متقي: پر ایران د اسرائيل او امریکا بریدونو د سیمې او نړۍ امنیت خطر سره مخامخ کړی

متقي: پر ایران د اسرائيل او امریکا بریدونو د سیمې او نړۍ امنیت خطر سره مخامخ کړی

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا او اسرائيل هوايي بریدونو سیمه‌ییز او نړیوال امنیت او ثبات ته جدي‌ ګواښونه پېښ کړي دي.

هغه په کابل د مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره یوې ګډې ناستې ته ویلي،‌ دوی د سعودي عربستان، قطر،‌ متحده عرب اماراتو، عمان، ترکیې،‌ بحرین او اذربایجان ته د بریدونو پر غځېدو هم سخت خواشیني دي.

هغه د هېوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل د غندنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د کړکېچ غځول او پراخول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.