"په دم د سرطان درملنه"
"په دم د سرطان درملنه"
په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو لږوالی، د درملنې لوړ لګښتونه لوړ او سيمهییز واکمن باورونه ددې لامل شوي، چې یو شمېر خلک له ماشومانو تر سپین ږیرو پورې د خپلو پېچلو ناروغیو لکه سرطان او تلسیمیا د درملنې لپاره تعویذ لیکونکو او زیارتونو ته مخه کوي.
ځینې کسان بیا له دې وضعیت نه ناوړه ګټه اخلي او ادعا کوي چې د دم او دعا له لارې د سختو ناروغیو درملنه کوي. خو روغتیاپالان ټینګار کوي چې د سرطان او تلسیمیا په څېر پېچلو ناروغیو درملنه یوازې په تخصصي روغتیايي مرکزونو کې شونې ده، نه د تعویذونو او دمونو له لارې.
زموږ همکار مامون دراني د کندهار ښار یوه داسې پېښه څېړلې، چې پکې یو کس ادعا کوي هره ورځ سلګونه کسان د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره هغه ته ورځي.



