تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پیټ هېګسېت څوک دی؟ څنګه له ټلوېزیوني ویاندویۍ د ډونلډ ټرمپ په کابینه کې دفاع وزیر شو؟
داسې ښکاري چې د فاکس نیوز پخوانی تلوېزوني ویاند د رسنیو مخې ته د راڅرګندېدو پر مهال توند او جګړهییز طرز خپل کړی او د ایران په جګړه کې یې د ویاند رول لوبولی.
له دوو اونیو ډېر وخت کېږي چې امریکا د "ستر قهر" په نوم عملیات پیل کړي دي، دا یو کمپاین دی چې هدف یې دا ښودل کېږي چې ایران له بالستیک توغندیو خلاص کړي او د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول پاتې هیلې یې ختمې کړي. د دې عملیاتو مرکزی غړی د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت دی، وایي، دا عملیات "دوښمن ماتوي" او دوښمن "ډارن ترهګر" بولي.
۴۵کلن هېګسېت د امریکا په تاریخ کې دویم تر ټولو ځوان دفاع وزیر دی. هغه له څو جنجالونو هم تېر شوی، لکه دا چې په ناپامۍ سره یې په یمن کې د هوايي بریدونو جزیات د یوه خبریال سره د چټ په اپ کې شریک کړي وو او د وزارت لپاره د هغه د تایید یا د رد اورېدنې پرمهال د ناوړه چلند ادعاوې خپرې شوې.
نو، پیټ هېګسېت څوک دی او څنګه د تلویزون له ویاندویۍ د امریکا دفاع وزیر شو؟
بېپروا ځوان
پیټ هېګسېت په ګوانتانامو او عراق کې دنده ترسره کړې او د ژېړ ستوري مډال یې هم ترلاسه کړی دی.
هغه د ۱۹۸۰ کال د جون په میاشت کې د مینیسوټا په ایالت کې زېږېدلی او د دریو ماشومانو مشر و. پلار یې براین د یوې لیسې د باسکټبال روزونکی و او مور یې پېنېلوپ "پېني" هېګسېت د کارموندنې مشوره ورکوونکې وه چې د یوې دودیزې عیسوي کورنۍ سره یې تړاو درلود.
په پرنسټن پوهنتون کې یې سیاست ولوست او د پوهنتون محافظهکاره مجلې ته یې لیکنې کولې. نوموړی له هغه وخت هم یو ډېر څرګند جمهوري غوښتونکی ځوان و. ده "د رنټ" په نوم کالم لیکه او له فېمېنېسټانو او د اېل جي بي ټي کیو (LGBTQ) ډلو سره به یې لفظي شخړې کولې او د جنینسقط، همجنسګرایۍ پر ضد یې نیوکې کولې.
په پوهنتون کې داسې ښکارېده چې هغه فزیکي تمرینونو او پوځي روزنې ته زیات لېواله دی. هغه د احتیاطي افسرانو روزنیز پروګرام سره یوځای شو چې وروسته د هغه د مسلک لپاره ډېره مهمه پرېکړه ثابته شوه.
په ۲۰۰۳ کال کې له فراغت وروسته چې د جورج ډبلیو بوش د "ترهګرۍ پر ضد نړیوالې جګړې" پلوی هم و، هغه د امریکا د پوځ د پلو ځواکونو افسر شو او په ګوانتانامو او عراق کې یې ماموریت وکړ چې هلته ورته د پوځ عالي مډال ورکړل شو. وروسته هغه افغانستان ته هم واستول شو چې کابل کې یې د بغاوت ضد عملیاتو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړه.
د پوځ له دندې وروسته، بېرته خپل هېواد ته ستون شو او د پخوانیو سرتېرو لپاره یې د دوو خیریه بنسټونو مشري وکړه. خو د راپورونو له مخې، ځېنو همکارانو ادعا کړې چې هغه به ډېر کله د کار په محفلونو کې نشه و او ناوړه چلند به یې کاوه.
جنجالي تلوېزوني څېره
د ۲۰۱۰مې لسیزې ترنیمايي پورې په فاکس نیوز کې د پیټ هېګسېت شا ته اوښتي وېښتان او ښکلی لباس یوه پېژندل شوې څېره وه.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې له دې امریکايي شبکې سره په پیل کې د شنونکي او وروسته د ویاند په توګه دنده پیل کړه. هلته به یې ډېر وخت همدا رسنیزه فضا د پوځ او پخوانیو سرتېرو د موضوعاتو لپاره کاروله، ان د هغو سرتېرو ملاتړ یې هم کاوه چې د جګړې پرمهال په جرمونو محکوم شوي وو.
په همدې موده کې یې د مینې ژوند هم مخ ته لاړ. په ۲۰۱۹ کال کې له هېګسېت جینیفر راوچت سره واده وکړ چې د "فاکس اینډ فرینډز" خپرونې تولیدوونکې ده او دا یې درېیم واده شو.
تر دې مخکې یې هم دوه ځلې واده کړی و. د هغه لومړی واده په ۲۰۰۹ کال کې پای ته ورسېد، وروسته له هغه چې د راپورونو له مخې یې پر څو اړیکو اعتراف وکړ. له خپلې دویمې مېرمنې سره یې درې اولادونه درلودل، خو په هماغه اړیکه کې یې له جېنیفر سره هم یو ماشوم درلود، چې وروسته یې ورسره واده وکړ.
هغه مهال چې له خپلې دویمې مېرمنې سره یې طلاق په سخت او لانجمن حالت کې روان و، راپورونه وایي چې مور یې په یوه ایمېل کې هغه "د ښځو ځوروونکی" بللی و. خو وروسته یې په بل ایمېل کې له خپل زوی نه بښنه وغوښته.
پېنټاګون ته ننوتل
پیټ هېګسېت د فاکس او فرېنډز د اوونیزې خپرونې د ګډ ویاند په توګه د اتو کلونو کار پر مهال، د ډونلډ ټرمپ پام ورواړه.
کله چې ټرمپ دویم ځل ولسمشر وټاکل شو، هغه هېګسېت له تلوېزون راوباسه او پېنټاګون ته یې بوت او د دفاع وزیر په توګه یې وټاکه. دا پرېکړه ډېرو خلکو ته حیرانوونکې وه.
هېګسېت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د سنا په رایهاچونه کې وزارت ته تایید شو.
د هغه د تایید اورېدنې تر ډېره د جنسي تېري او ډېرې شرابخورۍ د تورونو تر سیوري لاندې وې چې هغه دواړه رد کړل او ویې ویل دا یې د بدنامولو یو منظم پلان دی.
د هغه مذهبي نظرونه هم تر څېړنې لاندې راغلي. ګوتنېوونکو هڅه وکړه چې د هغه پر بدن ټاټوګان (پاخه جوړ شوي نښانونه) د صلیبي جګړو نښې لري او له افراطي ښياړخ فکر سره وتړي. خو هېګسېت وویل چې دا یوازې د هغه د عیسوي عقیدې څرګندونه ده.
ځېنو دا پوښتنه هم راپورته کړه چې ایا هغه دومره تجربه لري چې یو داسې وزارت اداره کړي چې نږدې یو ټریلیون ډالره بودیجه او شاوخوا درې میلیونه کارکوونکي لري چې دا د امریکا د حکومت تر ټولو لویه اداره ده.
هېګسېت له لوړې وروسته ډېر ژر له خپل لومړي جنجال سره مخ شو، کله چې یې یو خبریال په تېروتنه یوه ګروپ ته ورزیات کړ. په دې ګروپ کې دفاع وزیر په یمن کې د ایران ملاتړي حوثي غورځنګ پر ضد د برید پلانونه شریک کړي وو.
د کانګرس غړو او نورو کسانو غوښتنه وکړه چې هغه له دندې ګوښه شي او ویې ویل، هغه د امریکا د پوځ غړي له خطر سره مخ کړي او اصول یې مات کړي دي. خو هېګسېت خپله دنده وساتله.
د هغه یوه مهمه موضوع دا ده چې غواړي په پوځ کې هغه څه ختم کړي چې دی یې "سیاسي حساسیت لرونکې بېارزښته خبرې" بولي. هغه استدلال کوي چې د تنوع پالیسۍ د امریکا پوځي وړتیا کمزورې کړې ده.
هېګسېت ځینې پوځي اډې بیا ونومولې او له پوهنتونونو سره یې دفاعي اړیکې پرې کړې، د تنوع پروګرامونو له امله یې ان له خپلې پخوانۍ زدهکړې ځای هارورډ پوهنتون سره هم اړېکې غوڅې کړې.
د هغه تر مشرۍ لاندې پېنټاګون له رسنیو سره د چلند اصول هم بدل کړي، نوې محدودیتونه یې لګولي او هغه عکاسان یې بند کړي چې د هېګسېت داسې عکسونه یې اخیستي وو چې "ښه نه ښکارېدل".
خو داسې ښکاري، دفاع وزیر هوډ کړی چې وښيي، د امریکا د پوځ لپاره یې لیدلوری دا دی چې له جګړې نه په شا کېږي.
بښنه نهغوښتونکی
لکه څنګه چې په منځني ختیځ کې جګړه روانه ده، د ایران پر یوه ښوونځي د برید په اړه د امریکا د احتمالي ښکیلتیا په اړه د هېګسېت لپاره پوښتنې مخ په زیاتېدو دي.
د مارچ په ۱۲مه، د امریکا د سنا دیموکرات غړو هېګسېت ته لیک واستاوه او د ایران پر یوه ابتدايي ښوونځي د برید په اړه یې ځوابونه وغوښتل، هغه برید چې د ایراني چارواکو په وینا ۱۶۸ کسان پکې وژل شوي چې شاوخوا ۱۱۰ یې ماشومان وو.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د پوځ پلټونکي باور لري چې ښايي د امریکا ځواکونو په ناپامۍ سره دا ښوونځی د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو په پیل کې په نښه کړی وي، خو تر اوسه وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.
پنټاګون ویلي، دوی به په مستقیم ډول سناتورانو ته ځواب ورکړي.
کله چې بيبيسي له هېګسېت د دې برید په اړه وپوښتل، هغه وویل چې امریکا عام خلک هدف نه ګرځوي او موضوع تر پلټنې لاندې ده.
که د امریکا لاس پکې ثابت شي، نو دا به په تېرو څو لسیزو کې د منځني ختیځ په جګړو کې د ملکي تلفاتو له تر ټولو درنو پېښو یوه وي.
هېګسېت د ټرمپ د پوځي اقداماتو په اړه په رسنیو کې د خبرو کولو او عامو خلکو ته د پیغام رسولو په برخه کې مهم رول لري.
د پخوانیو وزیرانو برعکس چې په ارامه او تخنیکي ژبه به یې خبرې کولې، هېګسېت ځان د نړۍ د تر ټولو قوي پوځ یو بښنه نهغوښتونکی مخکښ کس ښيي.
هغه چې تېر کال یې د کابینې یو داسې مقام نیولی چې د "جګړې وزیر" په نوم نومول شوی، د امریکا د نهماتېدونکې ځواک انځور وړاندې کوي او هغه څه ترویجوي چې دی یې "د جنګي اتلوالۍ روحیه" بولي.
د امریکا د امنیت پروژې مشر متیو والېنګ په وینا، "د هغه د خبرو په طرز کې یو ډول نارینهمحوره سختي شته او دا د هغه د عامه انځور برخه ده."
هغه زیاتوي چې د هېګسېت باور او کلک دریځ ښايي هغو امریکایانو ته زړه راښکونکی وي "چې د یقین او ډاډ په لټه کې دي.