د خیبر پښتونخوا بنو سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید یو ډګرمن او یو سرتېری وژلي

د عکس سرچینه، ISPR
په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی چې د یوه ډګرمن په ګډون دوه تنه وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د معلوماتو له مخې، د روانې فبرورۍ پر ۲۱مه د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د پاکستاني طالبانو د تحریک 'ټيټيپي' سختدریځو برید وکړ.
پوځ وايي، دوی د دغو وسلهوالو په شتون خبر وو او د اسختباراتي رپوټونو له مخې یې غوښتل هلته یې پرضد عملیات وکړي او هغه ځانمرګی بریدګر هم له برید وړاندې له منځه یوسي چې پر دوی یې برید وکړ.
د پوځ په وینا، د پوځ یوه ګاډي د هغه ځانمرګي بریدګر مخه ونیوله چې په وینا یې غوښتل یې ''د بنو ښار بېګناه خلک او پوځیان په نښه کړي او بالاخره ځانمرګی برید وشو.''
که څه هم د پاکستان پوځ وايي، بریدګر خپل هدف ته نه دی رسېدلی، خو د پوځ یو ډګرمن او بل پوځي یې وژلي دي.
سرچینه وايي، په سیمه کې د وسلهوالو او پوځ ترمنځ سخته نښته هم وشوه چې پایله کې یې پنځه وسلهوال ووژل شول او ځانمرګي بریدګر چې ګاډي کې یې چاودونکي توکي ځای پر ځای کړي وو د پوځ له موټر سره ټکر کړ.
په وژل شویو کې د شهزاد ګل فراز په نامه ۴۳ کلن ډګرمن د مانسهرې سیمې اوسېدونکی و.
بل وژل شوی د کرامت شاه په نامه د پېښور ۲۸ کلن پوځي یاد شوی دی.
پوځ وايي، ''سختدریځو ان د روژې مبارکه میاشت کې هم د وینې له تویولو لاس وانخیست.''
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې بریدګر د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ډول ادعاوې تل ردې کړې دي، وايي ''کله چې پاکستان د خپل داخلي امنیت ټینګولو کې پاتې راشي دا ډول بېبنسټه څرګندونې کوي.''
پاکستاني پوځ بیا تازه ویلي چې "د افغان طالبانو حکومت یو ځل بیا د پاکستان پرضد له افغان خاورې په ګټه اخیستو د سختدریځو مخنیوي کې پاتې راغلی دی''.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه د پاکستاني پوځ دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ورته څرګندونې رد کړې دي.
دېره اسماعیل خان کې د مشکوکې ځانمرګې بریدګرې د نیول کېدو ادعا

د عکس سرچینه، ctd
بل لور خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې (سي ټي ډي) ادعا کړې چې یوه مشکوکه ځانمرګې بریدګره ښځه یې نیولې ده.
د سي ټي ډي د عامه اړیکو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دېره اسماعیل خان سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او یوه مشکوکه ځانمرګي بریدګره ښځه ونیول شوه، چې په وینا یې دې سره د ترهګرۍ لوی پلان شنډ شو.
مسوولین ادعا کوي، دوی ته معلومه شوه، چې په شیخ یوسف کېږدیو کمپ کې یوه ځوانه ښځه ده، چې د ځانمرګي برید لپاره چمتوالی کوي، سي ټي ډي ځواک هلته چاپه ووهله او دغه ښځه یې ونیوله.
د سي ټي ډي په وینا، په لومړنیو پلټنو کې ښځې خپل نوم څرګند کړ او ویې ویل چې له ډېر وخت راهیسې د یوې وسله والې ډلې قومندان شاه ولي چې د طارق کوچي په نامه مشهور دی، روزنه ورکوله، چې اوس وژل شوی دی.
د چارواکو په وینا دغې ښځې ویلي، چې په دا وروستیو ورځو کې یې د ځانمرګي برید لپاره چمتوالی ښودلی و او د برید لپاره به واسکټ او هدف د یوه بل قومندان عاصم له لوري ورته چمتو کېدل.
د چارواکو د ادعا له مخې د دې ښځې له خیمې یو کمانډويي بېګ هم ترلاسه کړی، چې پکې تومانچه، کارتوسونه، خوشبويي (د بارودو د بوی پټولو لپاره)، دوه موبایلونه او نور توکي موندل شوي. دوی زیاتوي په موبایلونو کې له وسله والې ډلې سره د اړیکو شواهد هم موندل شوي دي.
د ځايي پولیسو یو افسر ذوالفقار حمید د سي ټي ډي ټیم دغه ''بریالی عملیات'' ستایلي او د جایزې اعلان یې کړی.





















