کابل کې د ۹۰ جوړو ګډ ودونه وشول

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

د کابل په یوه هوټل کې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۹۰ ځوانو جوړو ګډ د واده مراسم ترسره شول. تنظیموونکو وویل، د دې اقدام موخه دا ده چې پر کورنیو اقتصادي فشار کم کړي او د ساده او لږ لګښت ودونو کلتور ته وده ورکړي.

په دې مراسمو کې جوړو ته کالي او نور لومړني توکي برابر شوي وو او نغدي مرستې هم ورسره شوې وې. همدارنګه له ګډونوالو غوښتنه وشوه چې له ګران‌بیه تشریفاتو ډډه وکړي او د واده مراسم په ساده ډول ترسره کړي.

په وروستیو کلونو کې، په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې د ګډو ودونو مراسم د درنو لګښتونو د کمولو لپاره دود شوي دي. یوازې په تېرو دوو اونیو کې ورته مراسم په هلمند او سمنګان کې هم ترسره شوي وو.

په افغانستان کې د نامزدۍ یا کوزدې موده ډېری وخت څو کاله اوږدېږي، تر هغه چې زوم وکولای شي د واده لګښتونه پوره کړای شي.

ټولنه تمه لري چې د واده مراسم په شانداره ډول ترسره شي او د ناوې پلار اکثره دروند ولور یا تویانه غواړي، خو ډېری زومان د دغو لګښتونو د برابرولو توان نه لري.

په داسې هېواد کې چې له نیمایي ډېر نفوس یې ځوانان جوړوي، واده، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره، په یوه جدي ستونزه بدل شوی دی. په افغانستان کې د یوه واده د مراسمو لګښت لږ تر لږه شاوخوا ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې دا د ډېرو کورنیو لپاره دروند بار دی.

له همدې امله، په وروستیو کلونو کې ځینو بنسټونو هڅه کړې چې د ګډو ودونو د مراسمو په جوړولو سره د ځوانانو د واده زمینه برابره کړي.