د اسټرالیا د هغه هوټل دننه کیسه چې ایرانۍ فوټبال لوبغاړو په کې د پناه غوښتنه کړې

د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو د فوټبال لوبغاړې، د AFC ښځو د اسیا جام ۲۰۲۶ – اسټرالیا د مارچ پنځمه نېټه له سیالۍ مخکې د ټول ټیم د عکس لپاره په لیکه کې ولاړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسیا جام له لوبې مخکې د ایران ښځېنه فوټبال لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې.
    • Author, کیټي واټسن او سایمن اتکینسن
    • رپوټ له:, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

موږ په هوټل کې لږ ترلږه درې لوبغاړې وشمېرلې. هغوی تور پړوني پر سرونو او د لوبډلې خړ رنګه کمېسونه یې پر تن وو. دوی له څلورو کسانو سره خبرې کولې، دغه کسان چې هغه مهال موږ پرې شک درلود خو اوس پوهېږو چې دلته د اسټرالیا د ګولډ کوسټ ښار د ایرانۍ ټولنې غړي وو.

هغه څه چې هماغه وخت ډېر د پام وړ برېښېده، دا وو چې هغوی څومره په اسانۍ له یو بل سره خبرې کولې. خبرې یې عادي وې، موسکۍ وې او کله ناکله یې خندل. داسې ښکارېده چې ارام او ډاډه دي.

پوښتنه دا وه چې دا څنګه ممکنه ده؟ ځکه مخکې ډېر ویل شوي وو چې د ۲۶کسیزې لوبډلې څارنه کېږي، انټرنېټ ته لاسرسی نه لري او له خپلې ډلې بهر له چا سره خبرې نه‌شي کولی. نو زموږ تر ټولو لویه پوښتنه همدا وه: د هغوی څارونکی چېرته و؟

د لوبډلې د امنیت په اړه اندېښنې هغه مهال راولاړې شوې چې داسې ویډیو خپره شوه چې پکې د دولتي ټلوېزیون یوه کوربه هغوی "خاینانې" وبللې او ویلي یې وو چې باید سزا ورکړل شي، ځکه تېره اوونۍ د اسیا د ښځو د ملتونو جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې یې ملي سرود ونه‌وایه.

دا اندېښنې هغه وخت لا پسې زیاتې شوې چې لوبډلې په خپلو راتلونکو دوو لوبو کې ملي سرود ووایه. له دې داسې فکر کېده چې کېدای شي هغوی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر فشار لاندې راغلې وي.

د یکشنبې پر ورځ له سیالیو د لوبډلې له وتلو وروسته او ایران ته د هغوی د ژر ستنېدو له احتمال سره، د رسنیو بحثونه پر دې هم ورټول شول چې که دوی په بهر کې پاتې کېدل غوره کړي، نو له کورنیو سره به یې څه وشي.

بلخوا، په اسټرالیا کې مېشتو فعالانو هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې او د خپلو اړیکو له لارې یې هڅه کوله چې په هر ډول ممکنه لاره له لوبغاړو سره خبرې وکړي.

د ایران د بشري حقونو فعال حسام اوروجي بي‌بي‌سي ته وویل:

"زموږ ټولنې په کویینزلېنډ ایالت کې هر هغه څه وکړل چې زموږ له وسه پوره وو."

دی له هماغو څلورو ایرانيانو و چې موږ د دوشنبې پر مازدیګر شاوخوا پنځه‌نیمې بجې د هوټل د هرکلي خونه کې له لوبغاړو سره په خبرو لیدلی و.

ورځ مهال د لوبډلې ځینې غړي تلل او راتلل. د هغوی یوه وړه ډله د ریزورټ د پراخو باغونو او د فوټبال د هغو لوبغالو شاوخوا ګرځېدلې وه چې لوبډلې پکې تمرین کاوه. هغوی خپل کار کاوه او له نورو جلا پاتې کېدل. خو هغه غونډه چې زموږ د سترګو وړاندې روانه وه، بېله بڼه یې لرله.

د هوټل یو امنیتي ساتونکی چې اسماني رنګه کمیس یې اغوستی و، هم له دې ډلې سره یو ځای شو. هغوی لږې نورې خبرې هم وکړې، بیا ډله په عادي ډول د ښه‌راغلاست خونې د اتوماتو دروازو پر لور روانه شوه.

دباندې څو تنه د اسټرالیا د فدرالي پولیسو افسران ولاړ وو. او د ورځې په اوږدو کې هم پولیس وو. هر څه ډېر ارام وو، نو موږ فکر کاوه چې ښايي دا ډله هم د تازه هوا لپاره وځي، لکه چې مخکې د دوی نور ملګري وتلي وو.

خو بیا فضا بدله شوه.

له نیم ساعت هم کم وخت وروسته د ایراني پلاوي دوه غړي په منډه د ښه‌راغلاست خونې له مخې تېر شول او هغو زینو ته ښکته شول چې د هوټل د ځمکې لاندې موټر تمځای ته تللې. یوه لوبغاړې او روزونکې مرضیه جعفري هم ورپسې ورغلې.

په داسې یوه ارام ځای کې دا ناڅاپي حرکت ډېر د پام وړ و. موږ هم ورپسې ولاړو او د موبایلونو په وسیله مو ویډیو ثبتوله. د ویډیو وخت ښيي چې دا د ماښام شپږ بجې او اته دقیقې وې.

د زینو په پای کې دروازه قلف وه، نو ایرانيان بېرته راوګرځېدل او اندېښمن ښکاریدل.

پنځه یا شپږ ښځې لاړې.

دا خبره ان د لمر لوېدو پر مهال څرګنده شوه؛ هماغه وخت چې ښايي لوبډله د روژه‌ماتي لپاره سره راټولېده.

ښايي همدا چې لوبغاړي ورسره یوځای نه شول، هغوی د دوی د تښتېدو په اړه خبرې کړې وې.

دوه سړي د بس مخې ته پر ځمکه پراته دي، پداسې حال کې چې پولیس افسران او نور خلک شاوخوا ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ګولډ کوسټ هوټل مخې ته اعتراض‌کوونکي د هغه موټر د مخې نېولو لپاره پر سړک پراته دي چې ایرانۍ لوبغاړې له هوټله پکې ویستل کېږي.

څه چې اوس روښانه دي دا دي چې هغه صحنه چې موږ ولیده، د یوې اوږدې او پېچلې پروسې پایله وه چې په ترڅ کې یې پنځو ایراني لوبغاړو د پناه غوښتنه وکړه.

په څو ساعتونو کې فاطمه پسندیده، زهرا قنبري، زهرا سربالي، عاطفه رمضان‌زاده او منی حمودي ته د بشري مرستو ویزې ورکړل شوې.

وروسته بیا دوو نورو لوبغاړو محدثه ذلفي او د ملاتړ ډلې غړې زهرا سلطان مشک‌کار وویل، دوی هم په اسټرالیا کې پاتې کېدل غواړي. سې‌شنبې هغوی د ګولډ کوسټ په هوټل کې له پاتې لوبډلې جلا کړل شوې او د برېزبېن هوايي ډګر ته نږدې د پولیسو یوې اډې ته یووړل شوې.

وروسته له هغو پنځو نورو سره یو ځای شوې او ټولو اوو کسانو سره ژمنه شوې وه چې کولی شي دلته په دایمي ډول پاتې شي. خو د چهارشنبې پر ورځ یوې ښځې خپل نظر بدل کړ، مقصد بېرته ایران ته تلل یې غوره کړل.

د کډوالۍ وزیر ټوني برک د چهارشنبې پر ورځ پارلمان ته وویل:

"په اسټرالیا کې خلک کولی شي خپل نظر بدل کړي. موږ هغه شرایط درک کوو او درناوی یې کوو چې هغې پکې دا پرېکړه کړې ده."

یو سړی د ښځو له یوې ډلې سره په لیکه کې ولاړ دی، ښځو یو پر بل لاسونه اچولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters/Australian Department of Home Affairs

د عکس تشریح، د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک له هغو پنځو لوبغاړو سره ولاړ دی چې په اسټرلیا کې د پاتې کېدو ویزې ورکړل شوې وې.

د اړیکې ټېنګولو هڅه

له دې ټولو پېښو مخکې، فعالانو د اسټرالیا له فدرالي پولیسو او د هوټل له امنیتي کارکوونکو سره اړیکې نیولې وې، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې لومړی دا فرصت ولري چې ووایي غواړي په اسټرالیا کې پاتې شي او دویم دا چې کله دا پرېکړه اعلان کړي نو خوندي به وساتل شي.

حسام اوروجي وویل: "موږ لوبغالي ته لاړو او د هغوی په نومونه مو نارې وهلې او ویل مو که غواړئ دلته پاتې شئ، موږ به ستاسو ملاتړ وکړو."

اوروجي وویل، همدا کار لږ ترلږه د ځېنو هغو لوبغاړو لپاره ښه و چې د پناه غوښتلو پرېکړه یې کوله.

د ښاغلي اوروجي په خبره: "هغوی دا خبره یاده کړه او ویې ویل چې دا ډېر ښه و. دا لومړی ځل و چې دومره لویه ډله لوبغالي ته راغله او زموږ ملاتړ یې وکړ فضا له انرژۍ او هڅونې ډکه وه او خلکو د اسټرالیا له دې حالت ډېر الهام اخیستی وو."

د اوروجي او د هغه د ملګرو لپاره تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې ښځو ته سم مالومات ورسوي او هغه ناسم معلومات رد کړي چې ویل کېږي د ایران د حکومت له خوا خپرېږي، ځکه د ډلې له غړو سره د حکومت استازي هم مل وو.

هغه وویل: "کله چې موږ د لوبډلې له یوه پاتې غړي وپوښتل چې ایا پوهېږئ ښځو لا دمخه خپلې وېزې ترلاسه کړې دي، هغه وویل هېڅ امکان نه لري!"

د هغه په وینا، ځېنو ښځو ته ویل شوي وو چې هېڅ ضمانت نشته چې دوی به پناه ترلاسه کړي او ښايي د کډوالو په توګه د توقیف مرکز ته ولېږدول شي.

اوروجي له لوبغاړو سره لومړنۍ اړېکه د لوبغاړو د کورنۍ د یوه غړي له لارې نېولې وه، خو اړیکې ساتل ورسره اسانه نه وې.

هغه وايي: "دوی تل انټرنېټ نه لري. موږ پیغام ورولېږو، وینو چې پیغام نه دی وررسېدلی. بیا چې انټرنېټ ولري، موږ پر واټس‌اپ کې هغه دوې شنې نښې شمېرو."

هر هغه ایرانی چې ما ورسره خبرې وکړې، داسې ښکارېده چې د لوبغاړو سره د اړیکې ټېنګولو لپاره خپله لاره لټوي. ځېنو په ټولنیزو رسنیو کې ورسره اړیکه نېوله او ځېنو به کله چې فرصت پیدا کړ نو پیغامونه به یې ورلېږل.

په اسټرالیا کې له ۸۵زرو زیات ایرانیان ژوند کوي او ډېرو یې داسې ټولنه جوړه کړې ده چې له یوه او بل سره خبرېږي.

د دوشنبې پر ماښام په هماغه هوټل کې د کډوالۍ وکیله ملوډي نغمه دانایي هم وه، څو هغو کسانو سره مرسته وکړي چې غواړي په اسټرالیا کې پاتې شي او د خپلو انتخابونو په اړه مشوره ورکړي.

هغه د یکشنبې پر شپه هم په لوبغالي کې وه، چې په هره ممکنه لاره خپل ملاتړ وښيي.

هغې د لوبې د وقفې پر مهال بي‌بي‌سي ته وویل:

"اسټرالیا به د کډوالۍ د قوانینو له مخې د هغوی ملاتړ وکړي. دا کومه ناعادي خبره نه‌ده، موږ د هغوی د ژوند په اړه ډېر اندېښمن یو او هر ډول مرسته چې هغوی وغواړي، موږ چمتو یو."

د دوشنبې پر ماسپښین مو هغه بیا په هوټل کې ولیده خو دا ځل یې د تېرې شپې د عادي فوټبال مینه‌والو له جامو پر ځای رسمي لباس اغوستی و.

موږ ورسره سلام وکړ، خو هغه مهال یې دا نه شوی ویلی چې هغې ته اجازه ورکړل شوې وه څو په هوټل کې له لوبغاړو سره وګوري او د کډوالۍ د قوانینو په اړه د خپلې پوهې او د ژبې د مهارتونو په کارولو سره ورته خپل انتخابونه تشریح کړي.

هغې له اې‌بي‌سي نېوز سره په خبرو کې وویل: "تر ډېر فشار لاندې وې. نه پوهېدې چې څه وکړي. د خپلو کورنیو او په ایران کې د خپلو شتمنیو په اړه اندېښمنې وې. پوښتنه یې دا وه چې اوس تر ټولو ښه پرېکړه څه ده: که موږ دلته پاتې شو او په ایران کې خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړو نو څه به کېږي؟"

که څه هم فعالانو مهم رول درلود، خو اوس د حکومت د ونډې په اړه هم نور معلومات څرګند شوي دي. ډونلډ ټرمپ د ټروت‌سوشل په یوه پوسټ کې اسټرالیا ته سپارښتنه کړې وه چې دغو لوبغاړو ته پناه ورکړي، ځېنو خلکو ته دا انګېرله چې ګواکې د چټکو اقداماتو اصلي لامل همغه و.

خو په حقیقت کې له څو ورځو راهیسې یو ډېر حساس او پټ بهیر روان و. ټرمپ وروسته له هغه چې د شپې په دوه بجې یې د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې، بیا یې وویل: "پر هغه موضوع کار کوي!"

د کډوالۍ چارواکو هڅه کړې وه چې له لوبغاړو سره پر هماغه هوټل کې وګوري.

که څه هم په پراخه توګه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې لوبغاړې په خپلو خونو کې بندې ساتل شوې او تل تر څار لاندې دي، خو داسې ښکاري چې دا خبره سمه نه وه.

د کورنیو چارو وزیر ټوني برک ویلي، د یکشنبې پر ماښام له لوبغاړو سره "د شپې ډېر ناوخته خبرې" شوې وې.

هغه وویل: "وروسته خلک ښکته راکوز شول او د هوټل په ښه‌راغلاست ځای کې یې خبرې کولې. لږ ترلږه په هغه وخت کې هغوی ازاد ګرځېدل او داسې نه ښکارېده چې څوک یې څاري."

د ایران د ښځو فوټبال غړي په کوالالمپور نړیوال هوایي ډګر کې دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د لوبډلې هغه غړې چې بېرته ایران ته ستېږي د مالیزیا په هوایی ډګر کې دي.

په داسې حال کې چې دا خبرې روانې وې، فعالان هم په جدي توګه ورسره بوخت وو.

په اسټرلیا کې د ایرانۍ ټولنې هېڅ غړی ارام ناست نه و، ان هغه مهال هم چې د لوبډلې پاتې غړي د سې‌شنبې پر شپه د اسټرالیا د پرېښودو لپاره هوايي ډګر ته روان شول. په هوايي ډګر کې لاریون و او په هر لاریون کې اوښکې تویېدې.

اوس ورځ تربلې دا روښانه کېږي چې د اسټرالیا حکومت هم همدا پیغام پیاوړی کاوه.

د کورنیو چارو وزیر ټوني برک چې د لومړیو پنځو لوبغاړو لپاره یې په څو ساعتونو کې د بشري مرستو وېزې منظورې کړې وې، د سې‌شنبې پر شپه ناوخته د لوبډلې له وتلو مخکې په سیډني هوايي ډګر کې و.

هغه وویل دلته "د پولیسو ډېر قوي حضور" موجود و څو ډاډ ترلاسه شي چې لوبغاړې له خپلو څارونکو جلا وساتل شي او د کډوالۍ له چارواکو سره د یوه ژباړن په مرسته خبرې وکړي او دا فرصت هم ولري چې ایران کې له کورنیو سره د خپلې راتلونکې پرېکړې په اړه خبرې وکړي.

برک وویل: "هغوی ته انتخاب ورکړل شوی و."

هغه زیاته کړه: "موږ ډاډ ترلاسه کړ چې هېڅ بیړه ونه‌شي. هېڅ فشار نه‌ و. هر څه د دې لپاره وو چې دوی ته په درناوي سره فرصت ورکړل شي څو خپله پرېکړه وکړي."