د ايران د لوړپوړو چارواکو جنازو مراسمو ته ګڼ خلک ورغلي
د ايران د لوړپوړو چارواکو جنازو مراسمو ته ګڼ خلک ورغلي
د تهرن انقلاب میدان کې د خلکو خورا ډېره ګڼه ګوڼه- دا ځل د ایران د لوړپوړو امنيتي چارواکو، علي لاريجاني او د نيمهپوځي بسيج ځواک مشر غلامرضا سليماني د جنازو مراسمو لپاره خلک راټول شوي وو.
لاريجاني د لوړې ملي امنيت شورا منشي و او د جګړې، ډيپلوماتيکې چارو او ملي امنيت په پرېکړو نيولو کې یې مهم رول درلود.
په دې مراسمو کې د هغو سمندري سرتېرو ياد هم وشو چې د مارچ پر ۴مه نېټه د سرېلنکا له سوېلي ساحله شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیرې د امريکا له لوري د ايران د يوې جنګي بېړۍ "ايريس دنا" ډوبولو پر مهال وژل شوي وو.



