چېن کې د کابل او اسلام اباد خبرې

د عکس سرچینه، @RadioPakistan/Balkhi
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې اسلام اباد د چین په ارومچي ښار کې له افغانستان سره خبرو لپاره د لوړې کچې پلاوی استولی دی.
نن په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي د پاکستان استازولي کوي، خو ده د پلاوي د جوړښت په اړه نور تفصیل ورنه کړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنېو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په خپل ایکس لیکلي چې د دوی پلاوی چین ته رسېدلی دی او زیاته کړې یې ده چې" له پاکستاني لوري سره به د خپل اصولي موقف له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي".
ښاغلی بلخي وايی" دا بهیر د چین په غوښتنه" ترسره کېږي.
دی وايی دوی باور لري چې "د متقابل درناوي، نه لاس وهنې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ مسئلو ته عملي او تل پاتې حل لاره موندل کېدی شي".
د سرچینو ترمخه د افغانستان د طالبانو حکومت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محبالله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارفالله او روحالله عمر شامل دي.
له دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ په قطر، سعودي او ترکیه کې ناستې شوې وې، خو بې له کومې مشخصې پایلې پای ته رسېدلې وې او د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام وکړ. د دواوړ حکومتونو ترمنځ ددې نه وړاندې هم څو ځله ناستې شوې.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه پاکستان پر کابل لومړی هوايي برید وکړ. پایله کې د همدې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت پر سملاسي اوربند سلا شول. له پلان سره سم څو ورځې وروسته ترکیې کې هم غونډه وشوه، خو بې پایلې پای ته ورسېده.
له دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ قطر کې شوی تړون مات شو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتو او د پاکستان هوايي بریدونو دوام وکړ.
وروسته د ۲۰۲۵ کال ډسمبر کې د سعودي عرب ریاض د پاکستان او طالبانو حکومت د استازو ترمنځ د منځګړیتوب بله هڅه وشوه.

د عکس سرچینه، @SpoxCHN_LinJian
د دوحې، استانبول او ریاض خبرو له ناکامېدو وروسته له اسلام اباده لږ تر لږه دوه غیررسمي پلاوي هم کابل ته تللي.
پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو ډله "ټيټيپي" له افغانستان په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او تل یې ټينګار کړی چې هېچا ته د افغانستان له خاورو د نورو پرضد د کارولو اجازه نه ورکوي.
د ایران د جګړې له پیلېدا وروسته د چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې دا ځل د دواړو هېوادو ترمنځ لږ تر لږه یوې اوږد مهالې روغې امکانات له بل وخته ډېر دي.


















