تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوېلي کوریا پخوانی ولسمشر د پوځي قانون نافذولو هڅې له کبله پر عمري بند محکوم شو
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک یول د پوځي حکومت د نافذولو هڅې له لارې د بغاوت پلان د جوړولو په تور پر عمري بند محکوم شوی دی.
د سیول یوې محکمې پرېکړه وکړه، چې یون د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۳مه د ملي شورا د کلابندۍ او د سیاستوالو د نیولو امر په ورکولو سره هڅه کړې، چې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي.
قاضي جي ګوي-یون ویلي، د هغه کړنو د سویلي کوریا ډیموکراسي په بنسټیز ډول زیانمنه کړې او د سختې سزا وړ دي.
د یادونې ده چې څارنوالانو پخواني ولسمشر ته د اعدام سزا غوښتې وه.
د یون سوک یول لخوا د پوځي قانون نفاذ که څه هم لنډمهالی و، خو په دغه هېواد کې یې سیاسي درز تر بل هر وخت ډېر پراخ کړ.
دغه درزد نوموړي د محکومېدو پر مهال هم په بشپړ ډول جوت و، داسې چې د نوموړي ګڼ شمېر ملاتړي د محکمې د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو.
دوی داسې لوحې لېږدولې چې واک ته د یون د بیا راګرځېدو غوښتنې او شعارونه پرې لیکل شوي وو.
د محکمې له پرېکړې وروسته، له دوی د ډېرو پر مخ اوښکې روانې وې.
هممهاله د پخواني ولسمشر مخالف لاریون هم سړکونو ته راوتلي او غوښتنه یې کوله چې هغه باید پر اعدام محکوم شي.
پخپله یون د محکمې حکم اورېدو پر مهال هېڅ احساسات ونه ښودل. خو وکیلانو یې ادعا وکړه چې دا پرېکړه د شواهدو پر بنسټ نه ده شوې او قاضي یې تورن کړ چې ګواکې له "وړاندې لیکل شوی متن" یې تعقیباوه.
که د پخواني ولسمشر قضايي ډله یا څارنوالان استیناف وغواړي، نو قضیه به سترې محکمې ته ولاړه شي. دا په دې معنا ده، چې وروستۍ پرېکړه ښايي میاشتې وخت واخلي.
یون د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر درېیمه پر تلویزیون په ژوندۍ بڼه د پوځي قانون اعلانولو سره ملت حیران کړ.
هغه ادعا وکړه چې ګوندې دا ګام یې له "دولت ضد" ځواکونو، چې له شمالي کوریا سره خواخوږي لري، د هېواد ساتنې لپاره اخیستی.
خو ډېر ژر څرګنده شوه، چې دې پرېکړې له کورنیو ستونزو سرچینه اخیستې.
اپوزیسیون چې پارلماني اکثریت یې درلود، د هغه ولسمشري کاواکه کړې او ښځه یې 'کیم کیون هي' د مالي فساد بېلابېلو تورونو له کبله د ژبو پر سر وه.
هغه څو ساعته وروسته خپل حکم ځکه بېرته واخیست، چې قانون جوړونکو یې لغوه کولو لپاره ملي شورا ته لاره وکړه.
ورپسې میاشتې له سیاسي کړکېچه ډکې وې چې پایله کې یې یون سوک یول استیضاح شو. پارلمان د هغه او څو نورو جګپوړو چارواکو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
پخواني لومړي وزیر هان ډک سو ته تېره میاشت په بغاوت کې د برخې اخیستلو له کبله د ۲۳ کلونو بند سزا واورول شوه. د دفاع پخوانی وزیر کیم یونګ هیون، چې یون ته یې د پوځي قانون د نفاذ مشوره ورکړې وه، د پنجشنبې پر ورځ پر ۳۰ کلونو بند محکوم شو.
په هغو چارواکو کې چې پر بند محکوم شوي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر لي سانګ-مېن، د استخباراتو پخوانی مشر روه سانګ وون او د پولیسو پخوانی مشر چو جي-هو هم شامل دي.
دوی د هغه څه له کبله چې قاضیانو "له پورته بغاوت" بللی، محکوم کړي دي.
د پنجشنبې پر ورځ تر محکمې بهر ټینګ امنیت نیول شوی و. د پولیسو لسګونه بسونه د محکمې د ودانۍ شاوخوا د دې لپاره درول شوي وو چې محکمې ته د خلکو لاسرسی محدود کړي.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۰۰۰ افسران د امنیتي عملیاتو لپاره ګومارل شوي وو.
که څه هم قضايي پلاوي د دې زبادولو لپاره کافي شواهد ونه موندل چې پخواني ولسمشر دې د پوځي قانون د نافذولو پلان تر اعلانېدو لا یو کال دمخه جوړ کړی وي، خو په محکمه کې قاضي جي ګوي-یون بیا هم هغه "د بغاوت مشر" وباله.
یون د محاکمې په اوږدو کې د خپلو کړنو دفاع وکړه. هغه استدلال کاوه چې ده د ولسمشر په توګه د پوځ قانون د اعلانولو واک درلود او دا چې په دې توګه یې د مخالفو ګوندونو لخوا د حکومت پر وړاندې د خنډونو جوړېدو په اړه خبرداری ورکړ.
هغه ټینګار وکړ چې دا حکم "د خلکو د آزادۍ او حاکمیت خوندیتابه او د ملت او اساسي قانون ساتنې لپاره اړین و".
واکمن ډیموکراتیک ګوند، چې د یون له ګوښه کېدو وروسته یې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، محکمه له دې کبله د "قضایي عدالت په کمزوری کولو" تورنه کړې، یون ته یې د اعدام سزا نه ده اورولې.
د دغه ګوند مشر جونګ چونګ-رای وویل: "[یون] د یوه داسې بغاوت پلان جوړ کړ چې زموږ د ملت بنسټونه یې ولړزول."
"[نننۍ پرېکړه] د خلکو له انقلابه یو څرګند شاتګ دی ... دا پرېکړه به خلکو ته سخته نا رضایته کوونکې او د نه منلو وړ وګرځي."
سویلي کوریا د ۱۹۹۷ له ډسمبر راهیسې څوک نه دي کړي، نو که یون پر اعدام هم محکومېږي، نو دا په حقیقت کې د عمر قید معنا ولري.
یون لا دمخه له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د پوځي قانون له اعلان وروسته د ده د نیول کېدو مخنیوي لپاره د هڅو له کبله د بند شپې سبا کوي. هغه له درېیو نورو اړوندو محاکمو سره هم مخامخ دی.
سویلي کوریا کې تر یون مخکې څو نور پخواني ولسمشران هم محکوم او زنداني شوي، خو له دوو تر پنځو کلونو زندان تېرولو وروسته بښل شوي دي.
ډېر د یون لپاره هم د همداسې برخلیک اټکل کوي.