د امریکا-اسرائیل او ایران جګړه: ولې د بګرام اډه بیا د خبرونو سر ټکی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران سره د امریکا او اسرائیلو د روانې جګړې په دوام، امریکایي چارواکو داسې څرګندونې کړې چې ښيي له افغانستانه د وتلو له کبله یې یوه مهمه پوځي اډه له لاسه وتلې ده. د کابل په شمال، پروان ولایت کې د بګرام اډه د ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو ویناو کې په وار وار یاده شوې ده.
دا اوس اوس په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي، مایک والتز، په اوسنیو شرایطو کې د بګرام اډې ارزښت ته اشاره کړې او ویلي یې دي: "درېغه چې بګرام اوس زموږ په واک کې وای." هغه پر ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوه امریکایي شنونکي ټویټ په بیا خپرولو سره، د بګرام اډې درلودلو اړتیا ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې داسې ښکاري ایراني چارواکي د امریکا او اسرائیلو له اډو او کښتیو د لیرې کېدو په موخه له پلازمینې وتلي او د افغانستان پولې ته نږدې سیمو، لکه مشهد ته تللي دي. د مشهد ښار د ایران د رضوي خراسان ولایت مرکز دی او د افغانستان پولې ته څېرمه پروت دی.
د ایران سفیر: که بګرام د امریکا په واک کې وای، ښايي له افغانستان سره هم په جګړه کې ښکېل شوي وو

د عکس سرچینه، IRANinKabul
ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې، د سیمې پر ځینو هغو هېوادونو بریدونه کړي چې له یو شمېر سره یې نږدې اړیکې هم لري. ایراني چارواکو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې په یادو هېوادونو کې مېشتې امریکایي اډې او پوځیان په نښه کوي.
داسې ښکاري چې تهران له دې امله خوښ دی چې امریکا په افغانستان کې د بګرام اډه په واک کې نه لري. په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بېکدلي، دا موضوع په افغانستان کې له شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې یاده کړې ده. د دې مرکې په یوه لنډه برخه کې چې دغه ټلویزیوني چینل خپره کړې، د ایران سفیر وايي که امریکایي ځواکونه بګرام ته راستانه شوي وای "کېدلی شوه نن موږ له تاسو (افغانستان) سره هم په یوه جګړه کې ښکېل شوي وو." هغه له هغه څه چې "د بګرام په مسئله کې د افغانستان د مشرتابه چارواکو درایت او هوښیاري" یې بللې، مننه کړې ده.
ډونلډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، په وار وار د امریکایي ځواکونو لخوا د بګرام اډې پر پرېښودو نیوکه کړې او د هغې پر بېرته نیولو یې ټینګار کړی دی.
له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي او بګرام پرېښودو په اړه د ټرمپ نوې نیوکه

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې پر ورځ یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې لخوا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د کاواکه وتلو پر څرنګوالي او هغه څه چې ده "له بګرامه تېښته" وبلله، سختې نیوکې وکړې. هغه له افغانستانه وتل "د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ" وبلله.
ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر پرېښودو هم نیوکه وکړه. ډونلډ ټرمپ ټینګار وکړ چې که دی هغه مهال په واک کې وای، نو له افغانستانه به په عزت او ځواک سره وتلی وای. هغه زیاته کړه: "طالبانو ډونلډ ټرمپ نه خوښاوه، خو هر هغه څه چې ما به ترې غوښتل، هغوی به ترسره کول."
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې امریکا ته د بګرام اډې بیا سپارل او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو هر ډول شتوالی رد کړی و.
بګرام په افغانستان کې د امریکا د ۲۰کلن حضور پر مهال په سیمه کې د دې هېواد یوه له سترو پوځي اډو وه، خو په اګسټ ۲۰۲۱ کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې له مخې، امریکا خپل ټول پوځي ځواکونه له افغانستانه وویستل او دا اډه د طالبانو د حکومت په واک کې شوه.


























