د طالبانو حکومت وايي د سعودي په غوښتنه یې درې پاکستاني پوځيان خوشې کړل

په انځور کې درې سرتیري لیدل کېږي چې سعودیانو ته سپارل کېږي.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، درې تنه پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان په منځګړیتوب د روژې میاشتې په درشل کې له زندانه خوشې شوي دي.

ښاغلي مجاهد وویل، دغه پوځيان د اکټوبر پر ۱۲مه د افغانستان په سوېل کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو حکومتي ځواکونو د "غچ بریدونو" پر مهال نیولي وو.

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند زیاته کړه " اسلامي امارت له هېوادونو سره د ښو اړیکو پاللو له مخې دا زندانیان ازاد کړل." هغه وویل، له افغان لوري هیڅ سرتیری د جګړې پر وخت د پاکستاني ځواکونو لاس ته نه دی ورغلی.

هغه ویناپاڼه چې د طالبانو حکومت له لوري خپره شوې په کې ویل شوي "د افغانستان اسلامي امارت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر درلودلو ټینګار کوي، د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په احترام چې د الهي رحمتونو او بښنې میاشت ده، د ورور هیواد سعودي عربستان غوښتني ته د مثبت ځواب ویلو لپاره د مذاکراتي ټیم د میلمه پالنې په مناسبت چې پرون دوشنبه یې کابل ته تشریف راوړی وو، هغه دری تنه پاکستاني نظامیان چی د ۱۴۴۷ قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ٢٠ مه او د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر په ۱۲ تاریخ، له پاکستاني اړخ سره د نښتو په جریان کې اسیران شوي وو، ازاد او د ورور هېواد سعودی عربستان څخه راغلي محترم هیئت ته وسپارل."

د طالبانو حکومت کې سرچینو ویلي، سعودي پلاوي کابل کې دفاع وزارت، له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره د دوشنبې پر ورځ له کتنې وروسته دغه کسان له زندانه ازاد کړي او سعودي پلاوي ته یې سپارلي دي. د طالبانو حکومت ویاند له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دغه جګړه کې د دوی کوم سرتیری پاکستاني لوري ته په لاس نه و ورغلی او دا چې د تبادلې کوم جوړ جاړی نه و.

تر اوسه پاکستان د دې زندانیانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

یو پاکستانی پوځ او د طالبانو حکومت یو سرتېری

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

د اکټوبر پر ۱۱مه څه پېښ شول

د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر نهمه نېټه افغان پلازمېنه کابل کې د چاودنو غږونه واورېدل شول. وروسته د طالبانو حکومت ویاندویانو وویل چې پاکستان د کابل هوايي حریم "نقض" کړی او دا چې په پکتیکا او کونړ کې یې پر ولسي مېشت ځایونو هوايي بریدونه کړي. د طالبانو حکومت خبرداری ورکړ چې دا وړ "تېری" به بې ځوابه نه پاتې کېږي او په یوه "مناسب" وخت کې به ورته ځواب وویل شي.

ټانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ترینګلتیا سره په دوام د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۶مه، د چمن سیمه کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان یو پوځي ټانګ لیدل کېږي. دا وروسته له هغه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپې پر مهال نښته وشوه. د طالبانو حکومت چارواکو د ډسمبر پر۶مه وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په یوه سرحدي لاره کې د شپې په نښته کې څلور ولسي کسان وژل شوي. دا د اکتوبر له خونړیو نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې تر ټولو لویه پېښه ده.

د اکټوبر پر ۱۱مه، ماښام ناوخته پر ډیورنډ کرښه د پراخو بریدونو رپوټونه ورکړل شول. له بریدونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل چې پر ډیورنډ کرښه یې ځواکونو پر پاکستاني اړخ د "غچ" بریدونه کړي چې د اکټوبر تر ۱۲مې یې دوام درلود. دا ترینګلتیا پسې سخته شوه او پاکستاني ځواکونو د افغانستان دننه پر څو سیمو هوايي بریدونه هم وکړل.

د قطر په منځګړیتوب افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني اړخ ترمنځ اوربند وشو خو بیا هم په څو سیمو کې نښتې روانې پاتې شوې. په قطر او ترکیه کې له ناکامو خبرو وروسته داسې رپوټونو وو چې د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب لپاره سعودي عربستان مخې ته شوی خو څرګند ډول د سعودي د ښکېلتیا او خبرو کومه پایله نه وه راوتلې.

دا لومړی ځل دی چې یو سعودي پلاوی په ډاګیز ډول د پاکستاني پوځیانو د خوشې کولو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړیتوب کوي.

سره له دې چې پاکستاني ځواکونو له دې وړاندې د طالبانو حکومت پر وړاندې تنده ژبه کاروله خو دا یې نه وو ویلي چې پوځيان یې د طالبانو حکومت سره زنداني دي.

څه چې له بي بي سي سره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرو کې ښکاري " هېوادونو سره د ښو اړیکو" پر ټکي ټینګار او د سعودي د منځګړیتوب هرکلی دی چې تېرو څو میاشتو کې یې په لومړي ځل د یوه عملي ګام څرک لیدل کېږي.