"د اروپا امنیت د ټینګښت په حال کې دی"، دا شعار په تور او سپین رنګ کې د ښکلو او ځلا لرونکو انځورونو پر یوې لړۍ لیکل شوی چې د ښار د یوه مشهور پليتګ یا پیادهرو سره پر هغه کلیسا ځوړند شوي چې د رغېدو چارې یې روانې دي.
څو کاله وړاندې به دلته د پوځي ځواک دا ډول ښکاره او بېپردې ننداره هېڅ د تصور وړ نهوه خو د جرمني له پولو بهر نړۍ په چټکۍ بدلېږي او دغه هېواد هم ورسره بدلېږي.
د جرمني سویلي ایالت باویریا اوس د دفاعي ټکنالوژۍ مخکښ مرکز ګرځېدلی چې تمرکز یې پر مصنوعي ځیرکتیا، ډرونونو او فضایي صنعت دی.
دلته خلک، لکه د اروپا ډېری نور وګړي وایي، ځانونه ورځ تر بلې ډېر ناخوندي احساسوي ځکه له ختیځه د پراخېدونکې روسیې او له اقتصادي پلوه تهاجمي چین تر فشار لاندې دي او له لوېدیځه بیا له هغه پخواني نږدې متحد، امریکا سره مخ دي چې ورځ تر بلې اړېکې داسې حالت ته روانې دي چې اټکل یې نه کېده.
د یوې وروستۍ یوروبارومتر سروې له مخې، له دوه پر درېیمه برخه ډېر اروپایان (۶۸سلنه) احساسوي چې هېواد یې له ګواښ سره مخ دی.
سږنی منی د جرمني د ملکي خوندیتوب او د افتونو د مرستې فدرالي دفتر د سړې جګړې له وخته راوروسته د لومړي ځل لپاره خبرداری ورکړ چې جګړه د زغملو نه ده. که څه هم ټینګار کوي چې دا یو خوندي هېواد دی خو له جرمنانو غواړي چې په خپلو کورونو کې له دریو تر لسو ورځو پورې د خوړو زېرمه وساتي. دوی فکر کوي چې هسې که اړتیا پېښه شي.
جرمني وروسته له هغې چې متحده ایالاتو اوکرایین ته نوې مستقیمه مرسته درولې، د پوځي او نورو مرستو له پلوه د اوکرایین تر ټولو ستر یوازینی تمویلوونکی هېواد دی. د عامه افکارو سروې ښيي چې دلته رایه ورکوونکي غواړي په خپل هېواد کې ځانونه لا خوندي احساس کړي.
د جرمني او د اروپا د نورو هېوادونو لپاره اساسي پوښتنه دا ده چې ایا له امریکا سره دودیز ایتلافونه د ناټو او اروپایي اتحادیې په چوکاټ کې بسنه کوي، که نه باید له ورته نظره هېوادونو لکه اسټرالیا، سویلي کوریا او جاپان سره د اړتیا پر بنسټ نوې، لنډمهاله ایتلافونه هم رامنځته کړي؟
ناپایدارې اړیکې
د ناټو سرمنشي مارک روته راته وویل چې تر ۲۰۲۹ کال پورې به د جرمني دفاعي بودیجه د بریتانیا او فرانسې د ورته بودیجو له مجموعې هم لوړه وي.
سرمنشي مارک وویل، هغه ۱۵۰ میلیارده یورو چې جرمني وایي پر دفاع به یې ولګوي، "حیرانوونکې اندازه" ده.
د ده په وینا، متحده ایالات دا موضوع ویني او ارزښت ورکوي. ډونلډ ټرمپ لومړنی امریکايي ولسمشر نهدی چې ټینګار کوي اروپا باید د خپل امنیت لپاره ډېر څه وکړي، خو د هغه لهجې د پخوانیو ولسمشرانو پرتله په ښکاره ډول ډېر ګواښوونکی رنګ درلود.
د اتلانټیک دواړو غاړو ترمنځ د اړیکو نازک او بېثباته حالت د همدې اونۍ په پای کې د میونخ د امنیتي کنفرانس اصلي تمرکز و. همدا د نړۍ تر ټولو ستره کلنۍ دفاعي غونډه ده چې مشران، امنیتي کارپوهان او دفاعي صنعتونه سره راټولوي.
که څه هم دا ډول له ویناوو ډکې غونډې کله ناکله یوازې د تشو خبرو اترو د محفلونو په توګه کماهمیته بلل کېږي خو په داسې ګډوډو او په چټکۍ بدلېدونکو وختونو کې چې موږ پکې ژوند کوو، کولی شي اغېز ولري. په ځانګړي ډول هغه غیررسمي تړلې ناستې چې نړیوال پرېکړهکوونکي یې د کمرو له سترګو پټې کوي.
د سږني کنفرانس تر ټولو ډېر تمه کېدونکې او د ځینو لپاره تر ټولو اندېښمنوونکې وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وه چې دلته یې د ټرمپ د ادارې استازولي کوله.
اروپايي مشران او لوړپوړي ډیپلوماټان په رښتیا هم په بېصبرۍ او اندېښنه سره انتظار باسي. خو ولې یوې عادي ۳۰ دقیقې وینا ته دومره اهمیت ورکول کېده؟
ځکه چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې، په تېرو اتیا کلونو کې، د اروپا او امریکا اړیکې هېڅکله دومره خرابې او ترینګلې نه وې لکه اوس. دا داسې شخړه نهده چې د نږدې ملګرو ترمنځ به ژر سړه او هیره شي.
ډنمارک لا هم په غوسه دی
څه باندې ۱۲ میاشتې کېږي چې ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، هغه ځینې وختونه اروپايي مشران سپک کړي او تر پوښتنې لاندې یې راوستي، د دوی پر صادراتو یې لوړې تعرفې لګولې او تر ټولو ټکان ورکوونکې دا چې د ناټو د متحدینو لپاره یې د ډنمارک پر حاکمیت د هغې پر قلمرو ګرینلنډ ګواښ کړی او تر یوې مودې یې دا هم نه ردوله چې ټاپو به په زور ونیسي.
د شنبې په ورځ د میونخ د امنیتي کنفرانس (MSC) پر مهال، د ډنمارک لومړۍ وزیره مته فریدریکسن ښکاره په غوسه وه او ویې وویل، د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ نیتونه لا هم "هماغسې" دي، سره له دې چې د ګرینلنډ، امریکا او ډنمارک د استازو ترمنځ درې اړخیزې خبرې روانې دي.
ډونلډ ټرمپ تر اوسه د ګرینلنډ د نیولو لپاره پوځي ځواک کارول رد کړي او "لږ ترلږه د اوس لپاره" یې له دې هم شاتګ کړی چې پر هغو متحدینو لکه بریتانیا، فرانسه او جرمني اقتصادي بندیزونه ولګوي چې د امریکا لهخوا د دغه ارکټیک ټاپو د ترلاسه کولو په لاره کې خنډ بلل کېدل. خو د اتلانټیک دواړو غاړو ترمنځ باور سخت زیانمن شوی دی.
اروپايي ځواکونه د ټرمپ په څېره کې داسې ولسمشر ویني چې په رښتینې مانا "معاملهمحور" دی؛ داسې څوک چې خپلو نږدې متحدینو سره امنیتي او اقتصادي اړیکې د فشار د وسیلې په توګه کاروي څو خپلې موخې ترلاسه کړي. بېلګه یې دا چې له بیا ټاکل کېدو لږ مخکې یې اروپایانو ته ویلي وو چې امریکا به د هغو هېوادونو دفاع ونهکړي چې د دفاع لګښت کې خپله برخه نه ورکوي.
خو دا هم حقیقت دی چې اروپا له څو لسیزو راهیسې د امریکا تر امنیتي چتر لاندې ارامه ناسته وه. په امریکا کې ګوتنېونکي استدلال کوي چې اروپايي هېوادونه کلونه کلونه پراخ ټولنیز او هوسا ژوند لري، په داسې حال کې چې واشنګټن د امنیتي لګښتونو ډېره برخه پر غاړه اخیستې وه.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د شنبې په ورځ راته وویل: "موږ د امریکا په قوي ملاتړ عادت شوي وو؛ موږ له ارام چاپیریال سره عادت شوي وو خو هغه وخت پای ته رسېدلی، بېخي پای ته رسېدلی. واشنګټن سم وو."
خو د ګرینلنډ پر سر کړکېچ او د ټرمپ ادارې نور اقدامات لکه تېر مارچ چې یې په لنډمهاله توګه له اوکراییني ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډول او هغوی یې د جګړې په ډګر کې ړانده پرېښودل، څو کیېف د مسکو سره د سولې خبرو ته وهڅوي، همدې کار یې ژور ټپونه پرېښي او د اتلانټیک دواړو غاړو ترمنځ یې د شک او بېباورۍ اندېښمنوونکی احساس پیاوړی کړی دی.
همدا سبب و چې په میونخ کې د روبیو له وینا مخکې فضا له اندېښنې ډکه وه.
په پای کې، د هغه خبرې د تاریخي ملګرتیا له احساسه ډکې وې. هغه وویل: "موږ غواړو اروپا قوي وي. د تېرې پېړۍ دوه سترې جګړې موږ ته تل دا را یادوي چې زموږ برخلیک په پای کې له تاسو سره تړلی دی او تل به تړلی وي."
زما لپاره دا په زړه پورې وه چې څومره مخکښو اروپايي څېرو د هغه د خبرو تود هرکلی وکړ او ولاړ شول څو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته چکچکې وکړي. ښکاره وه چې هغوی له دې امله هوسا شوي وو چې هغه اروپا ونهګواښله او ونهرټله، لکه څنګه چې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وینس تېر کال د همدې کنفرانس پر مهال په تنده لهجه دا کار کړی و.
خو هغو کسانو ته چې په غور یې غوږ نیولی و، د روبیو وینا د ټرمپ د ادارې له هغو دریځونو سره برابره وه چې د ډېرو اروپايي مشرانو لپاره یې منل اسانه نهدي: لکه د اقلیمي اقداماتو مخالفت، د نړیوالتوب او څو اړخیزتوب په اړه شک، د کډوالۍ پر ضد سخت دریځ او د عیسوي لوېدیځ تمدن د یوې نوې دورې د جوړولو ملاتړ.
روبیو زیاته کړه چې امریکا له هغو متحدینو سره لېوالتیا نه لري چې پخواني حالت ته اړم وي. واشنګټن غواړي نوې لاره خپله کړي، غوره دا ده چې له اروپا سره یو ځای خو یوازې هغه وخت چې دواړه ورته ارزښتونه شریک کړي.
دا د امریکا د نږدې مشارکت وړاندیز مشروط و او پکې د امتیاز ورکولو کوم روښانه احساس نه تر سترګو کېده.
یوه اروپايي ډیپلوماټ چې د نوم نه ښودلو په شرط یې راسره په ډاګه خبرې کولې، وویل: "لکه له رواني پلوه ځوروونکی شریک" هغه زیاته کړه: "هغه اروپا ته ور په یاد کړل چې د اتلانټیک اړیکې پخوا څومره ښې وې خو بیا یې فشار پیل کړ: که غواړئ په راتلونکې کې زموږ اړیکې ښې وي، باید زما خبره ومنئ!"
بل ډیپلوماټ دې ته اشاره وکړه چې که څه هم روبیو د ګډو ارزښتونو خبره کوله خو دا د پام وړ وه چې په جرمني کې د خپلې وینا وروسته یې امریکا ته له ستنېدو مخکې سلواکیا او هنګري ته سفر غوره کړ.
بروکسل دغه دوه هېوادونه د اروپايي اتحادیې له تر ټولو ستونزمنو غړو ګڼي؛ دواړه د اروپايي اتحادیې په اړه شکمن او د خپلو هېوادونو په اړه ملتپال لومړي وزیران لري، اوکرایین ته د پوځي مرستو له لېږلو سره مخالفت کوي او د کډوالۍ پر وړاندې سخت دریځ لري.
نازکه نوې اړیکه
د مارکو روبیو نرمې لهجې اروپايي مشران سره ووېشل؛ هغه مشران چې تېرې میاشتې د ګرینلنډ د کړکېچ په اوج کې یې د ډنمارک په ملاتړ تقریباً په یوه غږ خبرې کولې.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لاین، د روبیو له نرم بیان سره سره، له امریکا سره د نننیو نازکو اړیکو یادونه وکړه. هغې وویل: "ځینې حدونه هغه کرښې ته رسېدلي دي چې بېرته نهشي راګرځېدلی. اروپایانو د سخت ټکان خوړلو تجربه کړې ده."
خو پوښتنه دا ده چې ایا په اروپا کې به ځینې هېوادونه د روبیو د وینا تودې خبرې د پلمې په توګه وکاروي، څو ژر تر ژره د دفاعي لګښتونو د زیاتولو ژمنې عملي نه کړي؟ د ډېرو اروپايي حکومتونو خزانه لا له وړاندې تر فشار لاندې ده او ډیری رایه ورکوونکي د ژوند د لګښتونو ستونزو ته د دفاعي بودیجو پرتله لومړیتوب ورکوي.
د دفاعي څېړنیز بنسټ RUSI عمومي مشرې ریچل اېلهیوس راته وویل، هغه په ټوله وچه کې د درز رامنځته کېدل ویني.
د هغې په وینا، له یوې خوا شمالي او بالتیک هېوادونه دي چې له روسیې سره جغرافیایي نږدېوالی لري او همدارنګه جرمني او هالنډ چې ټول لوړ دفاعي لګښتونه لري. خو په سویلي اروپا کې، د بېلګې په توګه هسپانیا داسې هېواد دی چې د دفاعي لګوښتونو د لوړولو په اړه بشپړه بېپروا ده.
اېلهیوس زیاتوي، فرانسه او بریتانیا په لفظي توګه د دفاعي لګښتونو لوړولو ته ژمن دي خو لا هم د "سیاسي لنډمهالې حللارې" په لټه کې دي څو خپلو خلکو ته دا روښانه کړي چې دا کار به څه ډول بدلونونه راولي، لکه لوړ مالیات، لږ ټولنیز خدمات یا ډېر پور اخېستل.
هغې وویل: "اروپایانو باید پرون کار پیل کړی وی. دوی یوازې له پنځو تر لسو کلونو پورې وخت لري چې د دودیزو دفاعي وړتیاوو له پلوه پر خپلو پښو ودرېږي."
تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت مرستیال البریج کولبي چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې ګډون کړی و، خپل پیغام په بېساري صراحت وړاندې کړ: اروپا نور د امریکا لومړیتوب نهدی؛ بلکې هند–پاسیفیک سیمه ده.
هغه وویل: "د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، موږ د خپل هېواد د دفاع او په خپله نیمهکره کې د خپلو ګټو د خوندي کولو ته لومړیتوب ورکوو."
که څه هم هغه ټینګار وکړ چې امریکا لا هم د ناټو د ګډ دفاع مادې ته ژمنه ده، هغه اصل چې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید بلل کېږي خو کولبي زیاته کړه چې امریکا به په اروپا کې خپل پوځي ظرفیت راکم کړي او حضور به یې "محدود او متمرکز" شي.
د هغه په وینا، اروپا باید د متکي اړخ پر ځای په رښتینې مانا شریک شي او د "ناټو ۳.۰" (نوې بڼې) غوښتنه یې وکړه.
هغه پخوانی نړیوال نظم چې لوېدیځ یې محور و، ورو ورو له منځه تللی؛ خو د همدې اونۍ د مونیخ امنیتي غونډې دا روښانه کړه چې د اروپا او امریکا لپاره راتلونکی لا هم بشپړ ناڅرګند دی.
مارکو روبیو د لوېدیځ تمدن د یوې نوې پېړۍ غوښتنه وکړه، البریج کولبي د نوې بڼې ناټو غوښتونکی دی او د بریتانیا لومړي وزیر هم په میونخ کې وغوښتل چې لوېدیځ ایتلاف له سره ورغول شي.
د سټارمر سنجول شوی دریځ
د مارکو روبیو د دې ټینګار په ښکاره برعکس چې ملي حاکمیت باید لا پیاوړی شي، د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر په دفاعي برخه کې د بریتانیا او اروپا ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او یوځایوالي ملاتړ وکړ، څو د بیا وسلوال کېدو لګښتونه راکم شي. خو هغه ټینګار وکړ چې دا په دې مانا نهده چې بریتانیا به له متحده ایالاتو مخ واړوي.
د لندن کېنګ کالج د ملي امنیت کارپوهې سوفیا ګسټن راته وویل، سټارمر په میونیخ کې وتوانېد د بریتانیا د ستراتېژیک لیدلوري ظریف او څو اړخیز ماهیت ښه روښانه کړي.
هغې وویل: "کېدای شي نور اروپايي متحدین له واشنګټنه د واټن اخېستو خبره په اسانه وکړي خو د بریتانیا لپاره دا لا هم ستراتېژیکه اړتیا ده چې د اتلانټیک اړیکو په چوکاټ کې متوازن دریځ وساتي. داسې وختونه به هم راشي چې بریتانیا به سختې پرېکړې کوي او سټارمر داسې برېښېده چې له دې واقعیت سره د مخامخ کېدو لپاره ډېر باوري دی."
هغې زیاته کړه: "مهمه دا ده چې د ملي ګټو او زموږ د ځواک او اغېز د وسایلو په اړه ژوره او روښانه پوهه ولرو. دا کار ډېر سیالانه چلند ته اړتیا لري؛ داسې چلند چې تل د بریتانیا لپاره طبیعي نهو، ځکه دې هېواد ډېر وخت خپله ډیپلوماسي په ظریفه، ټولیزه او تر ډېره په ناڅرګنده بڼه پر مخ وړې ده."
په دې چټکو او نهاټکل کېدونکو شرایطو کې، د اروپا مشران ورځ تر بلې د انتخابي ایتلافونو پر لور مخه کوي، د دودیزو جوړښتونو لکه ناټو یا اروپايي اتحادیې تر څنګ هغه جوړښتونه چې د پراخوالي له امله ډېر وخت ورو غبرګون ښيي. په دغو ډلو کې ځینې نااروپايي هېوادونه هم شامل دي.
د بېلګې په توګه، هغه ډله چې "د ارادې ایتلاف" بلل کېږي او مشري یې بریتانیا او فرانسه کوي، د دې لپاره جوړه شوې چې که له روسیې سره د سولې احتمالي هوکړه وشي، د اوکراین حاکمیت خوندي کړي. ترکیې د دې ایتلاف په غونډو کې ګډون کړی، همدارنګه نیوزیلنډ او اسټرالیا هم ورسره یوځای شوي دي
هغوی وایي، کاناډا ورځ تر بلې د شمالي او بالتیک هېوادونو سره ګډ کار کوي، ځکه چې دوی ګډ جیوپالیتیکي ننګونې او ګډ ارزښتونه لري او غواړي د بالتیک سمندر له سرحدونو، د شمالي او بالتیک هېوادونو له لارې، د شمالي اوقیانوس، ګرینلنډ او د کاناډا د ارکټیک له سیمو ثبات او مخنیوی هڅوي.
یو اروپايي سیاستوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، په ټوکه راته وویل چې کاناډا ورځ تر بلې "اروپايي" کېږي. هغه زیاته کړه چې جاپان او سویلي کوریا هم ورځ تر بلې د "همفکره کورنۍ" برخه ګڼل کېږي.
یوازې دفاع هم نه
دا لنډمهالي ایتلافونه یوازې د دفاع پورې محدود نهدي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون له اوږدې مودې راهیسې اروپايي هېوادونو ته بلنه ورکوي چې هغه څه چې نوموړي یې "ستراتېژیکه خپلواکي" بولي، لوړه کړي. دا یوازې په دودیزو امنیتي برخو کې نه، بلکې د انرژۍ امنیت، د عرضه سلسلې او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې هم. په میونیخ کې هغه اروپايي هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې له ټولو بهرنیو ځواکونو ځان خوندي کړي.
په دې اونۍ کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لاین هم ومنله چې که اروپايي اتحادیه د سیالۍ د ښه کولو په برخه کې کافي چټک اقدام ونهکړي، "د غړو یو شمېر هېوادونه به اړ شي چې یوازې پر مخ ولاړ شي."
د اروپايي کوچنیو ځواکونو هڅې چې د ستراتېژیکې خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره یو ځای کار وکړي، هر وخت بریالۍ نهوي. د بېلګې په توګه، د فرانسې او جرمني ترمنځ اوسنی اختلاف د راتلونکي جنګی الوتکې د جوړولو د پروژې په ښودل کېږي.
تاسې هم ویلی شئ چې د اروپايي خپلواکۍ د جوړولو ټولو خبرو سره، د دې اونۍ غونډه یوه یادونه هم وه چې اروپا لا هم په ډېره اندازه د امریکا پر امنیتي ملاتړ متکي ده، له اتومي چتر نیولې تر استخباراتي مالوماتو شریکولو او د قوماندې او کنټرول تر جوړښتونو پورې. دا یوه یادونه هم وه چې اروپا څومره د امریکا پرتله د لوړې ټکنالوژۍ په نوښت کې شاته پاتې ده.
نړۍ اوس د لویو ځواکمنو هېوادونو سیاست ته غاړه ایښې ده. ان ورو اروپايي هېوادونه هم اړ دي چې خپل قدمونه له روان حالت سره چټک کړي.